غــــــــازي سرداره ( د ميوند په جګړه کې يوه بله زړوره مېرمن )

ژباړن: سيلانی

د دغې زړورې او سرښدونکې مېرمنې په هکله،چې د افغان او انګليس په دويمه جګړه يې ګدون درلود او افغان جنګيالي يې د هېواد د ساتنې او دفاع لپاره هڅول دي، په کندهار کې د نوموړې په نوم ډېر حماسي اشعار د خلکو په ژبو کې کښته پورته کيږي. د غازي سردارې دا حماسي خاطره د ملا مير يحیی( چې د کندهار د خاکريز تر څېرمه،د ملاشکور د کلي) اوسېدونکی دی، لخوا په نظم ليکل شوې ده.

مرحوم علامه عبدالشکور رشاد په خپل اثر ( د کارنامو مېرمنې ) کې د نوموړې مېرمنې د ژوند په هکله يادونه کړې، چې زه يې دلته تاسو ته وړاندې کوم. علامه رشاد غازي سرداره داسې را پېژني: (( غازي سرداره، د محمد رفيق خان لودين ( ۱۲۸۳ ل.س کال مړينه ) او وزير امير شېرعلي خان ( ۱۲۹۸ ل.س کال مړينه ) خور وه. دهغې پلار ملا عبید الله نومېده او په احمد شاهي کندهار ښار کې يې ژوند کؤ. د نوموړې مېرمنې پلارګنۍ (پلرنۍ کورنۍ) د کندهار ښار د ورۀ ( دروازې ) ترڅېرمه، د لوديانو په کوڅه اوسېدل.

خاوند يې سردار مقصود خان نومېده. دی د رحمت خان زوی، د سردار جمعه خان لمسی او د امير دوست محمد ورور ؤ. د غازي سردارې سخرخېل د ميوند په سيمه کې اوسېدل، چې تر اوسه د هغوی په نامه کلا او کارېز شته. د سردار جمعه خان اولادې د (( د کارنامو مېرمنې )) د اثر له ليکلو يولس کاله مخکې، په ميوند کې د سردار جمعه خان په نوم کاريز چې د (( کاریزک )) په نامه شهرت لري، پخپل واک کې درلودل.

په ۱۲۹۸ ل.س کال پنځلس تنه پښتنو غازيانو د ميوند په دښته کې له انګرېزانو سره د جګړې په نيت شپه سبا کوله. هغوی ګروهمن ( عقيدتمنند) وو، چې د برات په پنځلسمې شپې د دوی د هر يو کلنۍ روزي مهر او امضا کيږي، نو په دې اساس، د هر غازي په ذهن کې دا پوښتنه رامنځته کېده، چې څو ساعته روزي به ما ته حواله شوي وي؟ نو پر دې بنسټ هغوی د بريا او شهادت په هيله هلته راسره راټول شوي وو او ټولو دا شعار زمزمه کوو:

يا به پرنګ له ملکه باسو!

يا به ايږدو پر خپل وطن باندې سرونه !

د ولسمې ورځ په سهار لار لمر نه و راختلی، چې غازيانو پر دښمن د برياليتوب لپاره خپل صفونه د جګړې لپاره منظم کړل. غازيانو په ډېرې مېړانې د هېواد د خپلواکۍ لپاره ملاوې تړلې وې، چې دا د دوی حق وو. مګر دښمن ( انګريزانو ) د پرديو د سيمو نيول او د مدافعينو وژل يې خپل حق ګڼل. هغوی پر خپلو توپونو، عصري جنګي وسلو او جګړيزو مهارتونو ډاډه وو. کبرجنو انګريزانو چې د افغان غازيانو آذان واورېده، په بېړه يې خپل جګړيزيز کتارونه د جګړې ډګر ته و خځول.

د برات ولسمه ورځ د ميوند په دښته کې، د هېواد د ځوانانو د زغم او ثبات د ازموينې ورځ وه. د ميوند دښته د باروتو په دړو او لوغړو پوښل شوې وه. ځوانانو هرې خواته سرونه بايلل او وينې يې بهېدونکې وې. که له يوې خوا د دښمن توپونو او وسلو له ځوانانو خواږه ځانونه اخيستل، له بلې خوا د اسد میاشتې د پنځمې نېټې تودښې د ځوانانو زغم او طاقت ازمايه. د ورځې په لسو بجو د ميوند په دښته کې د لمر تودښته ( ۴۰ )درجود ته لوړه شوه او لکه تبۍ يې سېزل کول. څومره چې لمر لوړېده، په هماغه اندازه دلمر د تودوښې کچه لوړېده، خو د ځوانانو قوت او طاقت لاپسې زياتېده، تر هغه پورې چې دوی د الله اکبر د چيغې توان نه درلود. خولې يې وچې شوې وې، ژبې يې په تالوګانو پورې نښتې وې، ځانونه او آسونه يې په خپلو خولو کې ډوپ شوي وو.

