د سفر پر مهال کوم ټکي باید په پام کې ونيسو؟

ریاض مقامزی
سفر د ژوند په اوږدو کې خوندورې خاطرې را پرېږدي. د سفر مهمه ګټه دا ده، چې موږ د نورو سیمو او هېوادونو له خلکو، فرهنګ، او ارزښتونو سره آشنا کوي. خو دا اړینه ده، چې د یوه ښه او محفوظ سفر لپاره باید ځينو ټکو ته پام وکړو.
په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د سفر اړوند ځينې مهمې لارښوونې چمتو کړو.

روغتيايي سپارښاتنې
ـ د خوړو په برابرولو او همدارنګه د رسټورانټونو په انتخابولو کې ډېر دقیق اوسئ. په ځانګړې توګه هغه هوټلونه او ریسټورانټونه چې په لویو لارو کې موقعيت لري.
ـ په اوږدو سفرونو کې داسې خواړه له ځان سره واخلئ، چې ژر نه خرابېږي/سخا کېږي. ځکه کېدای شي تاسو ډېر ځله خواړو ته اړتيا پيدا کړئ او که خراب خواړه وخورئ ستاسې روغتيا ننګولی شي.
ـ د څښلو پاکې اوبه له ځان سره ولرئ. د لارې په اوږدو کې کېدای شي ځينې ځايونو کې اوبه پيدا کړئ خو داسې اوبه چې سر یې لوڅ وي هېڅکله مه څښئ.
ـ ضد عفوني مايع او یا هم صابون له ځان سره ولرئ. که ستاسو لاس له سیټ او یا د ګاډي له نورو برخو سره ولګېږي په صابون او ضد عفوني مايع يې ومينځئ. دا کار ستاسو روغتيا ډاډمنوي.
ـ له چټلو ځايونو سره مو د لاس لګېدلو ته پام وکړئ. کوښښ وکړئ پاک ځای وټاکئ که بیا هم ستاسو لاس خيرنېږي، په اوبو او صابون یې پرېمينځئ.
ـ هغو سیمو ته چې وایروسي ناروغۍ په کې خپاره شوي وي، مه ورځئ. که کار مو اړین وي کوښښ وکړئ بازار او ګڼه ګوڼو ځايونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ.
ـ که د کرونا په څېر ناروغۍ ګډې وي، ماسک واچوئ او ټولنيز واټن په پام کې ولرئ.

د موټر چلولو اړوند لارښوونې
ـ د یوه محفوظ سفر لپاره اړينه ده، چې مناسبه لاره وټاکو. نو که تاسو کومې سيمې ته ځئ، د ګوګل ميپ له لارې یې عمومي واټونو او سړکونه په نښه کولای شئ.
ـ په هغو ورځو کې چې عمومي وضيعت او یا هم د هوا حالات ښه نه وي سفر مه کوئ.
ـ په لاره کې ترافیکي اشارو او قوانينو ته پوره پاملرنه ولرئ. ګنې له خطرناکو ستونزو او پېښو سره مخ کېدای شئ.
ـ که بې خوبه یئ، هېڅکله موټر مه چلوئ.
ـ د شپې له خوا د موټر چلونکو د سترګو ديد کمزوی کېږي. نو د سفر لپاره بهترین وخت ورځ وي.
ـ د چټک تګ څخه ډډه وکړئ. کوښښ وکړئ، چې مناسبه چټکټيا ولرئ. دا مه هېروئ چې ناوخته رسېدل له نه رسېدو څخه غوره ده.

د موخې اړوند اړين ټکي
ـ وړاندې له سفر څخه باید بشپړ معلومات پيدا کړئ. د سیمې د خلکو او کلتور په اړه وپوښتئ تر څو له کومې ستونزې سره مخ نه شئ. ممکن ستاسو عادي رفتار په بله سیمه کې بد وګڼل شي.
ـ که داسې سیمې ته ځئ، چې د خلکو ژبه بدله وي نو کوښښ وکړئ ځينې عام کارېدونکي الفاظ زده کړئ. د ستونزو په وخت کې ډېره مرسته درسره کولای شي.
ـ د ځای د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړئ. مه هېروئ چې ستاسو ژوند له هر څه ډېر مهم دی.
ـ که غواړئ د شپې چکر ووهئ، حتمن د سیمې یو لارښود له ځان سره ولرئ. تر څو سمه لارښوونه مو وکړي او له خطراتو مو خبر کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button