توریالیو. نـنګیالیو،غیرتي خوستوالو وروڼوخویندو!

توریالیو. نـنګیالیو،غیرتي خوستوالو وروڼوخویندو!
په ډیر درنښت درسره خپله اندیښنه شریکول غواړم . اوهغه داچې:
ولس مشر اشرف غني د افغانستان په بیلابیلو ولایتونواو سیمو کې د جنګ ،جګړواومرګ ،ژوبلي په روان بهیر کې د خوست ولایت ته سفروکړ. د سفرپه ترځ کې د خوست نړیوال هوایې ډګرپه داسې مهال پرانيستل شو چې زموږ ګڼ شمیرخوستي مساپروروڼه هم د خوست هوایې ډګرکې له آلوتکې ښکته د خپل ولسمشر سره د هغو روغبړاو یادګاري انځورونه اخیستل له خاطرو ډک او مثبت اغیز یې نه هیریدونکی دی . او ورسره جوخت ولس مشر په زغرده وویل چې په دغه هوایي ډګر زموږ وزیرو اومسیدو وروڼوته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شوې . او د یوې قومي غونډې ګډون والوته د احساساتې وینا په اورولو د خوست ولایت ته لومړی درجه مقام ورکړشو.
د غه غونډه کې د خوست د درنومخورومشرانو، پتمنودرنوخویندود خوست ښاغلي والي صیب کټوازي اومدنې وطنپالوفعالانو ویناوو د افغانستان په روان جګړه ییزاوځورونکي بهیرکې خوست د یوه پرآمنه په ځان بسیا، ویسا اوسوکاله ولایت په توګه چې د دغه ولایت د وروڼوغیرتي قومونود یوالي اوپیوستون ویاړلي نښه ، بری اوثمره ده د سیمي اونړۍ په کچه داسې وځلاوه چې د هیواد په ګرمو جبهاتواوسنګرونو کې یې د شاه ځلمواتلوسرتیرو اوزړوروافسرانوملي اورزمي مورال اوجسارت لاپیاوړی کړ. او دهیواد د نا امنیو او جګړو په اړه د دښمن د تبلیغاتوژبه ګونګۍ شوه . ویاړ،ویاړاوبیاهم ویاړ پر تاسو میړنیو خوستیانووروڼو خویندو چې له همدغه تاریخي سیمومو د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو حماسي ، تاریخي اوملي افتخارات بیا را ژوندي کړل .
اندیښنه مې داده چې نامرده بیلابیل دوښمنان د برمیال اونـنګیال خوست د مدني ، فرهنګي ، علمي ، ادبي ، اقتصادي، رزمي اوجسورانه دفاعي بریاوواولاسته راوړنو ته د تخریب اوسبوتاژپه کرغیړنو کمینونوکې ناست اوپه دې رذیلانه هڅه کې دي چې خدای مه کړه د دغه ولایت سیاسي صلابت او امنیتي ځواکمنۍ ته زیان ورسوي . د هدفي وژنو ترڅنګه په نفوذي وژنو لاس پوري کړي اود لعنتي تورپنجاب شیطاني نقشې پلې کړي .
له شک پرته د ترهګروطالبانوپه لیکوکې د خوست اړوند بیلا بیلو قومونوطالبان شته . هغوته هم که د خوستیو غیرتي میندو شیدې یې رودلي وي . بايد د خوست د اوسني ټیکاواورغاو پرضد د پنجابي مزدورانو د تخریب مخه ډب کړي .
د خوست دولتي مسوولینواودفاعي چارواکود لازیاتې پاملرنې او همیشنی ویښتیا په هیله مې خپلې اندیښنې درته وړاندې کړې . تل مو بریالیتوب اوسرلوړي په برخه اوسه . دوښمنان مو نابود اولا رسوا اوسه .
پنــجابه سردې نغرۍ شــه ــــ چې پښــتانه درباندې کیږدي تور دیګونه
۱۸/۷/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button