د ښه ګډ ژوند لپاره څو ارواپوهنیزې مشورې

ژباړن : ارش ننګیال

کله چې د انسان عمر زیاتېږي نو له مخالف جنس سره یې اړیکې کمزورې شي، هغه خاوند چې پخوایې له خپلې مېرمنې سره بې کچې مینه کوله د عمر په ډېروالي یې دغه مینه کمېږي، نو مېرمنو ته څه کول پکار دي چې د خپلو خاوندانو له مینې نه د تل لپاره برخمنه اوسي؟ دا یو شمېر مهارتونو ته اړتیا لري، ترڅو ژوند مو له خوښیو ډک وي له بلې خوا مېندې او پلرونه چې د کورنیو بنسټ او لارښوونکي دي کولی شي چې کورنۍ کې د خوشاله فضا په رامنځته کولو خپل ماشومان ښه و روزي.

زړه وړوونکي اوسئ!

تاسو باید د یوې ښاپيرۍ رول ولوبوئ!
سره د دې چې د ښاپېرۍ د ښایست انګازې تر هر چا رسېدلي دي، خو هیڅ کله هم ځان نه ښکاره کوي.
نو خپل خاوند د ځان مینوال کړئ، ستاسو د لاسته راوړنې لپاره یې لیواله وساتئ! هیڅ کله هم له حد نه دېر خپل ځان مه ور ښکاره کوئ! او خپل وجود مه ور ښایئ! کېدای شي چې په لمړیو کې سرکشه اوسئ، خو ورورسته ارامه او معصومه شئ، له دې سره به ستاسو خاوند ستاسو سخت مینوال شي او تل به تاسو غاړي!

ظاهري جذابیت ولرئ

نارینه وو ته هغه څه مهم دی چې ګوري یې!

ستاسو ظاهري جذابیت به ستاسو خاوندانو کې یو ډول کشش پیداکړي، نارینه د هغه څه جذب کوي چې په سترګو یې ګوري، ښه به دا وي چې خپلو خاوندانو ته خپل ځان ښکلی او جذابه کړی، له واده ورورسته ستاسو تر ټولو لوی مسولیت دادی چې، د خپل خاوند پام ځانته راوړوئ، ګنې ژوند به مو له خواشینیو ډک کوي.
سر بېره پر دې چې تاسو خپل ظاهري ښکلا ته پام کوی، تاسو ته پکار ده د خپل وجود تنساب ته هم پام وکړئ، خپل پوټکي او وېښتانو خيال وساتئ او له رواني پلوه باید پیاوړي او خوشاله واوسئ!

حقیقت دادی چې مېرمن باید په ټولنه کې د خپل خاوند په سلیقه ځان عیار کړي، خو تاسو به د یوې جذابې، خوش لباسه، با وقاره، با عزته، با سلیقه، په ځان باورمنده مېرمنې په توګه خپل خاوند ته ارزښت ولرئ! په داسې حال کې بله ښځه یې په اسانۍ پام ځانته نه شي اړولی.

د خپل خاوند ذوقي او ذهني اړتیا په یاد ساتئ!

په داسې حال کې چې د خپل خاوند د ښې ساتنې کوښښ کوئ، د خپل خاوند ذوقی او ذهني غوښتنې په پام کې ونیسئ!

د خاوند د خوښې رنګونه، د خوښې کتابونه او دا ډول د هغه د خوښې نور توکي باید وپېژنئ! چې کله نا کله یې غافل ګیره کړئ او ور ډالۍ یې کړئ!

د هغه د خوښې خورا کونه وپېژنئ او کله چې له کار یا وظیفې نه کور ته راځي اماده یې کړئ، په دې مانا هغه څه باید وپېژنئ چې ستاسو د خاوند خوښېږي یایې بد راځي او ځان هم ورسره عیار کړئ.

نارینه غواړي په ظاهر کې ځان د ټولو خیر خوا ښکاره کړي خو حقیقت کې هر انسان ځاني خود دی او تر هر څه د خپل ځان فکر ورسره وي، که چېرې تاسو په خپله اندازه ( له حد نه ډېره نه) مینه ورسره وکړئ نو هغه به ستاسو زمیمه شي، په دې مانا چې د ځان کړی به مو وي.

د خپل خاوند احترام وکړئ!

