په کورني ژوند باندې د سګرېټوناوړه اغیزې

ژباړه: محمد خالد ملکزی

که څه هم چې د( سګرټو اغیزې او تاثیر ) موضوع یوه پراخه موضوع ده،داځکه چې سګرټ اونشه يي توکي هم په فردي ( وګړیز ) ژوند،هم په کورني ژوند او هم په ټولنیز ژوند ډیرې بدې او منفي اغیزې لرې ، خو دلته په دی لیکنه کی یواځې په کورني ژوند د سګرټو د ناوړه اغېزو په اړه څو کرښې لیکو.

ډیرو درنولوستونکو!

نن په ګرده نړۍ کی په میلیونونو خلک په سګرټو او نورو مخدره موادو باندې روږدي دي ،او راز راز نشه يي توکې استعمالوې، په ځانګړی توګه د چین په شرقي سیمه کې چینایان سګرټ دنورو مخدره موادو سره یو ځای کاروي،خو دنشه يي توکو د استعمال له کبله په هرو لسو اشخاصو کي ۳یا ۴یې ضرور د مرګ کومې ته لویږې.

د سګرټو لنډه تاریخچه :
دسګرټو دغه مشهوره ګیاه په ۱۷میلادي پیړۍ کی رامنځ ته شوه، او له دې مخکې خلکوددغه بوټي سره آشنایې نه درلوده . داسی وېل کیږې هغه چا چې تنباکو کشف کړل ، کرسټف کولمب نومیده ،نوموړي د امریکا دکشف تر څنګ ، یو لړ سور پوستو خلکو ته هم متوجه شو چې په پراخه کچه تنباکو او سګرټ څکوي .

اروپا هم لا تر ډیره مهاله تنباکو نه پېژانده ، تر دې چې په ۱۵۵۹میلادي کال کې د نیکوت په نامه یوه فرانسوۍ کشتۍ تنباکو فرانسې ته د لومړی ځل لپاره راوړل ، نو له همدې کبله دخانېاتو د نېکوتېنو نوم خپل کړ. تر دې وروسته دسګرټو لړۍ تر عربي نړۍ وغځېده ، او بیا یی په نورو ټولنو کی هم ترویج ومونده ، خو عموما په شتمنو او بډاېو خلکو کی د سګرټو ،چرسو او نورو مخدره موادو استعمال زیات لیدل کیده .

په کورني ژوند یې ناوړه اغیزې :
په کورنې ژوند کې د اولاد په وړاندی دوالدینو د دخانېاتو او سګرټو استعمال ددوې په راتلونکې ژوندډیری بدی اغیزی لرې،ځکه چی اولاد خپل موراوپلار د ځان لپاره دژوند غوره بیلګه او نمونه ګڼې ،او په دغه مرحله کی یی تقلید کوې ، نوهرکله چې مشکل په دوې کې وي ، دابی پروایی پخپله داولاد په سرنوشت باندی دلوبو کولو پرته بل هیڅ څه نه دی .

نو دمور او پلار مسؤلیت دادی چې د خپل اولاد لپاره دسعادت او نیکمرغۍ لاری چارې ولټوي ، او دسګرټو او نورو نشه یی توکو څخه چې هم مالي او هم ځاني تلفات لري،په کلکه ترې ځان وژغورې. اوهغه حدیث ته باید ځیر او متوجه وي چې د قیامت په ورځ به ددوي نه دمال د مصرف کېدو دکیفیت پوښتنه کیږي،او دعمر په اړه به تری پوښتل کیږي چې خپل قیمتي عمر یی په کومو بوختیاو کې تېرکړیدی . او بل داچې هر هغه څوک چې خپل مال په بی ګټو چارو کی مصرفوي ، په قرآن عظیم الشان کی ورته د (( اخوان الشیاطین )) کلمه استعمال شوید.

