غربت او یوه نیمه ډوډۍ، لنډه ګيسه

غربت او یوه نیمه ډوډۍ، لنډه ګيسه ـ لیکوال: فضل الحق نوری

په دیګ پسې مې ګاز تېز کړ، مخ مې ور تاو کړ:

– احمده په ديګ بخار پسې لس دقيقې وروسته کاز بند کړه!

له کوټې د باندې ووتم, لمر د آسمان منځ ته راغلی وو, یا به څه کم دولس او یا به هم څه باندې دولس بجې وې. دوکاندارانو کراچيوانانو یوې او بلې خواته قابونه او کاسې زغلولې, زه هم ورغلم د نانوایې د خولې سره ودرېدم, خلک زیات ولاړ وو, نانوای مو شناخته وو. دواړو په اشارو سلام علیک او ستړي مشي وکړه, ټولو خلکو په ما کې سترګې خښې کړې, ځکه چې د دوکاندارانو او محصلینو تر زیات فرق وي. ورو ورو خلک کمېدل او زما نوبت را لنډيدو, ناڅاپه یوه ښځه, چې زاړه کالي یې اغوستي وو او په غېږ کې ورسره کوچنۍ ماشومه وه, زما تر څنګ ودرېده. ټولو خلکو یو بل ته وکتل او وروسته یې له ما څخه مخونه تاو کړل, زه هم وارخطا شوم. ښځه ولاړه وه, لور یې ژړل, نانوای یې په شاګرد غږ وکړ:

– دې خیرات خورې ته لژ ډوډۍ را پيدا کړه!

شاګرد هم د یوې ډوډۍ یوه سړه او وچه ټوټه ښځې ته را واچوله, ښځې ډوډۍ له ځمکې را پورته کړه او روانه شوه. د ډوډۍ نوبت ما ته راورسېدو, نانوای درې ډوډۍ په اخبار کې راته تاو کړې او راته یې ونیوې:

– انجینر صاحب! ډوډۍ د واخله, بخشه کوه لژ ناوخته سوه.

ډوډۍ مې واخیسته, له نانوایې روان شوم, هماغه غربت ځپلې ښځه, چې شاګرد ورته یوه ټوټه وچه ډوډۍ ور وغورځوله, ناسته وه, لور یې له سترګو اوښکې وچولې او هغه وچه ډوډۍ یې کرپوله. زما له زړه وینې ورته څڅېدلې, ډوډې مې له اخباره خلاصې کړې, یوه نیمه ډوډۍ مې ترې بېله کړه, غریبې ښځې ته ودرېدم:

– خاله دا درواخله!

غریبې ښځې ډوډۍ واخیستې, ماشومه لور یې ډوډۍ ته خوشحاله شوه, په غټو سترګو, په تورو بڼو, او په سپينه څهره کې یې د خوشحالۍ علامې ښکاره شوې. د کوټې په طرف روان شوم, ور مې خلاص کړ, ملګرو ډوډۍ تیاره کړې وه, یوازې وچې ډوډۍ ته انتظار وو, زه ورته مسکی شوم:

– وبښۍ لږ ناوخته شو, ګڼه ګوڼه زیاته وه.

ډوډۍ مې په دستر خوان ورته کېښوده, احمد مخ راتاو کړ, رانه یې پوښتنه وکړه “چې ډوډۍ د ولې کمه راوړې” کیسه مې ورته وکړه, څو دقیقې وروسته مو ډوډۍ په نیم نس وخوړه, دسترخوان ټول شو, یوه نیمه ډوډۍ موږ وخوړه, یوه نیمه ډوډۍ غریبو وخوړه. هغه ښځه او ماشومه هم مړې شوې, موږ هم له لوږې مړه نه شوو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button