د افغان سفیر د لور تښتوونې تر شا پټ رازونه

ډاکټر تاج الدین ملتمل

په چټلستان کې چې دا کوم کار شوی، دا ارادی او د لاندی څو موخو لپاره شوی دی:
۱- استعمار او اخلاقیات دوه متضادی پدیدی دی. استعمار هلته او په هغو خلکو کې ښه نفوذ کولای شی چی په اخلاقی لحاظ ټیټ او سپک وی، د بلې خوا استعمار د مستعمرو د خلکو اخلاق خرابوی او بد اخلاقه خلک د هغو ټولنو واکدارانوي. د چټلستان د استخباراتې ادارو مشران چې لا تر اوسه هم د برطانوی استعمار تر اثر لاندی او د دنیا بل هر استعمار ګر ته د هر نوعه اخلاقیاتو خلاف کارونه تر سره کوی. استعمارونو د دوي اخلاق دومره ځپلې دی چی د اسلام حتی انسانیت پکې نښه هم نشته، چې په خواشینې سره دغه د اخلاقو ضعف د پنجاب پر عام ولس هم دومره اثر کړی چی په یوه اسلامې هیواد کې د جوماتونو تر خوا ښکاره فاحشه خانې، د پاکستانې نجونو خرڅول په چینایانو چې د جنسی تجارت کار وبار ته وړی هم دوی ته بی تفاوته کار دی. نو پاکستان چی اوس د خپل د مرګ او بقا شیبې شماری ، چارواکو یی پدی رزیلانه عمل استعمارګرانو ته دا اشاره ورکړه چې موږًستاسو د خدمت لپاره تر بل هر چا د خپل ملی، دینې او حتا د ناموس د ارزښتونو ختمولو ته تیار یوو.
۲- استخبارانې اداری کله کله په ټولنو کې د شعور او د خلکو د عکس العمل د کچې د معلومولو لپاره ځنې داسی کارونه کوي چې د هغی له مخی دوي د عکس العمل د ارزونې په اساس خپل نتایج تر لاسه کوی. د مثال په ډول، زما په یاد شی چی زه تنکې ځوان وم، د افغانستان پاچا ظاهر شاه ته یی کوم مشاور ویلې وه چې ستا ملت ډیر ناپوهه دی احتیاط کوه. ظاهر شاه نه منله، هغه مشاور ور ته وویل چی اجازه راکړه در ته یی ثابته کړم. بله ورځ ډنډوره شوه چی «خری انسان ماشوم راوړی» دا خبره دومره عام شوه چی اعلان وشوه چې د جمعی په ورځ هغه خره او ماشوم یی چمن حضوری ته راوړل کیږی. پدغه ورځ په زرګونو کسان چمن حضو ری ته راټول شول چی د خری ننداره وکړی، خو نه خره راغله او نه یی ماشوم.
نو د پاکستان استخباراتې ادارو دا کار په قصدی توګه د دی لپاره کړی چی څو شیان وازموي.
۱- د پاکستان د خلکو اسلامیت، او انسانیت، ځکه دا کار هم د اسلام او هم د انسایت خلاف عمل دی. اوس به وګورو چی د پاکستان مفتیان، ملایان او خلک څومره ځانونه اخلاقې ثابتولای شی.
۲- دوی په نړیواله کچه د هیوادونه او دیپلوماتیکې اداری و ننګولی چی تر کومه حده په خوب ویدي او د اخلاقیاتو ننګ کوونکې دي. د دی به هم پته ولګیږی.
۳- دی د لر او بر افغانانو افغانیت او د محکومو او ازادو پښتنو پښتولې ننداری ته کیښوده چې دا ثابته کړی چې موږ نور تاسو ته د افغایت، اسلامیت او پښتونولې په نوم څه ندی در پریښی. دا به هم وګورو .
۴- دوی د افغان دولت چارواکې و ننګول چی دوی څومره ذلیل شوی دی؟ ایا د خپل دولتې حیثیت او افغانې ناموس نه د دفاع څه بوی پکې شته که نه؟
۵- تر ټولو مهم دا چی دوی تالبان او خپل جهادی حلقه به ګوش غلامان هم وننګول چی تر کومه حده دوی لا هم عقل لری، ایا لا تر اوسه هم پدوي کې د اسلام او افغانیت څه اثر پاته دی، چې د خپل افغانې ناموس نه دفاع وکړی. تر څو په دوی د خپلی پانګوونې نتایج وارزوی.
نو دا اوس د دغو ټولو انسانانو، حکامو، دولتونو، مسلمانانو، افغانانو او پښتنو پوری اړه لري چی د دښمن د دغه امتحان نه څومره په بریا راوزی، اوڅه نوعه عبرت تری اخلی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button