سیاست چل ول دی؟

جنرال دولت وزیري
سیاست هم عجب جنجال دی. ټول ورته له خپله نظره او فکره تعریفونه او توضیحات لټوي. څوک یې د دوه مخۍ لوبه ګڼي او څوک د روان کړکېچ له معجزې ډک حل.

ځینې وايي سیاست چل، ول ته وايي. بیا نور سیاست غولولو او چالاکۍ ته ورته یو شی ګڼي. ځینې خو سیاست شیطاني لوبه بولي او بیا ځينې يې واک ته د رسېدو د لارو او چارو په توګه پېژني. لکه چې جرمني ماکس ویبر وايي:

«سیاست یانې په واک کې د ګډون لپاره کوښښ کول.»

مورګانتا هم د سیاست په هکله وايي:

«سیاست یوازې د قدرت لپاره مبارزه ده.»

یو شمیر کسان سیاست ته د انسانانو د اصلاح کولو تعریف ورکوي، دوی په دې باور دي چې پر ځمکه د حضرت آدم (ع) ژوند او کړنې په خپله سیاست و. خپل قوم ته د حضرت نوح (ع) تبلیغ ته هم سیاست وايي، ځکه هغه غوښتل چې تبليغ د بې لارو د اصلاح له پاره وکړي.

د حضرت محمد (ص) ژوند او مبارزې هم ټول سیاست و، ځکه چې د ستر پیغمبر(ص) ټول ژوند د انسانانو د اصلاح له پاره و.

د څلور واړو یارانو د واک پر مهال هغه برخه يې هم بشپړه شوه چې اوس ور باندې په سیاست کې ډیر ټينګار کیږي او هغه هم اقتصاد دی.

ځینې کسان ښاري ژوند او د ښاري ژوند تنظیمولو ته سیاست وايي، دا ډول نظريې به پخوانیو خلکو ډېرې ورکولې. یو شمېر د زورورو له خوا پر کمزورو واک چلولو او حکومت کولو ته سیاست وايي.

په وروسته پاتو ټولنو کې له سیاست نه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره کار اخیستل کېږي، نه یوازې سیاست، بلکې له نورو پدیدو هم تر ډېره د زورواکو له خوا په ناسمه لار استفاده کېږي.

نور بیا سیاست د حکومت کولو په مانا پېژني او وايي چې د سیاست له مخې کوښښ کېږي چې خلک د يوه چتر لاندې ژوند کولو ته اړ کړي.

داسې تعریف هم د سیاست له پاره شوي دی چې له مخې يې حکومت، سیاسي نظام او واک چلولو ته يې هم سیاست ویلی دی.

په ډیر شمېر کسان بیا سیاست د انسانانو تر منځ اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړيکو ته وايي.

دوی وايي چې د انسانانو تر منځ د همدغو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړيکو څېړل، نظم ورکول او تشریح د سیاست له مخې کېږي او دا ډول تعريف ورته له نورو ټولو تعريفونو غوره ښکاري.

انسانان هم له ډیر جنجاله ډک دي، ځینې وايي زه چېرته او سیاست چېرته. بیا یو شمیر په دې باور دي چې سیاست د هر چا کار نه دی. ځینې ور سره خپله مینه او علاقه نه ښيي. ځینې سیاست یوازې د حکومتي چارواکو کار بولي. ځینې سیاست د نظامیانو کار بولي، ځکه د دوی په باور زور او توره خو یوازې له نظامیانو سره وي. ځينې بیا ځانونه د سیاست بوجۍ ګڼي او د سیاست پر ټولو اړخونو ځانونه پوه او عالم بولي، د دوی په نظر د دوی په تلویزیونونو کې ورځنۍ کړتې پرتې هم سیاست دی.

سمه خبره خو دا ده چې ټول انسانان په یو شکل نه په یوه شکل په سیاست کې ګډون لري. کار کول، کار نه کول، یو چاته ښه ویل، یو چا ته بد ویل، د چا سره اړیکې ساتل، له چا څخه خفه کېدل، په واک کې ګډون کول او یا د واک لاندې اوسېدل او د مفرور په څیر ژوند کول هم سیاست دی.دا چې په ټاکنو کې رایه ورکوئ یا هم د رایې نه ورکولو پرېکړه کوئ په دې کې هم سیاست دخیل دی.

رابرت ډال وايي:

«سیاست د انسان د ژوندانه یو نه انکارېدونکی حقیقت دی. انسانان هره شېبه په یو ډول نه یو ډول په سیاست کې را ګیر دي.»

یوناني عالم پرېکلیس له دوی هم مخکې ځي او وايي:

«هغه انسان چې په سیاست کې ځان ګډ نه بولي د یوه فعال ښاري صفت ځانته نه شي ورکولای، بلکې هغه ته باید د یو بې خاصیته ښاري په سترګه وکتل شي.»

