د المان اغلي صدراعظمې انګلا میرکل ته وړاندیز!

د المان اغلي صدراعظمې انګلا میرکل ته وړاندیز!
د درنښت مینه ناک مراتب مې ومنی .
زه په هالینډ کې استوګن یو بې وسه پردیس افغان یم . خود ځوانۍ له منګه د آلمانیانو سره د زړه له تله بې ساري خواخوږي او مینه لرم . له هغه مهاله چې د ارواښاد دوکتور لمپې په مشرتابه ګڼ شمیر کارپوه او متخصص جرمني انجینران د لوی پکتیا د ځنګلونواو کرنې د پراختیا د پروژي په ټولګټو چارو بوخت او کله ناکله به د هغه مهال د خوست لوی ولسوالۍ اړوند د صبریو ولسوالۍ ته په تیره بیا زموږ کلي ته راتلل . د هغو له ډلې به دوکتور باور زموږ سره په کلي پاتې کیده او د انجینربارکې په ګډون به مو په غرونو کې د ښکار سربیره په زړه پوري میلې کولې . د کلونو په تیریدو داسې مهال ته ورسیدم چې د هغه مهال د ۱۹۷۲ زیږدیزکال د آلمان د پارلمان مشراو ورسره پلاوی لوی پکتیا ته راغلي او د څمکنیوپه ولسوالۍ کې د هغو له کاروان سره ملګری او د خوست په لورد موټرونو په کاروان کې مو سفر پیل کړ. د څمکنیو د ښیرازه سیمي اود منګلو د آسمان غرونواوشنو دنګو نښترونواو د طبیعت ښکلا ته آلمانیان ګوته په غاښونو او د هیښتیا په ټال ځنګیدل . په لاره کې مې یاد پلاوي ته زموږ کلا ته د راتګ بلنه ورکړه . څوپه مازدیګرنۍ چای څښلو لږه دمه وکړي . اوزما د کاکا چې د تاریخي اوسیاسي پوهي یو ستر مخورد پارلمان د وکیل اود سنا د سناتورپه توګه ډیرې تجربې لري . د آلمان د پارلمان له ریس سره د زړه خواله وکړي . هغو درنو مشرانو زما بلنه ومنله . کلي ته د ښاغلواوآغلوالماني میلمنو په ګډون ورسیدو. د درنه هرکلي وروسته د ژباړونکو په وسیله زما له کاکا ارواښاد سناتورعلي جان صبري سره د هغود زړه خواله اوخبرې اترې پیل د مازدیګرني چای څښاک سره جوخت مې د مستوشاه ځلمیانو ملي اټڼ اوټنک ټکورپه میلمه پالنه ونازول.
لیدنې کتنې او مازدیګرنی بنډارپه مینه ترسره او پلاوی په مینه ناکو ولولو د خوست په لور رخصت شو. په پلاوي کې د راډیوافغانستان د تخنیکي چارو لوی ریس انجینر ګیږلرځان راوپیژانده او د کارت په را کولو یې راته سپارښتنه وکړه چې په کابل کې ورسره وګورم . هغه مهال زه د کابل پوهنتون د ادبیاتواوبشري علومود پوهنځۍ د ژورنالیزم د لومړي ټولګي محصل وم . ښاغلي ګیږلر سره مې په کابل کې د لیدنې سره جوخت هغه راته په رادیو افغانستان کې په فارغ وخت د کارکولواوژورنالیستیکي بوختیا برابره اوراته یې وویل چې زه تاسو د لوړو زده کړو لپاره آلمان ته لیږم . خولږه موده وروسته په ۱۳۵۲کال د سرطان په ۲۶ د محمد داود خان په مشری کودتا وشوه . او په هماغه شپو او ورځو کې د رادیوافغانستان تخنیکي لوی ریس آلمان ته ستون شوو.
هو! موږ افغانان وایوچې ازګپ ، ګپ میخزد. خود پورتني تمهید مې موخه داده چې تاسوته اغلي انګلا میرکل ته دیوه آلماندوست په توګه ژورعقیدت او درنښت لرم . تاسو دآلمان په تاریخ کې د برمیال صدارت د اوږدې مود ې ریکارد ټینګ او وګاټه . دوه ځلې د فوریز مجلې له خوا د نړۍ د ځواکمنې میرمنې په توګه وپیژندل شوې . په ۲۰۰۵ کال کې د ټایمزمجلې تاسو د نړۍ په کچه د کال غوره شخصیت په توګه ونومولی . د اروپا یې ټولنې بریمن اوسوبمن زعامت موبل ستر ویاړاونه هیریدونکی افتخاردی . هیله ده د نړۍ په کچه د یوې زړورې سیاسي درنې سټې په توګه د آلمان لوی ملت ته یوبل تاریخي ویاړ ورپه برخه کړې . او هغه داچې په ډیر دوستانه دپلوماتيک ډول د سپیني ماڼۍ اوسني ولس مشرښاغلي جوبایډن ته دا غوښتنه ورسوی . چې دآلمان د سوله دوست اوپه اروپا کې د مطرح هیواد څخه امریکایان خپل پوځي حضورته د پای ټکی کیږدي . او د آلمان په هیواد کې د سلګونوپوځي اډو اود شتوتګارد له نړیوالې پوځي پولیګون څخه خپل ځمکني، هوایي ، سمندري اواتومي ځواک وباسي . او په آلمان د دوستانه باور اوټینګي ملګرتیا لا سترې زمینې رامنځته کړي . په دغه دوستانه اوبې شاییبه وړاندیز کې به ستاسو بری د المان په لرغوني اوویاړلي تاریخ کې په زرینواوطلایې کرښو ثبت او وکښل شي .
پوهیږم . کوچنی خوله اوغټې خبرې . خوخپل افغاني او بې پرې بشر دوستانه احساس مې څرګند کړ.
په نړیواله کچه د بشریت د سوله ییزژوند په هیله .
۱۳/۹/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button