د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

ریاض مقامزی
انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو.
د ټولنې يوه ډله پوه خلک (لیکوال او شاعران) بیا د عامو خلکو په پرتله دې ټکو ډېر متوجه وي او متفاوت نظر لري. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو د ژوند او انسان په اړه د نړۍ د نامتو لیکوالو فکر وګورئ، چې هغوی ته انسان او ژوند څه معنا لري.

د ژوند په اړه د لیکوالو نظريې
۱. ژوند یو امانت دی، چې خدای تعالی بشر ته ورکړی دی، دغه امانت په ښه ډول وساتئ! “اناتول فرانس”
۲. ژوند څه شی دی؟ یوه بيداري ده، چې يوه شېبه اوږدېږي او بېرته په خوب پورې نښلي. “لامارتين”
۳. نېکي او بدي اړیکې سره لري او ژوند د تضادونو او نا همغږيو تر قانون لاندې راغلی دی. “بالزاک”
۴. خوښي له ژوند سره د جګړې تر ټولو ښه وسله ده. “اناتول فرانس”
۵. ټولې تراژيدۍ په مرګ پای ته رسېږي او ټولې کمېډۍ په مینه او ملګرتيا. “بایرون”
۶. د ژوند تېرېدو ماته دا را زده کړل: انسان معمولا هغه شیان له لاسه ورکوي، چې د هغو له درلودو څخه ډاډمن وي. “توماس الیوت”
۷. انسان نه شي کولی، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي. “وولف”

د انسان په اړه د لیکوالو نظریې
۱. انسان هغه څه دی، چې دی یې له خپله ځانه جوړوي. “سارتر”
۲. انسان کولای شي له پراخو سمندرنو څخه تېر شي مګر له خپله ځانه نه شي تېرېدلای. “هوراس”
۳. کار انسان له درېيو بلاګانو څخه ژغوري؛ غم، غریبي او احتیاج. “ولټر”
۴. انسان د خپلې ټولنې او طبیعي چاپېريال محصول دی. “بالزاک”
۵. ناکام انسان انرژي نه، هوډ او اراده نه لري. “هوګو”
۶. یو انسان له خپلو پوښتنو څخه پېژندل کېږي، نه له خپلو ځوابونو څخه. “ولټر”
۷. انسان ددې لپاره چې قضاوت پرې و نه شي، د نورو په اړه قضاوت کوي. “البرټ کامو”

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button