درې ټکي چې د نیکمرغه ګډ ژوند بنسټ جوړوي

مریم صدیقي

د نړۍ ټولې جوړې د دې تمه لري، چې ګډ ژوند یې ښکلی او د واده اړیکه یې ورځ تر بلې ټينګه شي. خو له بده مرغه د ځينو ستونزو او نه پوهاوي له امله دا اړیکه سستېږي.

مونږ په دې لیکنه کې پر ځینو هغو خبرو کرښې لیکلي، چې په ګډ ژوند کې یې ښځه له مېړه څخه تمه لري:

۱ـ درک کول

په ګډ ژوند کې درک کول یوه اړینه وجیبه ده، ځکه هر انسان په ژوند کې کله نا کله له داسې ستونزو سره مخ کېږي، چې د پخوا په شان په ځان کنټرول نه لري، او یا هم د پخوا په شان به مونږ ته مینه نشی راکولی، نو د یوه ښه ژوند راز په دې کې ده، چې ښځه او مېړه تل یو بل درک کړي او د ستونزو په وخت کې ورته زغم ولري.

ښځې د سړیو په پرته ډېرې ژر په غوسه کېږي، خو د دوی ټوله غوسه د مېړه په یوه خبره یې ورکېږي. یوه له مینه ډکه غېږه، او یوه د مېړه خوږه خبره د ښځې د تولو غوسو او ستونزو د پای ټکی دی.

۲ـ درناوی

په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې درناوی د اړیکې په پياوړې کېدو کې ډېر رول لري. د کورنۍ په مخ کې د خپلې ښځې سپکاوی هغه څه ده، چې د ډېریو ښځو زړه له خپل مېړه څخه تورېږي.

د یوه هوسا ژوند لرلو لپاره پکار ده، چې ښځه او مېړه تل یو بل ته درناوی وکړئ، او هېڅ کله بر یو بل ځانونه لوړ حساب نه کړي.

۳ـ مینه

د نړۍ هر انسان دا غواړي چې په ګډ ژوند کې یې مینه پرته وي. خو په ځانګړی ډول ښځې بیا تر نارینه وو ډېر د مینې وږې وي.

د یوې ښځې لپاره د هېڅ ستونزې زغمل ګران کار نه ده، خو که تر څنګ یې د مېړه مینه ملګرې وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button