کیف بانک دنړۍ د مشهورو رنځپوهانو او د نوم وتو ډاکټرانو څخه دی ، نوموړی په دی نظر دی چی نن په نړۍ کی د مرګونو زیات لاملونو دهمدغو نشه یی توکو زیږنده ده..

نوویلای شوچې دسګرټو استعمال انسانی ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي، ،ځکه ددی په دوامداره استعمال سره۹۰ ٪ انساني سږي متضرره کیږي.

اونن په نړۍ کی ۲۵ ٪ (سلنه) د زړه بیمارۍ غټ لامل همدا مخدره موا دي،ور سره جوخت نور بدني زیانونه لکه د خولې بدبویی ،د غاښونو زیړوالی،او دمعدې زخمي کیدل او داسی نورې مزمنې بیمارۍ رامنځ ته کوي . او دا چې د سګرټي انسان ورځ تر بلې کمزورې کیږي ، او رنګ یی هره ورځ زیړیږي.

بل لوري ته تنفسي مجرا بندوي، او تنفسي مشکلات را منځ ته کوي ،د زړه ضربان ورسره رامنځ ته کیږي، او دویني فشار ) blood pressure( ورسره زیاتیږي ، بدنی رشد هم دروي ، او عصبې کمزورتیا کې هم مرسته کوي. او هغه کسان چې مخدره مواد کاروي د دوې د زړه ضربان ۳نه تر ۴پورې د روغو انسانانو په نسبت زیات وې،او زر په قهر کیږې.

او ډیر ځل به مو لیدلي وي چې د سګرټو په استعمال سره ټوخی زیاتیږي ،اوسګرټي انسان زر په زکام مبتلا کیږي.

بل خوا په کورني ژوند کې په جنسي اړیکو او کوروالي باندې هم بدې اغیزې لري، او په اروپا کې هغو ښځو به چې نشه یي توکي او مخدره مواد کارول ، نو دسقط جنین (د ماشوم دمودې مخکی زېږیدنه ) سره مخامخ شوې. .

خو په لنډه توګه سره وېلای شو چې د سګرټو استعمال پرېمانه رنځونه او بیمارۍ دبدن مېلمنی کوي. او د دخانېاتو استعمال د رجولیت او ځوانمردۍ نښه نه ده ، بلکه دا دخپل ځان د هلاکت نښه ده.

د سګرټ ټولنیزی ناخوالې:
کابل چې دهېواد پلازمېنه ښار دې ، دپل محمودخان سېمی به تاسې هم تللي یاست ،چې ډېر غښتلي ځوانان د سګرتو تورو لوګو وخوړل ، اوپه یو داسې یو نامعلوم لوري روان دي چې د خپل برخلیک او سرنوشته لا هیڅ خبر هم نه دي ، چې کله کله یی سېلابونه دخپل ځانه سره په غیږ کې واخلي ،او په مرګونې خوب یی وېده کړي.

نو زمونږ او تاسې لپاره ددغسې کسانو په ژوند کې ډیر د عبرت درسونه پراته دي ، تر څو ددوې په ناوړه برخلیک اخته نشو

همفری بوجارت چې دنړۍ د مشهمورو ممثلانو اوفلمي اکټرانو څخه دې ،د۵۷کالو په عمرومړ،نوموړی د حنجرې په سرطان باندې اخته ؤ،چې په فلمونو کې به یی تل زیات سګرټ څکاوه، او د خپل عمر په وروستېو شېبو کې یی خپلو دوستانو ته داسې ووېل:ـــ زه سګرټو ووژلم ، او ستاسې لپاره دددخانېاتو داضراروېوه ښه بېلګه ېم.

همداراز که دنشه یی توکو دا کرغېړن بهیر همداسې جاري او ساري وي، او ادامه ومومي ،نو په راتلونکو کلونو کی به هرکال ۱۰میلیونه خلک پرته د طبیعی پېښوڅخه یواځې او یواځې دهمدې نشه یی توکو ومري.

