کار او تدبير د هوسا ژوند بنسټ دی

ژباړه: فاطمه صالحي

تدبير د کارونو د پايلو په اړه فکر کول او له هغه څخه اټکل کول دي چې راتلونکي کې به څه پېښ شي. د یوه شخص لپاره د چارو اداره کول او تدبير دادی چې د کار د ترسره کولو طريقو، ستونزو او پايلې په اړه فکر وکړي. د څو کارونو يو ځاي او منظم کول په داسې طريقه چې هر يو په خپل ځاي، وخت کې ترسره کړای شي.

تدبير په ډيرو مواردو کې کېدای شي مثلا: د کور تدبير: چې دا په مادي معنوي او مالي ډول د کورنۍ ژوند منظمول دي. يعني د کورنۍ ژوند چارې او چلندونه په داسې ډول سمبالول تر څو د کورنۍ د غړو د هوساينې او ارامتيا لامل وګرځي.

د پلان يا تدبير اهميت:

پدي کې هيڅ شک نشته چې د ژوند د چارو اداره کول د هر انسان لپاره يو د مهمو فعاليتونو څخه دی او هغه څه چې نن ورځ ورته بشري ټولنه اړتيا لري هغه د قانون او وخت سره سم د کارونو ترسره کول دي.

تدبير يو جامع برنامه ده چې د انسان دنيوي او اخروي ژوند ښيکڼې او هوساینې پکې نغښتې دي. ځکه چې تدبير د انسان د ژوند ټول مادي، مالي، معنوي، او اخلاقي اړخونه د فرد او ټولنې ته په کتلو سره څيړي.

لدې ځايه بايد د خپل ژوند د چارو په تنظيمولو کې د ډير غور او دقت څخه کار واخلي٬ په تقدير او بريا باور ولري او هدف ته د رسيدلو په لاره کې د ستونزو پر وړاندي زغم ولري. لکه چې قرآن همدا زیری مؤمنانو ته ورکوي او فرمايي: (( وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)) [سورة هود آیت 115]

ترجمه: او ( اۍ محمده ( علیه الصلاة والسلامه) ته صبر وکړه، بېشکه چې لوی پروردګار (جل جلاله) د مُحسنینو (نیکي کوونکو خلکو) ښېګڼې نه ضایع کوي.

نظم او دسپلين د ژوند د تکلاري په توګه:

الله تعالی دا کائنات په منظم ډول پيدا کړي دي او هر څه ته يې خپله دنده سپارلي ده. پر همدی اساس د انساني ژوند دوه مهمې برخې هغه د ژوند د طريقو ترتيب او منظمول دي. په داسې ډول چې هر کار په مناسب وخت او ځای کې ترسره کړل شي پدې شرط چې د بل کار مخنيوي ونکړې.

رئيس او مدير هغه څوک دی چې خپل کارځای نظم ساتي د نن کار تر سبا پورې نه ځنډوي. ځکه هوښيار انسان پوهيږي چې هره ورځ خپل کار او فعاليت لري چې بايد په همغه ورځ کې ترسره شي. د لقمان حکيم په نصيحتونو کې راځي: « پوه شه چې که سبا د الله (ج) پر وړاندې ودريږې نو د څلورو شيانو په اړه به درڅخه وپوښتل شي: ستا ځواني چې په څه کې دې مصرف کړې٬ ستا عمر چې په څه کې دې ختم کړی او ستا مال چې څنګه دې ترلاسه کړی او څه کې دې خرچ کړی٬ نو ددې ځواب ورکولو ته تيار اوسه!.

پدې کې هېڅ شک نشته چې د نظم او دسپلين لرونکی مدير تل پدې هڅه کې وي چې د ادارې چارې څنکه په ټاکلي وخت کې بيغر د تخلف څخه ترسره کړای شي!، تر څو د اداې حيثيت وساتل شي چې پر همدې اساس هغه په ټولنه کې د يو محبوب او ستر شخصيت او مقام څخه برخمن کيږي.

ټول هغه فعاليتونه چې انسان يې د هوسا ژوند په موخه ترسره کوي او د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ د کار ويش دا ټول د نظم او دسپلين له اصولو څخه شميرل کيږي.

کار او شخصيت جوړونه:

پدي کې هيڅ توپير نشته چې سخت کار او نه ستړي کيدونکې هڅه د ژوند د اداره کولو له اساسي تګلارو څخه دي چې د انسان د شخصيت جوړونې٬ د هوسا او مثبت ژوند د ارزښت پياوړي کولو وسيله ده. په عين وخت کې دا په يو ډول د بدني٬ عقلي٬ او ذاتي قدرت اداره او پياوړي کول هم دي.

د طيبعت د قانون پر اساس اقدام٬ حرکت٬ کار او ستونزې د انسان په ژوند کې اړين څيزونه دي. چې هر انسان بايد کار ترسره او د ستونزو سره مبارزه وکړي.

د انسان ژوند له اړتياوو څخه ډک دی او د امکان تر حده په طبيعت کې د شته شتمنيو څخه خپلې اړتياوې پوره کولی شي. يقنيا چې دغه شتمنۍ د سروزرو د تيارې شوي تختې ندي، بلکې طبيعي زيرمې دي چې څخه ګټه اخيستنه ورڅخه کار او زيار ته اړتيا لري. ددې لپاره چې د انسان د ژوند اړتياوې پوره٬ د فقر او بېوزلۍ څخه خلاصون ومومی د طبيعت قانون د هغه انفرادي او ټولنيز ژوند سيستمونه بدلوي.

د انسان د شخصيت وده او د ټولنې پرمختګ د اوسيدونکو په هڅو او فعاليتونو پورې تړلي دي. نو هغه ټولنه چې په هغې کې سخت کار او فعاليت نه وي٬ اوسيدونکي يې سست او ټنبل اشخاص وي. دغه ټولنه به هيڅکله هم د پرمختګ ليدونکي ونه اوسي. په همدي اساس د تيروتنې له وجې د کار او فعاليت پريښودل د لټۍ او سستۍ سبب ګرځي چې دا د غوره شخصيت جوړونېاو د ټولنې د پرمختګ مخنيوی کوي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button