زړه بوږنوونکي او ژړوونکې تراژیدۍ !

زړه بوږنوونکي او ژړوونکې تراژیدۍ !
هو! د غمجنو پیښو پنځوونکۍ لامل خونړۍ جګړه او د افغان ولس د خپل منځي ملي یووالي او پیوستون نه شتون دی چې په نړیواله کچه یې د افغانستان ویاړلي اوسرلوړي نوم او وجاهت ته له بده مرغه ستر زیان رسولی دی .
د شل کلنې جګړې پیل د ستر بشري ناورین او نه بښونکي جنایت د ۲۰۰۱ د سپټمبرله ۱۱ پیل او دا جنایتونه د امریکا د څلورو جمهور ریسانو جورج ډبلیو بوش ، بارک اوباما ، ډونالد ټرمپ او جوبایډن دوه جمهوریت غوښتونکي اودوه دیموکرات غوښتونکي ولس مشرانو له خوا د خپلوبې شمیره نړیوالوهیوادونوپه جګړه ییزو، وسله والو بلوسواو تیریود افغان ولس پرضد روان اود وینو رودونه وبهول شول . ترهګرپه انټر ناسیونال کچه لازیات او دادی تر دې مهاله یې په بیلا بیلو نومونوخپل شتون په افغانستان او نورو عربي هیوادونو کې ساتلی دی .
خودا د لمر په څیر روښانه واقیعت دی چې د افغانستان په غرنیزه اوځیږه جغرافیه کې امریکا او پوځي انډیوالان په ګونډواو د شپو په تورتم کې وتښتیدل . او طالبان دا مسلم اومنلی حق لري . چې د خپل بري ترانې او د شکر ګذارۍ نعتونه د هیواد په ګوټ ، ګوټ کې وبولي .
امریکایانود خپل شل کلن پوځي حضورپه پایله کې هم د خپل بیړنی تیښتې سره جوخت دا تور پیغوراو شرم وګاټه چې په لوی لاس یې د کابل نړیوال هوایې ډګر او د هغه ټول مدرنیزه تجهیزات ، ځغل لیکي ، رادارونه ، آلوتکې ، موټرونه او ان تشنابونه وران ویجاړاو د اور په لمبو کې وسوځول . د ډورن په ړانده وحشیانه بمبارۍ یې د زمري احمدي د کورنۍ لس تنه غړي چې پنځه تنه تنکي ګلالي ماشومان وو. په خورا نه بښونکي جنایت او رذیلانه قباحت شهیدان کړل . او بې له ځنډه یې د ده سبز په ولسوالۍ کې د دوی اړوند ټول پوځي اوغیرپوځي سامان آلات کنډ کپراوچورلټ له منځه یوورل .
جوبایډن اوس پتییلي ده چې افغانان داسې ووژني چې وینه یې توی نه شي . او هغه په امریکا دافغانستان د مرکزي بانک د لسومیلیاردو ډالرو د پانګې کنګلول او انجماد دی . څو په دې ډول له طالبانو سره د دوښمنی پرځای افغان جګړه ځپلی اوستړی شوی عام ولس له لوږې او تندې سره مخامخ او په دې نامردانه چل ول له افغان ملت څخه غچ واخلي او د جګړې پرځای د لوږی اوبې کاری یوزړه بوږنوونکی بشري ناورین رامنځته کړي . او دا لامل دی چې لا وړمه ورځ د افغان ټولنې خدمتګار پولیس ۳۸ کلن نظیرنامي خپله څلور کلنه لورپه پنځوس زره افغانۍ خرڅه کړه . څو د کورنۍ پاتې ۷ تنه غړي یې له لوږې ژوندي پاتې شي . خپله نازولي لور یې په سوو ، تودو اوښکوپه ګلابي با رخوګانو ښکل کړه او هغه ته یې د نیکمرغه ژوند هیله وکړه . ټایم اف لندن ورځپاڼه لیکي چې ځوان پولیس بې کاره شوی او د کابل په منډه یې کې یې جوالیتوب ته مخه کړي ده . هغه غوښتل چې ځان وژنه وکړي . خو وروسته په سوچ کې لاړچې د ده ځان وژنه د ده وږي اوبې وزلي کورنۍ نه شي ژغورلی اوځکه یې ۴ کلنه لورخرڅه کړه . خو بیاهم ناهیلی دی . اوسني د هیواد په کچه د امنیت ټینګښت ته خوشاله دی . خو د لوږې او بیکاری دوښمن ته ځوریږي .
افغانانوښځو اونارینه وو ته په کاردي څو په لاریونونو لاس پوري کړي . د افغانستان د مرکزي بانګ د میلیاردونو ډالرو د آزادیدو اود نړیوالو بشري ټولنواو د ملګرو ملتونود بیړنیوخوراکي مرستواو توکوغوښتنه وکړي .
جار وطنه ! د عظمت اوبرم شمله دې ټیټه مه شه . آمین یا رب العالمین .
۱۲/۹/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button