د پاکستان د آی اس آی په پلمو اوس عوام هم پوهیږي

سید عبیدالله نادر

د پاکستان د آی اس آی په پلمو اوس عوام هم پوهیږي:

د پاکستان د ګړنګ پرغاړه له کتابه څخه ،ژباړڼ : ډاکټر ځلاند ،د پاکستان د وتلي خبریال احمد رشید لیکنه
اتم څپرکی :پاکستان :ماتې ،جرمونه او غلطۍ تر عنوان لاندی ۲۴۳ مخ
د پاکستان په پلمو عوام هم پو هیږي ،

د پاکستان عوام د آی ، اس آی په پلمو او او خبرو ښه پوهیږي ،د کانګرس د استخبارتو د کمیټي مشری ( دایان فینستسن) په ۲۰۰۹ کال کې د فبروری په ۱۲ د پاکستان له دوه رنګۍ او منافقت نه په سختو ټکو کې پرده اوچته کړه ،(تر کومه چې زه پوهیږم ،دا بی پیلوټه الوتکې له پاکستان څخه پرواز کوي ) یو څو ورځي وروسته له لندن څخه خپریدونکي د ټیم مجلي د بی پیلوټه الوتکو انځورونه چې د پاکستان د بلو چستان په شمسي هوایي ډګر کې ،ولاړې دي ،په خپله ګڼه کې خپاره کړل ،نه یواځي د پاکستان د پوځ استخباراتو له دوی سره مرسته کوله ، دا امریکایي اوتکي له پاکستان څخه الوتي ، تر څو په پاکستان د ننه بمباري وکړي ، د سی ، آی ، ای ، منافقت هم په کې شامل وو ، پاکستانیان وروسته له هغه ډیره غوسه شول ،کله چې د سپینې ما ڼۍ د تر هګرۍ سلا کار (جان برینان) ادعا وکړه چې په یوه کال کې هم ، کومه وژنه د بی پیلوټه الوتکو له امله نه ده رامینځ ته شوي ، د نوي راپورونو له مخي سی ، آی ، اي په دې باور ده چې بی پیلوټه الوتکې شپږ سوه کسان وژلي ،او یو یې هم ملکي یا بی ګناه کس نه دی ، داۍی یوه ادعا چې پاکستانیان او افغانیان یې نه مني ،
د پاکستاني پوځ غوسه د آمریکا په وړاندی د آمریکا او پاکستان تر مینځ ، د باور له نشتوالي سره ترتله کیدای شي ، د ۲۰۱۱ په اپریل کې د کانګرس په راپور کې سپینې ماڼۍ وئیلي : چې پاکستان د اوباما د پوځ د زیاتولو د ستراتیژۍ سره هیڅ کومه مرسته ونکړه ،او دا چې پاکستانی پوځ د طالبانو په ماتولو کې پاتي راغلی دی ،پوځ درې ځله هڅه وکړه ،چې طالبان له مهمند ایجنسي نه وباسي ،د کوم په اړه چې راپور وايي (دا د پاکستاني پوځ او حکومت د ناکامیدو ښکاره نښه ده ،تر څو سیمې د تر هګرو له راګرځیدو وساتي ) راپور رانغاړې چې پاکستان کې د جګړه مارانو د ماتولو له پاره هیڅ کومه روښانه تګ لاره نشته ،سره له دې چې ۱۴۷۰۰۰۰پوځونه یې د همدې دندی له پاره په سیمه کې ګمارلي دي ،)پاکستان دغه راپور رد کړ ،وې وئیل :چې امریکا په افغانستان کې د خپلي ماتې پړه په دوی ور اچوي ،خو حقیقت دا دی .چې د پاکستان پوځ نه غوښتل چې په کافی اندازه پوځ او هوایي ځواک په فاټا کې په دنده بخت کړي ،او نه یې غوښتل چې په دغو ډلو پسي وخوځیږي .کومو ته چې د حقانی د ډلي په ګډون دوی د ملګرو په سترګه کتل ، د همدې دوه ګونو معیارونو له مخي پاکستان خپل د سواټ بریالیتوب په نورو ځایو کې نه غواړي عملي او کاپی کړي ،
د فاټا خطرناک حا لت د ابوبکر صدیق چې د سیمی یو پیژندل شوي ژورنالیست ګڼل کیږي ، په ښه توګه وړاندی کړی ، ( له یو ملیون څخه زیات د فاټا اوسیدونکي د جګړې له امله بی کوره شوي ، لسګونه نه بلکه زرګونه پوځیان له جګړه مارو سره په سیمه کې په جګړه بوخت دي ، په زرګونه د جګړې په اوږدو کې ، چې اوه کاله کیږي دوام لري وژل شوي ،او دارنګه قبایلي مشران یا ووژل شول ، او یا له سیمي څخه په تیښته اړ شول ، د فاټا حالت لکه څنګه چې ، د نور پاکستان هم ورته وروسته پاتي حالت دی ، د روغتیا ، تعلیم او نورو بشری پرمختګونو د کمښت له مخي په آسیا کې تر ټولو په ټیټه کچّ پاتي سیمه ده ، او د دي سیمي ستراتیژیک موقیعیت ته په کتو او دا رنګه د تر هګرو د پټنځای له مخي لا هم د جګړې ډګر پاتي شي )
په فاټا کې د سیاسي اصلاحاتو د راوستلو او عملي کولو خبري ،له ۲۰۰۱ څخه پیل شوي ،خو تر دې دمه هیڅ هم د کوم حکومت په وسیله نه دي تر سره شوي ، فاټا ډیره اړتیا درلوده چې د پاکستان د دولت برخه ګرځیدلي وای د یو ځانګړي او جلا دولت په توګه او یا هم د خیبر پختونخواه د ولایت د برخي په توګه د نوموړي سیمي د انګریز د وخت قانونونه باید د پاکستان د دولت له قانون سره یو ځای شوي وای ، او دا رنګه کوم خدمتونه چې پاکستان خلکو ته د تعلیم په برخه کې ، دروغتیایی آسانتیاوو ، او نورو په برخه کې شته ، باید د فاټا په اړوند سیمو کې هم پلي شوي وای .او د فاټا اوسیدونکو ترې ګټه پورته کړی وای ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button