د روحي سکون لپاره ۱۵ غوره لارې

لیکواله: جویس میر
ژباړه: حسیب نورمل
له تاند ویب پاڼی څخه

۱: د خدای(ج) په حمد او عبادت ژوند وکړئ.

۲: که په وس مو پره نه وه چې یو څه ته بدلون ورکړئ نو خدای(ج) ته یې پرېږدئ.

۳: هیلې مو کمې کړئ، داسې هیلې مه لرئ، داسې هدف مه ټاکئ چې ورته رسېدل ګران وي.

۴: کوم کار چې همدا اوس ترسره کوئ تمرکز پرې وکړئ او دا احساس وکړئ چې په کې بریالی کېږې.

۵: د راتلونکې په اړه اندېښنې مو پر کاغذ ولیکئ، د لیک په یو پاکټ کې کېږدئ او پاکټ بسته کړئ.

۶: د خپلې خوښې کارونه ترسره کړئ، د خپلې خوښې کارونه په حلاقیت او نوښت کې درسره مرسته کوئ.

۷: مطالعې ته وخت ورکړئ، په زړه پورې مقالې، ورځپانې، مجلې او کتابونه ولولئ.

۸: له نورو سره ځان مه پرتله کوئ که هغه په مالي او یا د زده کړو په برخه کوي.

۹: داسې کار مه پیلوئ چې پای ته یې نشئ رسولای.

۱۰: یوزاې د ځان په اړه فکر مه کوئ د نورو په حال هم ځان خبر کړئ.

۱۱: له هغو خبرو مه ویریږئ چې خلک یې ستاسو په اړه کوئ خلک حق لري چې ستاسو په اړه هر ډول فکر وکړئ.

۱۲: د نن کار نن ترسره کړئ د سبا کار سبا ته پرېږدئ.

۱۳: هڅه مه کوئ چې ټول خوشاله کړئ که مو دا هځه وکړه ځان خفه کوئ.

۱۴: دعا وکړه مخکې له دې چې له ستونزو سره مخ شې.

۱۵: د هغو احترام وکړئ چې مینه درسره لرئ هغوی وزغمئ چې ستاسو بې احترامي کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button