د جګړې او اور په دغه ډګر کې ځينې افغان زړورې مېرمنې هم ليدل کېږدې، چې ځينو يې تږو جنګياليو ته اوبه ورکولې او ځينو يې کارتوس و باروت ور لېږدول همدارنګه ځينو يې د جنګياليو د مورال او جرئت لپاره حماسي لنډۍ او ترانې ويلې.

غازي سرداره په خپل کور کې وه او د کلي لس مېرمنو ته يې دنده ورکړې وه،چې د ميوند جنګيالو ته ډوډۍ او خواړه پاخه کړي. لا لمر نه و پرېوتی، چې د خپل کلا پر برج پورته شوه او د ميوند د جګړې ننداره يې کوله، ناڅاپه يې پام شو چې غازيانو د دښمن د توپونو او وسلو له شدت څخه، ناچاره پا شا شوي او خپلو سنګرونو ته پناه وړي. غازي سردارې دا غميزه پخپلو سترګو ليده، نو حوصله يې طاق شوه، خپلې کلا ته دننه شوه، خپله وسله يې چې په کور کې درلوده راواخيسته، خپل سر يې په پړوني وتاړه او د جګړې ډګر ته يې ځان ورساوه. غازي سرداره غازيانو ته د ښمن پر وړاندې کلک مورال ورکړ، کله چې لمر په لوېدو و، د دښمن د بخت کاسه نسکوره شوه او د کندهار په لوري وتښتېدل.

ماښام مهال چې غازي سرداره د جګړې له ډکره بېرته راستنېده، د دښمن يو ميل وسله او يو رئس آس يې له ځان سره د غنيمت په توګه کلا ته راوړل. دغه وسله تر ډېرې مودې د سردار جمعه خان اولادې سره د يو سپېڅلي يادګار په توګه ساتل کېده او د نوموړې افغان مېرمنې د زړورتيا يو نښه وه.

مرحوم اکادميسين علامه عبدالشکور رشاد پورته حماسي خاطره د حاجي محمد ابراهيم لودين څخه را نقل کړې وه، چې نوموړی ۲۰ کاله مخکې له ۱۹۸۰ زکال په بغلان کې مړ شوی ؤ. د مرحوم رشاد په وينا، حاجي محمد ابراهيم خان لودين د سردار محمد رفيق خان د کورنۍ له مخورو او پېژندل شويو مشران څخه ؤ. هغه مرحوم استاد رشاد ته ويلي و، چې نوموړې حماسي خاطره د ملا مير يحيی لخوا چې د ملاشکور ( د کندهار د خاکريز تر څېرمه ) کلي اوسېدونکی دی، لخوا نظم شوی دی. علامه رشاد ډېره لېوالتيا درلوده چې د نوموړې حماسې اشعار د محمد ابراهيم له خولې ثبت کړي، مګر د نوموړي په ذهن کې له درې بنده زیات نه پاتې شوي.

را ووته سرداره له کلا په نيت د جنګ

نازېږه په ميونده!

۱-دې وويل: ما وليدې ګولۍ د پرنګيانو

مرګی دی دغازيانو

ځوانان دي چې رژيږي د وطن پر نام وننګ

و دا ځي له ژونده!

۲-ځوانان دې قتل کيږي

لښکر د پرنګ رازي ميدان ته په غورزنګ

بېليږي هار له قنده!

۳-دې وويل: ماوليده غازيان د کندهار

تيريږي وار په وار

ځوانان لغړي په وينو کې له لاسه د پرنګ

پرنګ تپ کې خاونده!

( رک (( سيمای زن افغان در حماسه و تاريخ)) تاليف (( سيستاني )

استدراک

لاندې ليکنه، د ميوند د يو مخور مشر، انجينير فريد ميوندي ده، چې پلرنی نېکه او د هغوی د ترور زامن يې د ميوند په جګړه کې ګډون کړی وو. مګر د هېواد په تاريخونو کې له هغوی يادونه نه ده شوې. انجينير فريد ميوندي اوس په امريکا کې اوسږي او نوموړې ليکنه يې زما د مقالې په کمنت کې د غازي سردارې په مناسبت په ۲۰ د اپريل ليکلې ده. انجينير فريد د ميوند له مخورو او لوستو کسانو څخه دی. زه د هغه ليکنه خپروم ترڅو د تاريخ په پاڼو کې ثبت شي.

Farid Maiwandi

ښاغلی او قدرمن سيستاني صاحب!

ستاسې د مؤثرو کوښښونو او ګټورو معلوماتو څخه چې همېشه زموږد ځلانده تاريخ پر نامعلومو برخو رڼا اچوئ، يوه دنيا تشکر کوم. خدای تعالی دط تاسو ته ښه صحت او اوږد ژوند در په برخه کړي.