بل لوري ته ډیر ځل به مو په سفر کی لېدلي وي چې په ېوه موټر کې سګرټ څکوونکي پرته له دې چې دخپلو نورو وروڼو څخه اجازه وغواړی پخپل سر سګرټ بلوي،او دغسی خپل سري خلک په دغه زېانمن کار سره دټول موټر صافه اوشفافه فضاء ککړه کړي.

دا سلام مقدس دین په خپلو پیروانو باندی قتل التفس ، انتحار او ځان وژنه حرامه ګرځولی ده خو که ځیر شو ، نو وبه موموچې دسګرټو استعمال په حقیقت کې په تدریجي ډول سره ځان وژنه ده ، او علماؤ کرامو دهر هغه څه په اړه چې ضرر یی پربدن او عقل ثابت شي ، د تحریم په اړه داسی وېلی دي :ــ(( هر هغه څه چې مضر او زیانمن وي، هغه حرام دي ، دا پروا نه کوي چې زیان او ضرر یی آني یا فوري وي او که تدریجي وي)) سورة اسراء ۲۷. په داسې حال کې چې د سګرټو زیانونه غالبا تدریجي وي.

مونږ ټول په دې باندې پوهیږو چې دیو چا اوبه اوخواړه اویا نور غذایی توکي په زهرو اونورو وژونکو شېانو باندې ککړول په اسلام کی حرام دي،نو بیا څنګه دسفرپرمهال سګرټ څکوونکي او یا په کورني ژوند کې مور او پلار دنوروتنفسي هوا دسګرټو په زهرجنو غازاتو باندې ککړوي ؟

په داسې حال کې چې د زیانمنو خوړو څخه ځان ساتلای شو، خو د تنفسي هوا څخه پرته دڅو دقیقو لپاره هم ژوند نه شو کولای .

د سګرټو صحي زیانمنتیاوې:
ډاکټران په دې نظر دي چې دسګرټو لوګی تقریباً ۴۰۰۰زره زهرجن اوزیانمن موادلري،لکه خپل جوړښت کی دنیکوتین او مونواکساید په څېر زهرجن مواد لري،چې دانساني ژوند بقاء او پاېښت له خطر سره مخامخ کوې ، اوپه ځانګړې توګه دغه دخانیات په کمکېو ماشومانو او ځوانانو باندې یی منفي اغیزې ډیرې وې، داځکه چې په سګرټو روږدي کېدل ددی شونتېا هم لري چې څکوونکي یي په هیروئينو، پوډرو، او نورو وژونکو نشه یې توکو باندی معتاد شي.

نن که خپلې افغانې ټولنې ته ځیر شو ، نووینوچې په ځوانانوکې دسګرټو دغه بدمرغه عادت ډیر ترویج موندلې دې ،یا خو دوې د سګرټو د ناوړه اغیزو اوپه دې اړه د اسلامي لارښودنو څخه نه دې خبر، او په غیر شعوري ډول یي په څکولو بوخت دې ، او یا د خپلي ټولني څخه متاثره شویدې .

دېاد ولو وړ ده چې په دي کار کې رسنۍ هم فعاله ونډه لري ،ځکه دفلمونو اکټران چې کله سګرټ څکوي ،نودا کارپر لیدونکو اغیزه کوي اود سګرټو څکولو ته یې هڅوي

ځینې پوهان خو په دې نظر دي چی په نړۍ کی ډیر داسې یهودي شرکتونه شته دي چې د مسلمانانو دبې لارۍ لپاره هڅې کوي ، او هغه څه ددوې خاورو ته راواردوي چې دوې له مالي او ځاني تلفاتو سره مخامخ کوي .

