زموږ د انټرنیټ تولید

عزیز انیس

په اوس وخت کې د افغاني ټولنې نږدې هر لوستی ځوان انټرنیټ ته لاس رسی لري. خو پوښتنه دا ده چې دوۍ انټرنيټ د کومو موخو لپاره کاروي؟ زموږ په ټولنه کې ورځ تر بلې وزګارتیا زیاتېږي، ځوانان هم اړ دي چې خپله وزګارتیا په یوه نه په یو ډول له منځه یوسي، په همدې خاطر فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ کاروي. د سات تېري په خاطر د ټولنیزو رسنیو کارونکي دوه ډلې دي، یو ډله په دې رسنیو کې خپل تولید لري او بله ډله خپل تولید نلري، یوازې نور ګوري.
هغوۍ چې خپل تولید لري، هڅه کوي د هر موسم او سیزن عکس په خپلو ملګرو وګوري، د ملګرو عکسونو ته د توصیف کمنټونه وکړي (هغه هم د دې لپاره چې سبا بیا ده ته کمنټ وکړي)، په ټیک ټاک کې ښایسته وېډیوګانې جوړې کړي… دا ټول کارونه د وخت تېري او نورو ته ځان د موډرن ښودلو په خاطر کوي او بس. دویمه ډله چې خپل تولید نلري، یوازې د نورو عکسونه ګوري، یو نېم ذوقي شعر ولولي، د ښایسته او خندونکو وېډیوګانو په لټه کې وي….

د ذهن د ارامولو او ځان خوشال ساتلو لپاره دا کارونه ګټور دي، خو دومره هم نه چې د ټولنیزو رسنیو بازار پرې خراب کړو، لکه اوس مو چې خراب کړی. د علم تاریخ راته وايي چې د اتن د څلور لارې په هوټلونو کې به هره ورځ ځوانان او فیلسوفیان سره راټولېدل، په ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي ستونزو به یې بحثونه کول. همداسې د انګلستان قهوه خانې د علمي فعالیتونو مرکزونه بلل کېدې. موږ چې د یوشتمې پېړۍ د دنیا یو وروسته پاتې ملت یو، د انټرنيټ له دې عظیم فرصت څخه د علمي او فرهنګي بډاینې په خاطر کار نشو اخیستلی.

یو وخت مې له ملګرو سره په دې بحث کاوه چې د لیکوالانو رول د ټولنې په اصلاح کې ځکه کمرنګی دی چې د افغاني ټولنې اکثریت نالوستي دي او لوستي یې هم په ټولنیزو رسنیو، ورځپاڼو او انټرنیټي سایټونو کې اوږدې لیکنې نه لولي، کتاب لوستونکي خو هسې هم ډېر کم دي؛ ښه به دا وي چې د لیکوالي سره سره په ويډیويي شکل د دوۍ لپاره ښوونیز، روزنیز او ټولنیز مسایل ریکارډ شي او بیا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شي. ملګري مې استدلال کاوه چې په افغانستان کې د انټرنیټ بیې قیمته دي، خلک ویډیوګانې نشي کتلې. ده د مثال په توګه د څو ځوانانو یادونه هم وکړه چې دا ډول هڅې یې پیل کړې وې، خو لیدونکي یې نه درلودل، نو ناهیلې شول او کار یې په نیمايي کې پاتې شو. هغه وخت مې د ده دا دلیل ومانه چې انټرنیټ لوړ دی، خو چې اوس فکر وکړم، د انټرنیټ له لوړوالي سره سره د خلکو توقعات هم یو څه بدل دي، په دې لوړ انټرنیټ کې اکثریت ځوانان په وېډیويي ګېمونو انټرنیټي کڅوړې مصرفوي، خو علمي مواد نه لولي/ نه ګوري. د یوې نجلۍ بې مفهومه ویډیو په زرګونه لیدونکي لري، خو یوه علمي او روزنیزه ویډیو یا لیکنه د دې په پرتله ډېر کم لېدونکي لري.

دا سمه ده چې په پښتني ټولنه کې جنسي فقر ډېر زیات دی، نو ځکه ځوانان د نجونو وېډيوګانې ډېرې ګوري، خو له دې سره سره علمي فقر هم ډېر زیات دی، دا د جنسیت تنده چې دومره ډېره ده، د علمیت تنده ولې نشته؟ د دې عوامل پیدا کول هم په کار دي. یاد مې دي، ما چې د لومړي ځل لپاره انټرنیټ څخه استفاده پیلوله، نو هدف مې د لویو خلکو نظریات او افکار په اسانه لوستل ؤ. همدا تنده وه چې انټرنیټ راته له یو غني کتابتون څخه هم ډېر مهم شو او دومره زده کړه مې ترې وکړه چې له هېڅ ښوونکي مې نه ده کړې.

موږ باید په یاد ولرو چې په یوشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، خو اوس هم د ژوند هغه اسانتیاوې نلرو چې نورې نړۍ په اتلسمه او اولسمه پېړۍ کې درلودې. په خپل کلتور د غور کولو، د وروسته پاتې کېدو په لاملونو بحث کولو او د نړۍ د پرمختګ په عواملو د خبرو کولو لپاره ټولنیزې رسنۍ اسانه لار ده. په دې هیله چې زموږ لوستی قشر د تفریحي او ځان په اړه خبرو کولو په نسبت ډېر علمي او روزنیز مواد ورزیات کړي، په دې سره به له یوې خوا د هغو خلکو بازار نه خرابېږي چې د په عملي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو غږېږي او لیکل کوي او له بلې خوا به مو خپل نسل روزلی وي.

۱۴۰۰/۱۱/۲۲

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button