دا ورک خلک چیرته دي

سید عبید الله نادر
دا چې د پاکستان ریاست په زرګونو پښتانه بندیان کړي ، او په زرګونو یې وژلي دي ، او په زرکونو لاپته دي ، چې هیځ د هغوي پته او آدرس نه دی معلوم ، او ورته ځواب هم نه لري ، او په دي اړوند نه وضاحت ورکولی شي ، او نه د دي موضوع پوره سپینول کولای شي ، او یا نه غواړي د ډیري سرزوري نه ځواب ورکړي ، نو دي ټکي ته باید پام واړول شي ،چې آیا دا خلک اوس ژوندي دي ،او که ژوندی نه دي نو څرنګه وژل شوي ،او یا د دي خلکو څخه یې په انتحاري حملو کې ترې کار اخیستل شوی ، چې دا یوه لویه اند یښنه ده ، چې ډیر خلک یې لري ،دوي همدا پشتانه انتحاري او خود کشو حملو ته تیار کړي هم دي او اوس د ترهکري په لټه کې هم همدوی نیسي ،د دي د پاره چې د غربی او عربی نړۍ نه پیسي تر لاسه کړي ،تر دي ښه بزنس او تجارت به دوي په ټوله عمر کې بیا پیدا نه کړي ،دوی د دنیا والو په سترګو کې خاورې شیندي په داسي حال کې چې د دنیا ډیری خلک اوس د دوی د چال فریب او دوکي په لوبه پوهیږي ،او اوس د پاکستان پوځ د چال او دوکی په لرلو سره ډیر دنیا ته رسوا شوی ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button