ډيری مېرمنې فکر کوي چې د نارینوو تر ټولو ستره اړتیا له مېرمنو سره جنسي اړیکې دي، خو حقیقت دادی چې هغوی تر هرڅه له خپلې مېرمنې نه احترام غواړي، نو له هغه سره په داسې ډول خبرې وکړئ یا داسې عمل وکړئ چې هغه فکر وکړي، ډېر ارزښت ورته لرئ.
په هغه کې اعتماد په نفس پیاوړی کړئ

نارینه د خپل ظاهر برعکس دي، هغوی غواړي چې تل یې صفت وشي او ونازول شي، د خپل خاوند د افکارو په تایید سره په خپل ځان یې اعتماد پیدا کړئ، ترڅو هرڅه له تاسو سره شریک کړي یا درسره په هر کار کې مشهوره وکړي. که په هوښیارۍ او زیرکۍ سره د هغه خوبیانې ورته ووایاست نو په هغه کې به اعتماد په نفس پیاړی شي او که په شپه ورځ کې یو ځل هم ورته ووایاست چې مینه درسره لرم، کېدای شي ددې لامل شي چې د خوښۍ احساس پکې راپیدا شي.

هغه تشویق کړئ!

کله چې ستاسو خاوند هڅه او کوښښ کوي نو ملاتړ یې وکړئ او ویې هڅوئ!
که چیری ستاسي خاوند نامناسب کار هم ترسره کړي یا هم کومې بدې حادثې سره مخامخ شي یا هم ترې سهوه کېږي، نو پرته له کومې اندېښنې ورته ووایئ چې خیردی بل ځل داسې نه کیږې یا هم دا ډول نورې جملې چې ملاتړ او هڅونه پکې وي.ځکه چې په ګډ ژوند کې دا ډول سلوک ددې لامل کېږي چې ستاسو د خاوند قهر په خوشالۍ بدل شي او د را رونې شخړې مخنیو به هم وشي او که خپل خاوند سره د نظر اختلاف لرئ نو هیڅ کله هم بدې جملې مه کاروئ، ځکه چې نه جبرانېدونکي زیانونو سره به مخ شئ.

حساس اوسئ

د خپل خاوند پر وړاندې حساس اوسئ، دا به ستاسو جذابیت لا ډېر کړي، د بېلګې په توګه، د خوب به بستر کې حساس اوسئ، د خاوند په اړتیا او غوښتنه باید ځان پوی کړئ او که چېرې ستاسو خاوند جنسي کمزورتیا سره مخ وي، نو دا راز هیڅ کله چاته مه وايئ! ځکه دا به ستاسو خاوند ته تر ټولو بده سزا وي. د خپل خاوند د کړو صفت وکړئ او ووایئ چې یو ځای ژوند نه ورسره خوند اخلئ، په دې توګه هغه به لا پیاوړی او خوشاله شي او تاسو به هم خپل ګډ ژوند نه راضي اوسئ.

تجربه تر لاسه کړئ او ترې ګټه واخلئ!

ښکلې او په زړه پورې جامې واغوندئ چې د خاوند پام مو در واوړي او وهڅېږي، بیا نو د لږ وخت لپاره بې تفاوته شئ، که چېرې هغه تاسو سره د مینې اظهار کوي نو خبره یې ومنئ! له دې سره به ستاسو ترمنځ د هر وخت لپاره مینه دوام ولري.

چابکه اوسه

اجازه مه ورکوئ چې تل هغه مخکې شي.
سره له دې ټولو خبرو چې ومو کړې، ښه ده چې کله نا کله تاسو تر خپل خاوند مخکې شئ، دا ددې لامل کېږي چې خاوند مو مني چې تاسو یې د تل لپاره غواړئ. دا هم ذهن کې وساتئ چې هیڅ کله له خپله حده پښه وانه ړوئ، ځکه نارینه د هغو مېرمنو غوښتونکی دي چې دوی ته لږ میلان ښکاره کوی، نارینه د اړیکو په ټینګولو کې لږ څه وخت ته اړتیا لري، پکار ده چې هغوی درک کړئ صابره اوسئ او له یوبل سره همکاري وکړئ.
د دا او دا ډول نورو لارو چارو عملي کولو سره به ستاسو د اړیکو دیوال دومره پیاوړی شي په اسانۍ په نه چپه کېږي او د تل لپاره به په خپل ځای ولاړ وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button