زه د جهاد ثواب نه غواړم، ګناه دې نه راکوي

ليکوال: ح حقوېش،
پرون يو پخواني مجاهد کيسه راته کوله، چې یوه ورځ زموږ په کمپ باندې چې د زابل په سره غره کې و حکومت بريد راباندې وکړ، سر په سر پنځه ورځې مو مقاومت وکړ، خو د جنګ په حالت کې په دويمه ورځ خوراکي توکي راختم شول، شاوخوا لارې رابندې وې هيڅ ښيی نه رارسېده، مجبوره شول چې د کمپ په يوه څنډه کې د کلونو کلونو پرتې د مړۍ او هډوکو ګډې ټوټې چې په خاورو لړلې وې، هغه مو خورک شول، درې ورځې موږ دا ټوټې او خاورې ګډې وخوړلې. موږ دا هرڅه د يوې مقدسې لارې يا د اسلام د خونديتوب لپاره کول، همدا ډول مې ددې مقدسې لارې لپاره نور ډیر زحمتونو وزغمل.
بلاخر که هر ډول وو خو شورويان ووتل موږ خوشحالي وکړې، مبارکياني مو واخستلې. هيله مو لرله چې مشران به يو اسلامي او شرعي حکومت راته جوړ کړي، خو له بده مرغه چې هغوی په داسې کارونو لاس پورې کړ چې هر قدم يې د اسلام خلاف وو، په نورمحمد ترکي او نجيب الله پسې مو سترګې وختې چې ولې مو ووژلو ولې مو حکومت ورته ړنګ کړ، ولې مو ددې يوڅو خودغرضو لپاره اسلام بدنومه کړ.
دا هرڅه چې مې وليدل په هغه ورځ مې قسم وکړ چې له نن وروسته به خپل لمونځ اودسه کلمه وايم، په هيچا به هم کار نلرم، که څه هم طالبانو په وارو وارو راته وویل چې ورسره ملګری شم خو ما ورسره ونه منله، دادې له دېرشو کالو اوړي چې بيا مې د اسلام په نوم چاته ضرر نه دی رسولی، له خدایه د هغه جهاد ثوابونه او عوضونه نه غواړم خو ورباندې نيسي مې دي نه!
ښه ګړۍ خاموشه و، بيا يې راته وويل زويه دا سپيرککي سپيرککي طالبان نه دي، دا ټوله زما په څېر ددې هرڅه لپاره جذباتي ساتل کيږي، چې که ته نه وې يا تا دا کار ونکړ اسلام به د مځکې له مخې ورک شي، «خو دی په دې نه پوهيږي چې زه نه وم نو دا اسلام چا ساته او څه ډول يې ساته، تر ما يې څه ډول راورساوه»، مشران يې جذباتي ساتي او داسې ذهين ورکوي چې دی ځان ددې هرڅه مسوول بولي، او مشر ددوی له ناپوهۍ ګټه اخلي او په سر يې امتيازات واخلي.
نو ياد لره چې دا طالبان به هم زما پڅېر د‌ خپلو مشرانو څخه کرکه کوي، او په دې هرڅه به پښېمانه وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button