ستاسو دمعلوماتو پۀ ادامه:

ښاغلی او قدرمن سیستاني صاحب،

ستاسي د مؤثرو کوښښونو او ګټورو معلوماتو څخه چه همېشه زموږ د ځلانده تاریخ پر نامعلومو برخو رڼا اچوي، یوه دنیا تشکر کوم. خدای تعالی دي تاسی ته ښه صحت او اوږد ژوند در په برخه کړی.

ستاسي د معلوماتو په ادامه:

څرنګه چه زموږ د ګران هیواد نوموړی تاریخي جنګ د میوند په دښت کي د انګرېزانو په مقابل کي په ۱۸۸۰ م کال کي واقع سوی دی، باید ووایم چه په دې وخت کي د میوند د کلي په شمول نور نژدې شااوخوا کلي هم د مشهورو محمدزیو ملکیتونه وه. او کله چه د میوند جنګ پېښ سو، نو دهمدې شااوخوا کلو نورو محمدزیو مشرانو هم په دې جنګ کي فعالانه برخه واخیستله.

د میوند د تاریخي کلی په شااوخوا کي د فاصیلې په ترتیب د لوی کارېز، خیګ، کارېزک، ګلوجان، او د موشک کلي پراته دي، نو معلومه خبره وه چه د جنګ د وقوع په وخت کي د دې کلو د مشرانو څخه د مادي او معنوي کومک تر څنګ په جنګ کی د فعالانه اشتراک توقع هم کېدله. نو همدا علت ؤ چه د دې کلیو اکثره قومي مشرانو د سردارمحمدایوب خان سره د قومي قرابت پر بنا او د انګرېزانو په خلاف د میوند په جنګ کی فعالانه برخه واخیستله. خو د بده مرغه، زموږ تاریخونه د اشخاصو نومونه په تفصیل سره نه دي ثبت کړي. د یو څو نفرو نومونه چه و ماته معلوم دي، په لاندي ډول دي:

۱ – سردار مقصود خان د سردار رحمت الله خان زوی، د سردار جمعه خان لمسئ او د سردار پاینده محمدخان کړوسئ، د میوند د ولسوالۍ د خیګ او کاریزک مالکان وه.

۲ – سردار احمدجان خان د سردارغلام محی الدین خان زوی، د سردار کهندل خان لمسئ او د سردار پاینده محمدخان کړوسئ، د میوند د ولسوالۍ د لوی کارېز مالک ؤ. او په جنګ کي د سردارمحمد ایوب خان ملګرئ او طرفداراه ؤ چه د میوند تر جنګ وروسته امیرعبدالرحمن خان په کابل کي تر ډېره وخته پوري نظربند کړ. (زما د مرحوم پلار محمدزمان میوندي نیکه ؤ).

۳، ۴- سردار محمدرسول خان او سلطان احمد علیخان د سردار سلطان علیخان زامن، د سردار کهندل خان لمسیان، او د سردار پاینده محمدخان کړوسیان، د میوند په ولسوالۍ کي د موشک مالکان وه. او د سردار ایوب خان ملګري وه. چه د میوند ترجنګ وروسته تبعید سوه، او د (پادشاهان متاخرافغانستان) د مؤلف میرزا یعقوب علي خافي سره په بخارا کي ؤ. او همدې مؤلف په خپل کتاب کي د میوند جنګ د سردار احمدعلیخان په توصیه ذکر کړی دی. او ډاکتر آمان الله رسول د سردار محمدرسول خان لمسئ ؤ.

په عین حال کي:

۵ – سردار شیرعلي خان د سردار مهردل خان مشرقي زوی چه د میوند او د زبارکي مالک ؤ، د امیرعبدالرحمن خان او انګرېزانو د ملګرو څخه ؤ چه د جنګ په وخت کي د کندهار والي هم ؤ.

۶- سردار ګل محمدخان د سردار محمدصدیق خان زوی، د سردار کهندل خان لمسئ د ګلوجان کارېز مالک ؤ. د میوند په جنګ کي د ده اشتراک و ما ته نه دی معلوم، خو نوموړی هم وروسته د امیرعبدالرحمن خان د لویو ملګرو او د اعتماد وړ شخص ؤ چه بیا د چمن-بولدک د سرحد ټاکلو د هیئت عمده غړی ؤ.

بالاخره، ستاسي د مضمون د قهرماني (غازي سرداري) یو زوئ (سکه یا ناسکه ؟) سردارمحمدصدیق خان ؤ چه په کندهار کي ئې په سردار آغابادر شهرت درلود. د ده اوله مېرمن زما د پلار عمه (د سردار احمدجان خان لور) وه. د سردار آغابادار ځيني اولادونه اوس هم د خیګ او کاریزک په کلیو کی جایدادونه لري. او اکثره ورثه ئې په آلمان، هالینډ او امریکا کي مهاجر دي او د (میوند) تخلص کاروي.

خدای مو هر کله جوړ او خوشحاله لره!

خدای تعالی دي د افغانستان د ازادۍ ، استقلال، او د حق د لاري غازیان او توریالي ټوله وبخښي!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button