د تبلیغاتي جګړې سرلاری

د تبلیغاتي جګړې سرلاری

نویداحمد څرک

عبدالحی مطمیین چې د طالبانو ریژیم کې د ملا محمد عمر اخند ویاند و او رسنیو سره به یې خبرې کولې، څو ورځې وړاندې پاکستان کې مړ شو.

د مطمیین د مرګ لامل د کرونا وایروس یادیږي، خو هر کله چې کوم طالب چارواکی پاکستان کې مړ شي، د پلټنو او ګرویږنو اجازه یې نه ورکول کیږي چې پوه شي، کس په څه شي مړ شوی دی.

خو اوس نسبي منل شوې چې عبدالحی مطمیین د کرونا ناروغي له کبله مړ شوی او هملته خاورو ته سپارل شوی دی.

طالبان حتی خپله خاوره کې د قبر کیندلو ځای نه لري، خو بیا په افغانستان کې د ۷۰ سلنه خاوري د حاکمیت دعوه کوي.

د طالبانو اکثریت مشران چې پاکستان کې مړه کیږي، وژل کیږي، هملته خاورو ته سپارل کیږي.

د ځینو خو ان وصیت همدا وي چې پاکستان کې دفن شي، لامل یې دا دی چې دې خلکو کلونه د پاکستان د ګټو لپاره افغانان وژلي او د پاکستان خاوره ورته خپله د پلار نیکه خاوره ښکاریږي.

عبدالحی مطمیین د طالبانو د تبلیغاتي جګړې مسوول و او د پاکستان بیلابیلو سیمو کې به یې خلک په فریبانه تبلیغاتو باندې تیرویستل.

مطمیین له دې درکه افغانستان د جګړې لپاره زیات خلک جذب کړي و، پست او بې شرفه تلبغات به یې د حکومت ضد کول او خلک به یې د اوسني نظام پرضد جګړې ته هڅول.

د عبدالحی مطمیین د ماموریت په راس کې د پاکستان د استخباراتي ادارو مشران و او هغوی د تبلیغاتو لپاره ځانګړي امکانات او ټیمونه ورکړي و چې د افغان حکومت ضد تبلیغات وکړي.

حتی دوی ځانګړې ویډیو ګانې او تصویرونه جوړول چې د خلکو احساسات وپاروي او جګړې ته تشویق شي.

دا هر څه دومره اسانه نه و، خو دا چې عبدالحی مطمیین سره پوره ټیم او امکانات و، زیات تبلیغات یې کول او دا تبلیغات به یې هغو سیمو ته لیږل چرته چې د جګړې لپاره بشري قوه برابریدلی شوه.

راپورونه وایي، چې ډیر کله به عبدالحی مطمیین پيښور او کویټه کې د پاکستان هغو مدرسو ته تللو چې افغانانو پکې زده کړې کولې.

مطمیین به هلته د مدرسې طالبانو ته ځینې جوړې شوې ویډیوګانې او تصویرونه ښودل چې افغان ځواکونو نامردي په کې ښکاره کیدله او د ظلم او ستم کیسې به یې کولې، خو اصل کې دا تصویرونه او ویډیوګانې جوړې شوې وې.

طالبان به د دې هر څه حساب ورکوي، د دوی خو ضمیرونه لا پخوا مړه شوي، خو د حساب کتاب ځای شته، یا په دې دنیا او یا په هغې دنیا.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button