ښوونه او روزنه او د هويت په ساتلو کې د مورنۍ ژبې رول

ژباړن: ډاکتر محمدالله محمد

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې موږ يي له مور او پلار او خپلو خپلوانو څخه زده کوو. يو ماشوم د مور په زيلانځ (نس يا رحم) کې د مورنۍ ژبې سره اشناکېږي، له پيدايښت څخه را وروسته کله چې يو ماشوم وژاړي او مورپه خپله اصلي ژبه ورسره خبرې وکړي نوماشوم به د مور خبرو ته غوږ ونيسي او ژړا به بس کړي. يو ماشوم د وخت په تېرېدو سره خپله مورنۍ ژبه په بيا بيا اورېدو يادوي او په کرار کرار ورباندې ګړيدل زده کوي او په دې ډول خپله مورنۍ ژبه يادوي. په مورنۍ ژبه ماشوم خپل احساسات د خپل شا او خوا کسانو په اړه څرګندوي، له نورو سره اړيکې جوړوي او په دې ډول توري او الفاظ تبادله کوئ، خاندي، ژاړي، د مسايلو په هکله مخالفت او همداراز بحث کوي.

يو ماشوم (البته نجلۍ او هلک دواړه) يوازې او يوازې د ځان شا او خوا نړۍ په اړه زده کولای شي او بيا د خپلې مورنۍ ژبې په وسیله د هغه په اړه خبرې کولای شي. په مورنۍ ژبۍ باندې په خبرو يو ماشوم له يوازيتوب څخه ځان ژغوري او په دې ډول له نورو سره اړيکې ټينګولاي شي. کله چې د يو څه په اړه سو چ کوو نو په اصل کې موږ په چوپ او غلي ډول له خپل ځان سره خبرې کوو او کله چې خبرې پيلوو نو موږ بيا هغه څه چې په پټه خوله مو سوچ کاوو نو هغه د غږ په ډول څرګندوو. کله چې موږ په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوو نو زموږ د دماغ او ژبې ترمينځ نېغ په نېغه اړيکې رامينځ ته کېږي.کله چې په مورنۍ ژبه په بېلابېلو مسايلو بحث کوو نو په دې وخت کې مو د زړه، دماغ او ژبې ترمينځ اړيکه ټینګېږي. دا په دې ډول چې دا بحث او خبرې په يو ډول زموږ د تېرو يادونو، خاطرو او تجربو څرګندويي کوي چې زموږ احساسات او عواطف را پاروي او په دې ډول موږ خپه او يا خوشاله کوي او يا مو کينه کښ او يا د راتلونکي لپاره په تمه کوي. هغه خبرې او سوچونه چې مو ذهن کې را څرخي نو دا زموږ احساساتو ته يو ژوند ورکوي چې بيا مو ژبه له نورو سره نښلوي.

په ورته ډول کله چې موږ په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوو نو يو درې اړخيزه کړنلاره چې د زړۀ، دماغ او ژبې څخه عبارت دي رامينځ ته کېږي چې دا په انساني غريزې او طبيعت پورې تړاو لري. د دې په اساس مورنۍ ژبه يو ه داسې کيلي ده چې د هغې په مرسته زموږ داخلي نړۍ ته ور پرانيزي او دا نړۍ نورو ته ښايي زموږ هيله، عيب، کمال او مهارت او نور ټول پټ خويونه او خصوصيات نورو ته يوازې او يوازې د مورنۍ ژبې په مرسته څرګندېدلاى شي. يو ماشوم د خپل عمر په لومړيو پنځو کلونو کې ٨٠% هغه معلومات ترلاسه کوي چې بايد هغه يې له خپلې کورنۍ څخه ترلاسه کړي او شپږم او اووم کال د هغه د ښوونځي کال دى.

په دې مهال کې ماشوم له دوه ډوله حالتونو سره مخامخ کېږي:

ماشوم په ښوونځي کې په خپله مورنۍ ژبه باندې تعليم ترلاسه کوي
ماشوم په بشپړ ډول په بېله ژبه باندې چې د نوموړي له مورنۍ ژبې سره توپېر لري تعليم ترلاسه کوي.
ښوونځى د يو ماشوم د شخصيت په جوړولو کې ډېر ستر او حياتي ارزښت لوبوي دا ځکه چې ښوونځى د کورنۍ او ټولنې ترمينځ پلونه جوړوي ترڅو په دې ډول هر هغه څه چې ماشوم يې په کورنۍ کې زده کوي پر هغه باندې مسلکي وړتيا ورزياته شي او د ماشوم د بدن په غټېدو او روح په ځواکمن کېدو سره نوموړې دې ته تياروي چې دا خپله وړتيا په ټولنه کې څرګنده کړي او ي ټولنيز ژوند وکړي.

يو ماشوم چې په خپل کور کې کومه پېژندنه او تشخص لري هغه د خپلې مورنۍ ژبې له امله ورپه برخه شوی دی. له يو ماشوم سره په خپله مورنۍ ژبې خبرې کول د دې لامل ګرځي چې موږ هغه په خپله ټولنه کې د خپلو مسوليتونو څخه خبر کړو، کله چې يو ماشوم اول ځل په ښوونځي کې خبرې کوي چې دا د نوموړي له خپلېۍ کورنۍ څخه لومړنى بېلتون څرګندوي نو په دغه وخت کې يو لړ نيک او ګلالي احساسات له هغه سره مل کېږي، دلته ماشوم د اول ځل لپاره په رسمي چاپېريال کې را څرګندېږي چې تر دې مخکې يي په اړه هيڅ نه پوهيده، دلته ماشوم ټولګي ته له نېکو احساساتو سره ننوځي او په عين وخت کې ښوونکى هم ټولګي ته ننوځي او په خبرو پېل کوي.

ښوونکى ډېر لوړ مقام لري نو ځکه ماشوم دهغه عزت او احترام کوي. په هر حال کله چې ماشوم د يوازيتوب او پرديتوب له ګډو احساساتو سره مبارزه پېل کوي نوموړي ته په شا او خوا کې خپل خپلوان نه تر سترګوکېږي خو هغه يو ملاتړى ځواک له ځان سره لري چې دا ځواک له نوموړي سره مرسته کوي چې له نورو سره اړيکې ټينګې کړي او ورته دا وړتيا وربښي چې له يو پردي او نا اشنا چاپېريال سره په څه ډول مبارزه وکړي، دا ملاتړي، مرستندويه او د ژغورنې ځواک د نوموړي مورنۍ ژبه ده چې د هغه په ملتيا او مرسته دي ځان ژغوري .د خپلۍ مورنۍ ژبې په مرسته ماشوم له نورو سره اړيکې ټينګوي او تر دې چې له پردو خلکو سره هم اړيکې ټينګولاى شي. نوموړي ښوونکى نه پېژني بلکه هغه د ښوونکي ژبې سره بلديت لري او د نوموړي په رڼا کې له يو بل سره پېژني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button