له سخت کار کولو سره سره بیا هم هوسا یا بریالي نه یوو؟

نبي ستوری

نبي ستوری

ډېری کسان وینم چې ورسره مخامخ شم له خپل کاره سر ټکوي، ځان اسوده نه احساسوي، په بل ځای کې د کار کولو په لټه کې وي، ښایي په تاسو کې داسې څوک وي، چې شپه او ورځ یې سخت کار ته ملا تړلې وي، څو بریالی شي او ټاکلې موخې ته ورسېږي؛ خو هغه چې له دغه سخت کار سره سره بیا هم نه بریالي کېږي یا خپلې موخې ته نه رسېږي، ځينې داسې لاملونه شته چې ارواپوهنې سخت مضر او ټکان ورکوونکي بللي.

– کاري حوزه یا چاپېریال

مثلا ستاسو خوښه سوداګري یا تجارت وي؛ خو تاسو په داسې برخه کې کار کوئ، چې هغه تاسو ته د خوښ وړ نه وي یا پکې راحت نه یاست؛ یا په یوه جغرافیه کې ښايي هغه کار دومره اغېزمن نه وي، چې په بله جغرافیه کې کوم اغېز لري، چې بالاخره یې همدغه کار غوره پایله هم نه درکوي. ښه خبره دا ده، چې د هغه ځای مطابق او د خپلې خوښې وړ کار باندې انرژي ولګول شي.

– سخت کار مو وخت ضایع کوي

هغه سخت کار چې ښه پایله نه ترلاسه کوئ، هسې د وخت ضایع کېده دي، د وخت مدیریت او ارزښت په نظر کې ونیسئ، تاسو له ځانه دا پوښتنه وکړئ، چې څومره کار کوئ او څومره پایله ترلاسه کوئ؟ که مو کار وخت ته په کتو ناارزښته او بې ګټې و؛ نو حتما مو مسیر تغیر کړئ او دا انرژي په هغه کار ولګوئ، چې ارزښت یې لري.

– له یوه لاس ټک نه خېږي

انسان بشپړ نه دی او نه یې هرڅه زده وي. داسې فکر مه کوئ، چې هېچا ته اړتیا نه لرئ، غرور مو له خاورو سره خاورې کوي، د بریا یو راز په دې کې دی، چې په کار ځای کې باید له هغو کسانو سره د اړیکو پراخولو لپاره هڅه وکړئ، چې ستاسو د کار په پرمختګ او لا ښه والي کې رول درلودای شي. دا خلک تاسو ته هغه څه درښيي، چې تاسو پخپل کار کې نور هم لاسبري کېږئ او ښه پایله ترلاسه کولی شئ.

– لږ کار، خو هره ورځ!

ځينې وخت یوه هدف ته د رسېدو لپاره ډېره لټه کوئ، مثلا غواړئ یوه رتبه پورته لاړ شئ؛ خو له بده مرغه ثابت قدمي نه یاست، چې دا چاره د نورو خنډونو ترڅنګ یو ستر خنډ بلل کېږي. مثلا غواړئ ښکلی اندام جوړ کړئ، په اوونۍ کې یوه ورځ سخت سپورټ کوئ او یوه ورځ د خوړو سخت رژیم نیسئ، تاسو هېڅ نه شئ کولی، چې په دې ډول ښکلی اندام جوړ کړئ، ځکه لږ سپورت کوه، لږ رژیم نیسه؛ خو هره ورځ!

– له بدبینو او منفي ملګرو لرې اوسئ

یو ستر دلیل د ناکامۍ او هدف ته د نه رسېدو ناهیلی چاپېریال، ناهیلې کلمې، تحقیرول یا سپکاوی دی. هېڅ وخت په خپل کار ځای کې ناهیلي کوونکو کسانو ته غوږ مه نیسئ، هڅه وکړئ هېڅ یې وانه ورئ، اړیکې ورسره کمه کړئ، ځان کوڼ کړه، یوازې سلامالیک ورسره لره، نور مه د کار په ورنه نظر ورنه غواړه او مه په مسایلو کې ورسره بحث کوه، ځکه ارواپوهنه د بریا لپاره لوی خنډ دا ډول کسان ګڼي، پخپل ځان باور ولرئ، ترسره یې کړئ او یوې ښې پایلې ته روسېږئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button