د تورپنجاب تورو لیونیو سپیو په افغانانو مین یو انټرناسیونال ستر انسان وداړه !

ستر انټرناسیونال، رښتينی افغانپال ، خواخوږی بشرپال د افغانستان د وچو دښتو د ښیرازی اود ګنبيري د شنوبڼود پنځولو،ژمن بڼوال د مرواريد کانال اود کونړد څپانده مست سيند د رڼواوبود بهانده کانالونوهوډمن معمار ارواښاد کاکا ناکامورا !
د ښکلو ګلونو په ګیډیواو د درنښت د شمو په بلولواوروښانولو ستا د وجاهت اوصلابت لومړی تلین نمانځو.
یادونه اوخاطرې دې د پیړیو،پيړیوپه پوړیو کې د افغان ولس په زړونوکې تلیاد اوځلانده اوسه .

د بسم الله اکبري پخواني لیکنه
دا افغانپال اوبشرپال سترشخصیت اوافسانوي رښتینی اتل افغان جاپانی تیتسونــا کــا مــورا دی چې جګړه ځپلي هیواد افغانستان ته د چوپړپه لاره کې یې خپله متفکره درنه کــکرۍ قربان او نـن سهار خپل کارځای ته د تلوپه مهال د خپلو دریوتنو ساتونکو، موټرچلوونکي اود خپل همکارسره په ډیره نامردی اونه بښونکي وحشت سره ووژل شول . پنځه تنه افغانان د پیښې په مهال شهیدان او ارواښاد نـاکـا مــورا د نـنګرهار په هوایې ډګر کې الوتکې ته نیږدې ساه ورکړه او د همیشنې بهار زرغون خو ټپي،ټپي نـنګرهارد سمسورتیا اولاښکلا بې شمیره ارمانونه یې له ځان سره یووړل اوهغه مهربانه اوله خواخوږیو ډک زړه څخه د ده په نه ستړي کیدونکو هاندوهڅوخړوب د نارنج ګلونوشنه ،سمسورباغونه د ښيوې اوکامې ګلکڅونه نیمګړي ،نیمه خوا پاتې شول د کونړونوبهانده سیند په ویر اوژړا دی چې د هغه په څپانده ،رڼواوبو مین انسان او د لوی نـنګرهارستر بڼوال یې له لاسه ورکړ.
افغان ولس د تاريخي دوست هیواد جاپان په بیلابیلوپرمختیایې اوپراختیاېی برخوکې په میلیاردونوډالره مرستې هیڅکله نه هیروي او د افغاندوستۍ په دغه لوی بهیر کې ناکامورا د افغان اوافغاني تابیعت افتخار ترلاسه کړی اوپه ځانګړي مینه اونه ستړي کیدونکومنډوترړوله کلونو،کلونوراهیسې د لوی نـنګرهارد سمسورتیا او د کر کیلي د بندونواوخړوب کانالونوپه جوړولواواحداث بوخت و.په دې لاره کې یې په ۲۰۰۸ کال کې خپل همکار ورور هم په نامردۍ ووژل شو او د هغه مړۍ په درنو مراسمو د جاپان دوست هیواد ته ولیږدول شوخو ناکا مورا د خپل ورورغم او بیلتون ناهیلی نه کړپه لاهوډمنه اراده اواوسپنیزو تکلونو یې د لوی نـنګرهارد لاښیرازی اوسمسورتیا په لاره کې تر همدې نـن ۴-۱۲-۲۰۱۹ سهاره پوري هلې ځلې وکړې .
افغان ولسمشر د هغه د سترو کارنامواوناپایه چوپړونو له کبله د افغان جاپاني په لقب اوتابیعیت ونازاوه او د سترو هیلوخاوند ناکا مورا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه افغانپال اتل په توګه خپله سرښندنه ثبت اوهیله ده چې په لوی نـنګرهارکې د ښیوې او کامې کانالونه د ده په نوم یاد اویو مرمرین تندیس اومجسمه یې جوړه اوتلپاتې یاد یې د نارنج د ګلونوپه ګیډیوتل ونمانځل شي.
تورلنګي پنجابیان به نـن د توروسپیود داړلوله کبله د کونړ د بهانده سیند د اوبو د مهارولواوکانالونو د جوړولوافغانپال نـــــــــا کــــــا مـــــــورا په وژنه د خوشالۍ جشن نمانځي او د بې غیرتۍ او بې نـنګۍ د ډبل،ډبل چارواکواوزورواکود غفلت اوځانځانۍ له کبله به دا هدفي وژنې اوویرونه تر مودو،مودو روان وي.
د ناکا مورا سره ملګروپنځوتنوشهیدانوسپیڅلي ارواګانې دې تل ښادې اویادونه یې تل تاند اوځلانده اوسه.
ستر انټرناسیونال ،بشرپال اوافغانپال نــــــا کـــا مـــورا !
ستا د وجاهت اوصلابت سترمقام ته د اعزاز اودرنښت سرټیټوم . تاسوپه خپله اتلواله سرښندنه افغان ـ جاپان تاریخي دوستې لا پیاوړي کړه اوتاسود ټولوافغانانوپه زړونو کې اوسی.
د همیشه بهارپه ګلونواوسمسوروګلکڅونومین بلبله !
آرام ویده شه او د پردیسۍ له لیرې دیاره مې په تړمو،تړمواوښکولمده ګلان قبول کړه.
آه! آه! څه نامرده دوښمن اوترڅونامرده مرګونه !
د افغان ولس د کورنیواو بهرنیودوښمنانود نابودۍ اورسوایې په هیله.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button