د اوکراین اشغال: محتمل سیاسي عواقب او د ځینو وهمونو رابرسیره کېدل

رفیق خاورین

رفیق خاورین
تر سړې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې په نړیوال سیاسی شطرنج کې سترې سټې او قدرتونه د تشنج تر دومره انتها ځي. پر اوکراین د روسیې حمله د شوروي تر پاشل کېدو وروسته بې سارې ده او احتمال لري بې سارې سیاسی عواقب او د نړیوال سیاسي نظم په جوړښت کې هم د بدلون لامل شي.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې متحدین مات او نړۍ د امریکا په رهبرۍ په یوه نوی سیاسي نظم کې رسوب وکړ، نو د هستوۍ اسلحو د زیاتېدو لامله د بل نړیوال جنګ د نښلېدو امکان راکم شو. د هستوي وسلو خطر د پخوا خلاف یوازې د پوځیانو د نښتو تر میدانه رامحدود نه دی، بلکې د ولسمشرانو او دیکتاتورانږ برتمینې ماڼۍ هم د دقایقو په اوږدو کې ایره کولای شي. یانې هستوي وسلو د خطر احساس د سیاسونو تر درشله راوسته، نو ځکه یې د جګړې ویره د پورته طبقې په منځ کې هم القاء کړه. د اتومي وسلو دغه خاصیت ته ” مخنیونکی خاصیت” وایي.
خو د پوتین غیر متوقعه او قماری اقدام شاید د لیبرالیسټانو دغه وهم تر سوال لاندې رواستی وي چې موږ د نړیوالې سولې به عصر کې ژوند کوو او د اتومو وسلو شتون په هم هغه اندازه چې خطر دی، په هم هغه کچه د امنیت یو ډول تظمین هم دی.
د صدام خلاف امریکا د پوتین پر وړاندې قاطع اقدام د دوو دلایلو په بنسټ نشی کولای:
1- د صدام حسین د عراق برخلاف روسیه د ملګرو ملتونو دایمی غړی دی او هر کله چط یو دایمي غړی د امنیت د شورا د پریکړو سره مخالف وي، نو هغه پریکړه ویټو کوي چې په پایله کې یې اجرایت او الزامیت خنثی کیږي. یانې د پلې کېدو وړ نه ده. په دې توګه ملګری ملتونه نشي کولا د اشتراکۍ دفاع د نړیوال سیاسی نظم پر بنسټ د شوروي پر وړاندې جمعي اقدان وکړي او حمله یط خنثی کړي.
2- دویم بنسټ چې د اقدام توقع ترې کیږي د ناټو نظامي سازمان دی. د ناټو د منشور پر بنسټ ټول غړي هیوادونه د تجاوز به صورت کې له یو بل څخه به دفاع مکلف دي. د ناټو رهبري د امریکا په ګوتو کې ده او نورې سترې ستنې یې المان، انګلیس، فرانسه، ترکیه او نور ګڼلای شو. خو دا چې اوکراین اوسمهال د ناټو غړی نه دی، نو ځکه له اوکراین څخه دفاع هم حقوقي تکلیف نه دی. که دا دفاع کیږي هم شاید د اوکرای شاوخوا د هغو هیوادنو څخه د ساتنې به نامه وشی چې د ناټو غړی دي. دا دفاع به لزوماً په اوکراین کې د روسیط خلاف د جنګېدو به مانا نه وي.
د یوه ریالیسټیک تحلیل له مخې د روسیې د غلبې احتمال زیات دی او اوکراین له خودی دفاع پرته شاید بل بدیل او انتخاب ونلري. په نړیواله عامه صحنه کې د خواخوږو له تندو پوسټونو او ټویټونو پرته شاید بل کوم عملي اقدام تر سترګو نشي.
خو په خورا زیات اقتصادي شوی سیاسي نړیوال نظم کې د دغه یرغل منفي عواقب به تر بل هر څه زیات اقتصادي ماهیت ولری. پر روسیې د بیلابیلو هیوادونو اقتصادي بندیزونه شاید په اوږدمهال کې د دغه هیواد اقتصادی وځپي. اوکراین به د اقتصادي سقوط تر څنګ په سیاسي بلوا هم مبتلا شي. د پوتین لخوا د بیلتون غوښتونکو جزیرو به رسمیت پیژندل شاید په دغه هیواد کې سیاسی انشعابات رامنځ ته او د داخلۍ اختلافاتو اور پکې ولګیږي.
منفي اقتصادي څپې به یوازې تر روسیط او اوکراینه نه وی زا محدودي او په خورا زیاته کچه به ډیری اروپایي هیوادونه ترې اغیزمن شي.
د دې ټولو بدلونونو او تحولاتو له ډلې دوو موارد چې ډیر اړین دي
1- لومړی دا چې دا یرغل به د نړیوال جامد شوي سیاسی نظم پر تنع یو دروند ګوزار وي. که یو اتومي ځواک د سولې په نړیوال عصر او د اتومي جګړې د پیلېدو د خطر ته غاړه ایږدي او دومره زړه ور اقدام کوي، نو دا به د نورو نړیوالو اتومي قدرتونو لپاره د خطر زنګ شی او ټول به د یوې پیړۍ ”اتومي جګړه نه کیږي” د غفلت له خوابه را ویښ او د واقعیتونو تریخ تصویر ته ودروي.
2- دا د جګړو د رامنځ ته کوونکي محرک په توګه د نشنلیزم رول ته ګوته نیسی. د شوروي له پاشل کېدو او د نشنلیزم پر محور د کمونیزم ناکامېدو ډیری شنونکي په دې باور کړی وو چې نور د نشنلیزم دوران پای ته رسېدلی او د اقتصادي نړیوال کېدو (ګلوبلایریش) په عصر کې د که د جګړو محرک هم پاتې شی هغه به ټروریزم او له نشنلیزم لوړ محرکونه وي. امریکایي مشهور شنونکي سامویل هانټینګټون ویل چې د شوروي تر پاشل کېدو وروسته به د نشنلیزم ټکرې پای ته وروسیږي او پر ځای به یط د تمدونونو (غرب، اسلام، ختیځ… او نور تمدونونه) او د هغوی د خپرولو سیاسی ارمان به د جګړو اصلي لامل شي. خو د پوتین د فاشیزم او ژبپالنې را پارولي احساساتو او د پردې تر شا د هیواد د سیاسی مساحت او له ناټو سره د اوکراین له یوځای کېدو څخه د مخنیوي لپاره د اوکراین تمام عیار اشغال دا افکار تر ډیره غلط ثابتوي او دا راته وایی چې فاشیزم لا هم په نړیواله کچه د جګړو د نطفو اصلي رحمدان دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button