ماته خو د پولي په نوم د یوه سیاستپوه نظر ډیر غوره ښکارېږي چې وايي:

«سیاست د شته امکاناتو د غوره کارونې او له کمو امکاناتو د ډېرې کارونې پوهه ده.»

دی زیاتوي :

«سیاست پر انسانانو حکومت کول دي. هغه څوک چې واک چلوي او هغه څوک چې واک پرې پلی کېږي، د دوی تر منځ اړیکې د سیاست مرکزي ټکی دی.»

دی نور هم مخکي ځي او وايي:

«سیاست د واک له پاره مبارزه ده او واک ته رسېدل او بیا د واک ساتل همدغه د سیاست بشپړ اړخ جوړوي.»

هارولډلاسکي سیاست ته شعاري تعریفونه ورکړي دي وايي:

«سیاست یانې پر دې پوهیدل چې څه ګټي، څوک يې ګټي، څه وخت يې ګټي، څنګه يې ګټي، ولې يې ګټي او د چا لپاره يې ګټي؟»

خدای بخښلي ګل پاچا الفت له ډېرې غوسې بیا سیاست ته داسې تعریف ور کړی دی:

«وایه یو څه، کوه بل څه. له بل نه پوښتنه کوه او په خپله هيڅ مه وایه. که خبر وي ځان ناخبره او که خبر نه وي د باخبرۍ تظاهر کوه.»

په هر صورت د اوس سیاست خو په رښتیا د الفت صاحب خبره په دوکو ولاړ دي. اوسني سیاستونه په درواغو او چالاکيو چلېږي او هڅه کېږي چې څرنګه په چل او فرېب خلک په باور کې واخیستل شي او یا څرنګه له لوړ پوړو چارواکو سره اړیکې جوړې شي. څرنګه ځان لوړ مقام ته ورسوي او څرنګه د نورو صفتونه او غندنه وکړي.

خو نیلسن ماندیلا بیا لارښوونه کوي او وايي:

«خبردار! که چېرې سیاسي وسلې له کاره ولوېدې او پڅې شوې، بیا چې څومره سیاسیون د هغو پرېوتلو او پڅو وسلو د تېره کولو هڅې وکړي، هېڅ ګټه نه کوي. په حقیقت کې ځانونه غولوي او د ځان او خلکو سره جفا او لوی خیانت کوي.»

له پخوا راهیسي د سیاست په هکله دوه نظرونه وو، یو نظر دا چې سیاست هنر دی او په بل نظر بیا سیاست علم بولي.

دا ډېر اوږد بحث دی او ډېرو څېړلو ته اړتیا لري، خو که دلته موږ علم پر دوو برخو ووېشو، یوه برخه يې طبیعي علوم دي او بله برخه يې بیا ټولنیز علوم بللای شو.

ځینې پوهان بيا سیاست د علم په همدغه دویمه برخه پورې تړي او وايي چې سیاست یوه ټولنیزه پوهه یا علم دی.

دوی وايي:

«سیاست یوه ټولنیزه پوهه ده چې د ټولنې او انسانانو سره سروکار لري.»

بله ډله پوهان سیاست ته د هنر نوم ورکوي او وايي چې سیاست علم نه بلکې هنر دی، ځکه سیاست د راتلونکي په هکله دقیق اټکل نه شي کولای او له دې سره دوی وايي چې د علم له ارزښتناکه ځانګړنو څخه یوه هم د راتلونکي په هکله د دقیق اټکل وړاندې کول دي. په دې توګه دوی وايي چې دا اټکل د سیاست له واک او توان څخه پوره نه دی. ځینې نور بیا سیاستپوهنه علم ګڼي او وايي پر همدې دې بسنه وشي.

که چېرې سياست یوه ټولنیزه پوهه وګڼو او د سیاست اړیکې د ټولنې او وګړو سره وي بیا نو دغه اړیکې دوه اړخيزې دي، له یوه پلوه سیاستوال او له بله پلوه خلک چې سیاست او یا واک پرې چلېږي.

که په لنډه توګه وویل شي نو سیاست یوه اړخیزه لوبه نه ده او اکثره طبیعي علوم هم ټول وخت د راتلونکي په هکله اټکل نه شي کولای. خو هنر بیا ځينې وخت یو اړخیزه وي او مقابل لوري ته اړتیا نه لري او په يوازې ځان هم تر سره کيداي شي.

په دې توګه ویلای شو چې سیاست د نورو ټولنیزو علومو سره ژورې اړیکې لري، نو په دې توګه هنر نه بلکې علم او پوهه ده چې په پوهنتونونو کې د نورو علومو تر څنګ لوستل او تدريس کيږي. دا که غلطه استفاده ورڅخه کېږي، د سیاست ستونزه نه، بلکې د هغو کسانو ستونزه ده، چې په غلطو لارو یې کاروي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button