راه دوستې راه صد ساله است !

راه دوستې راه صد ساله است !
هو ! خو دافغان ــ هند دوستي سل کلنه نه بلکې دا دوستي د پیړیو، پیړیو دوستي ده چې د تاریخ د اوږده بهیر په بیلا بیلو پړاوونو کې لا پیاوړي او پراخه شوي چې په دې اړه مې په تیره لیکنه کې د هغه مستنده یادونه کړي ده .
دادی یوځل بيا د هندوستان دوست اوتاریخي ورور هیواد د افغانستان سره خپله دغه تلپاتي دوستي د کابل د شاه توت بند د جوړولو د تړون په لاسلیک سره په ډاګه کړه چې پرون د فبروري په ۹ نیټه ۲۰۲۱ زیږدیز کال د افغانستان د ولس مشرمحمد اشرف غني او د هند د صدراعظم ایندرا مودي په حضور د دواړو هیوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو له خوا لاسلیک شواو د شاه توت بند جوړیدل د کابل د ۶ میلیوني ښار د ښکلا،ښیرازی اوغوړیدا زیری راکوي چې د هند د دوست هیواد د ۲۳۶ میلیونه ډالرو په لګښت به د شپږو کلونو په موده کې هر اړخیزي ګټې اخیستنې ته چمتو اوپه لومړي ګام کې به د کابل دوه ملیونو شریفو ښاریانوته د څښاک پاکې اوبه برابرې او د دوی تنده به پرې ماته کړي .
ولسي متل دی چې کابل بې زر باشد بې برف نې !
د کابل د ښاریانو د هیلو سره سم به د سپینو واورو او بارانونو اوبه د شاه توت په بند کې لکه د شنه منګي د یخو اوبوجام زموږ د افغان ولس په چوپړ کې وي . د واوریني واورودغه ستره ذخیره اوطلایي بند به د کابل د ځمک لاندې اوبو په چڼتیا، پاکی او ډیرښت کې هم کارنده رول ولوبوي او د کابل په چم ګاونډ کې به کابو ۴۰۰۰ څلور زره هکټاره ځمکه خړوب کړي او د کاکا ناکا مورا د هیلو سره سم به وچې د ښتې په شنو بڼو اوښیرازه کروندو بدلې او د افغانستان لرغوني زړه تاریخي کابل به لکه ښکلي ناوي سر اوچت او بیا دې اغلي خوږ ژبي هنرمنده نغمه ښاپيرۍ په خوشالۍ اواتڼیزه مستی دا سندره زمزمه کړي چې کابل ته ځمه کابل ښه ځای دی بیا نه راځمه .
هو! اوبه لوی نعمت او بې له اوبو ژوند نه کیږي . خودریغا! دریغا! موږ افغانان د سیند په غاړو تږي او د خپلو اوبو د څښاک او د کرکیلي د خړوبولوڅخه بې برخې یو.
د شا ه توت بند چې ۹۲ متره لوړاو ۶۰ متره پلن دی د کلونو،کلونو زموږ هیوادوالو اوشاړو وچو ځمکو تنده به ماته او د غوړیدلي ، پاک او مدرنیزه کابل په رامنځته کولو سره به د وطنپالونکو فغانانو هیلي ترسره شي .
د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د اوبو اوبریښنا بندونو جوړول او د اوبو مهارول د ګران هیواد د پرمختګ او بډاینې لوی لامل باله شي چې د بدخشان د شورابک د هرا ت سلما، د فراه بخش آباد، د نیمروزکمال خان ، د هلمند کجکي ، د کابل شاه عروس بندونوجوړول د راتلونکي سوکاله ،بسيا اوپه ځان ویسا افغانستان زیری راکوي .
د جګړې لوبغاړي که رښتینی اسلامي، انساني او افغاني وجدان ولري د ورانولو،هدفي وژلواو افغان وژلو پرځای دی حب الوطن اوحب البشرایمان په ځانو کې پیدا او د ویرجن اوجګړه ځپلي هیواد په ودانولواوبیا رغولو کې دی خپل دېن ادا او دیوم المحشرد حساب کتابه دی وویریږي . او د دوښمنو هیوادونو د غلامۍ اورسوا بې غیرتۍ کرغیړنې رسۍ دی له غاړو وغورځوي .
تل اولادی پیاوړي وي د افغانستان ــ هندوستان ورورګلویزه تاریخي دوستي
مړه او نابود دی وي د افغانستان د اوبورسوا اوشرمیدلي غله اوورانکاران
۱۰/۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button