راځئ یوه شېبه فکروکړو: افغانستان په نړۍ د مخدره توکو په تولید اوپه قاچاقو باندې ولې شهرت موندلې دې ؟

د افغانستان ولس چې په فقر او غربت باندې هم مبتلا دې ، ددوې لپاره په بازارونو کې څو ډوله سګرټ شتون لري، له کوم هیواده راوړل کیږي ؟ او دې هیوادته یې ورودي لاري څوک برابروي ؟

په هر صورت : د صحت دنړیوالې ټولنې د څېړنو په اساس په هرو ۸۰ثانېو کې یو شخص دمخدره او نشه یي توکو داستعمال له امله خپل ژوندله لاسه ورکوي .

د امریکاد لومړني ولس مشر وېنا:
د امریکا دمتحده آېالاتو لومړنی ولس مشر (George Washington)جورج واشنطن کلونه وړاندې خپل ولس ته د نشه یي توکوپر ضد دمبارزې په ډګرکې داسې ویلي ؤ:ـــ که چیرته لوې څښتن تعالی ته دا خوښه وای چې بنده ګان دې سګرټ او نور نشه یي توکي استعمال کړي ، نو دپوزی سوري به یې لوړ پېدا کړي ؤ ،په داسې حال کې چې دهر انسان دپوزې سوري ځوړند او ښکته پېدا شویدي.

په امریکا کی ېوځل په ۱۹۴۸مېلادي کال کې، دامریکا دسرطان په وړاندی د مبارزې غوڼډې هرکله چی دا کشف کړه :ــــ چې د سږو سرطان عمومي لامل سګرټ بلل کیږي ،نویې پر وړاندې سخته مبارزه پېل کړه ،خودغه کمېټه دسګرټو د نړېوالو کمپنېو د سختو نیوکو اوګواښونو سره مخامخ شوه ، او دوي پخپله دغه مبارزه کې پاتې راغلل. او داځکه چې تر ننه پورې سګرټ جوړونکي فابریکې او سهامي شرکتونه په امریکاکې هر کال یواځې د سګرټو څخه ۵میلېارده ډالره عاېدات لاسته راوړي ، او ۷۰میلیارده ډالره د سګرټو دهغو اعلاناتو څخه لاسته راوړي چې په مجلو ، ورځپاڼو ، تلوېزونونو او نورو نشرېو کې یې اعلانات خپروي .

په دې اړه داسې هم ویل کیږي چې دغه یادې پېسی دافریقا دټولې قارې د خلکو د یو کلن لګښت لپاره بسیاینه اوکفایت کوي.

په مرغانو باندې دسګرټو تاثیر:
د یوه راپور په اساس د سګرټو استعمال نه یواځې په انسان ،بلکې په الوتونکو مارغانو باندې هم بدې اغیزې لري، او که چېرته تاسې د سګرټو دغه زهرجن دود د الوتونکو مارغانو مښوکې ته ورنژدې کړئ، نو خامخا به یې ووژني.

په پای کې د خپلو ټولو وروڼو څخه هیله مند ېم چې ټولې اسلامي رسنۍ که هغه چاپي وي ،اوکه غږیزې یا لېدیزی رسنۍ وي باېد په هېواد کې د نشه یي توکو پرضد خپله مبارزه نوره هم پیاوړې کړي ،او اسلامي هېوادونه باید خپل مسلمان ملت ددې شرڅخه خلاص کړي،که څه هم چې په دې لاره کې په لکهاو او په میلیونو پېسی مصرف شي ، دا ځکه: په میلیونونه پېسی چې د مسلمانانوژوندپرې خوندي کیږي ،په دې لاره کې لا هېڅ شمېرل کیږي .

او راځئ ،د سګرټو او نورو مخدره موادو پرځای سالم ژوند ته مخه کړو ، او ددې بد عادت پرځای ښه بدیل پیداکړو،او هره ورځ دتازه مېوو خوړل خپل عادت وګرځوو .

————

سرچینې: ـ مجلة المجتمع (اترک السیجارة لتثبت انک رجل)

سایت فارسی:ــ آشنایی با عوارض سیگار

کتاب یوسف القرضاوی فقه معاصر جلد ۲(ص . ۱۱۰ نه تر ۱۲۸)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button