بزګر (دهقان) :

زګر (دهقان) :

لیکنه : احمدولي صیـــاد

د نړئ هیوادونه د خپل اقتصاد د ترقۍ او پر مختګ لپاره
دې ته اړ دي چې د خپلو شته امکاناتو او شتو سرچینو څخه پوره ګټه پورته کړي.

د نړۍ دا مهال هغه هیوادونه پرمختللي دي چې د بیلابیلو لارو او سکتورونو د پیاوړتیا له امله اقتصادي سوکالۍ ته هڅه کوي او مخ ته ځي.

په نړۍ کې ډېر داسې هیوادونه شته چې د کرنې د سکتور د نه پاملرنې له وجه خپل اقتصادي قوت کمزوری کړی دی، دا چې د کرنې سکتور ته ځیني هیوادونه پاملرنه نکوي لامل یې په هیواد کې د ننه جګړه، غیرې مسلکي ګمارنه او هغه وسایل چې د کرنیز سکتور لپاره په کار اچول کیږي یا نشته او یا په کمه اندازه دي.

زموږ د هیواد ځمکه د کروندې لپاره مساعده ده ځکه چې زموږ هیواد پراخه ځمکې او ډېرې اوبه لري او له بله پلوه زموږ د کلیو او بانډو د وګړو اصلي دنده همدغه کرونده ده ، هغه معلومات او مهارتونه چې اړین دي، د کروندې په پلي کولو کې ورسره شته چې پر مخ یې یوسي.

په تېرو وختونو کې زموږ د هیواد کرنیزو محصولاتو صادرات زیات ول او په داخل د هیواد کې هم په پراخه اندازه یې بازار درلود.

زموږ وچې او تازه مېوې لکه ممیز، پسته، انار، انګور، مڼې، بادام ….. د نړۍ په اکثره هیوادونو کې مشهورې وې ، او زموږ هیواد د کرنیزو توکو د ستر عایداتو څخه برخمن وو.

په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې زموږ ګران هیواد د کورنیو جګړو داسې حالت ته را ستون کړ چې ټول کرنیز محصولات یې د خنډ او ځنډ سره مخ کړ .

دا چې مخکې موږ نورو هیوادونو ته کرنیز محصولات صادرول، اوس مهال موږ خوراکي او د اړتیا وړ توکي د بهر او ګاونډي هیوادونو نه واردوو او ملیاردونه ډالر د خوراکي توکو د وارداتو په بدل کې ګاونډیو هیوادونو ته ورکوو، دغه ټول زموږ د مجاهدینو د رهبرانو د خپل منځي جګړو او شخړو برکت دی .

د کله نه چې د روس د یرغل نه د واک لړۍ افغان مشرانو ته سپارل شوې ده, خپل منځې اخ او ډب له امله د هیواد حالات کړکیچن او تولیدات یې په ټيټه کچه کې کرار لرې، همدغه یې لاملونه دې چې د وګړو کاروبارونه خراب او هیوادني محصولات مو په کمه اندازه تولیدیږي.

هغه بزګران چې د خپلې بزګرۍ په نتیجه کې ښه او زیات تولید په لاس راوړي، د خرص لاو لپاره ورته ښه زمینه نشي برابرولای او نه ورسره موجوده دولت د بزګر د حاصل په خرص لاو کې تر دا مهاله مرسته کړې ده، که څه هم بزګران د دولت مرستو ته ډېر ضرورت لري، خو بیا هم بزګر د خپلو حاصلاتو په تولید کې ډېر کوشش او مهارتونه په کار اچوي، خو د مارکیټ د نشتون او یا د فاصلې لريوالي له کبله د خرص لاو پروسه یې په سمه توګه نشې کولای.

د بزګر د تولیداتو لپاره منظم سټورونه نشته چې بزګر خپل تولید شوی حاصل په سمه او ښه توګه وساتي نو همدا وجه ده چې حاصل په خرص لاو کې کمی راځي، د بزګرانو د حاصل تولید دومره ستونزه نه رامنځته کوي بلکې خرص لاو یې ستره ستونزه ده.

د کیلو او بانډو اوسیدونکي اکثره د خپلې بزګرۍ په حاصل د ژوند ضرورتونه پوره کوي، دوکانداران، هغه ماشینونه چې دوی سره په کرونده کې مرسته کوي ، اکثره یې د خپلو حاصلاتو تولید د خرص لاو وروسته خپل پورونه خلاصوي، او هغه خلک (د دوکاندارانو خاوندان یا د ماشینونو خاوندان) هم په دې پوهیږي چې کله د بزګر حاصل وپلورل شي ، نو خپلې پیسې چې دوی ورته د ضرورت لپاره په پور ورکړي وي، اخلي او یا د دوی د قرض په بدل کې د پیسو پرځای حاصل ورکوي لکه غنم، جوار، ممپلي…..

خو بدبختانه باید ووایم چې د بعضو بزګرانو حاصل دومره نه وي شوی چې دوی دې خپل پور پرې خلاص کړي.

زموږ په هیواد کې د بزګرانو د ژوند لړۍ په پورته ډول چې ما یې يادونه وکړه روانه ده، که چېرته دولت او مسوله اشخاص د دوی ضرورتونو ته په دقت سره پاملرنه ونکړي شاید دغه ستونزې چې اوس په کلیو او بانډو کې شته لا زیاتې شي.

له دولت او مسولیت لرونکي اشخاصو مې هیله ده چې د ولسي وکړو ستونزو ته څومره پاملرنه کړې لا هم جدي ونیسي، تر څو د روانو ستونزو وژغورل شو، او دا هیواد د نړۍ د سترو صادراتي هیوادونو په قطار کې راشي.

د ودان افغانستان په هیله!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button