بې حسه ژوند

عزیزالله عزیز

عزیزالله عزیز

همدردي، مینه او احساس د انسان فطري حواسو (حسونو) څخه شمیرل کیږي!
هغه انسانان، چې زړونه یې نرم وي، عاطفه، مینه او ژوندی حس لري، نو همیشه د نورو درد او مجبوریت ښه درک کولای شي…

همدوي ډیر ارزښتناک وګړي ځکه دي چې دوي د نورو د ښه ژوند لپاره فکر کوي!
ځوریږي!
لارښوونه کوي!
او کله چې نور وګړي هوسا ګوري، نو زړه ته یې یو ډول اطمنان رسیږي!
یوازې د خپل ښه ژوند او ګټو حس ان حیواناتو سره هم شته دی، خو انسان باید له حیواناتو سره ډیر توپیر ولري …

انسان د راتلونکې لپاره پلان لري چې څنګه وکولای شي ښه ژوند تیر کړي او ځان له مشکلاتو وژغوري …

بې حسه انسان آن له حیواناتو هم بتر ژوند لري، ځکه انسان باید په ټولنیز ژوند کې د نورو انسانانو سره مینه وکړي، همدردي ولري او د نورو انسانانو مجبوریتونه ښه درک کړي …

ښځینه بیا په دغه برخه کې ډیر عجیب حواس لري ، مینه او همدردي یې له څیرې معلومیږي!
په فطري ډول ښځینه زیاتې مینه ناکې او د عاطفې لمخې نازک چلند کوي!

په وړو ، وړو ښو خبرو یې زړه ته سکون رسیږي ، ژر باور کوي ، سپیڅلي خواس یې د ستاینې او قدرداني وړ دي!

که چرته یې څوک له احساساتو سره لوبه وکړي یا یې باور مات کړي، نو خواس یې لمنځه ځي او د زړه په رګونو کې یې نفرت راټوکیږي!

بیا په وړه خبره ژاړي او آن له ژونده یې داسې زړه ماتیږي ، چې څوک باور هم نه شي کولای …

کله چې له انسان نه حس لاړ ، نو بیا د ښو او بدو توپیر نشي کولای ، خپل سرنوشت نشي ټاکلی!
په دغه وخت کې داسې فیصلې کوي چې ځان او نورو ته لوی زیان رسولی شي …

د ښځینه وو له احساساتو سره لوبې کول په واقیعیت کې د هغوي د کورنیو د بربادۍ لامل کیږي …

دا باید ومنو چې نارینه که افراطي چلند کوي ، خو ښځې او جونې بیا احساساتي چلند کوي ، چې همدا احساساتي رویه یې د رښتینولۍ او د زړه ترجماني کوي!

څرنګه چې د انسانانو رنګونه او شکلونه یو ډول نه دي ، نو همدغه شان د دوي حواس او عادات هم تغیر کوي …ځیني انسانان څومخي وي!

ځیني بیا لکه پرېښتې ډیر سپیڅلي او پاک زړونه او حواس لري!

د ښځینه وو په باره کې یو خبره د نارینه وو په منځ کې یو څه مشهوره ده ، چې ((ښځې کمزورې دي …)) خو دا خبره لا تر اوسه نه ده معلومه ، چې په کومه برخه کې؟

تاسې لږ دقیق فکر وکړئ !
چې د ماشومانو په پالنه، روزنه، د کور په سمبالښت او د ژوند په نورو ډیرو چارو کې د ښځو قوت او حوصله څومره لویه او د ستاینې وړ ده!؟

زه په دې باوري یم ، چې یو نارینه شاید څو ساعته هم د یو ماشوم د پالنې مسؤلیت په سم ډول ادا نکړي او نه د کور چارې څنګه ، چې لازم وي سمبال کړي ….

د انسانانو وړتیاوې هم یو له بل سره فرق کوي ، خو هیڅکله باید ښځو ته د یو کمزوري انسان په سترګه ونه ګورو!

په ټوله کې پښتنې میرمنې ، چې څومره غښتلي او بادرکه دي ، شاید په نړۍ کې یې ساری نه وي!

روانې نیابتي جګړې د میرمنو روح او روان دومره ځپلی ، چې آن بې حسه شوي!
خو لا یې هم خپله حوصله نه ده بایللې او د شته ناخوالو څخه هسکه غړۍ راوتلې دي …

په روانه جګړه کې تر هرچا میرمنې زیاتې قرباني شوي ، د یو ځوان په وژل کیدو د بې شماره میندو او خویندو احساسات ځپل شوي او زړونه یې پاره ، پاره شوي!

خو دوي بیا هم بې حسه شوې نه دي ، خپلو بچیانو ته یې مینه ورکړې ، د دوي سمه پالنه او روزنه یې کړې ، د نورو انسانانو سره یې همدردي پاللې او د ژوند له شته فرصتونو یې سمه ګټه پورته کړې!

اقتصادي مشکلات او مجبوریتونه یې داسې زغملي ، چې مثال یې نه لیدل کیږي!
تاسې د هغو میرمنو په اړه لږه پلټنه او معلومات وکړئ ، چې دوي د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه درلوده!
ټوله ورځ یا ټوله شپه یې د نورو نوکري کړې ، د دندې سره ، سره یې خپلو بچیانو ته څومره مینه ورکړې!؟
څومره خلوص او همدردي یې ورسره پاللې!؟
څومره په همت سره یې د ټولنې هر بد دود ته ماتې ورکړې!؟
څومره په رښتینولۍ یې ژوند کړی!؟
په خپلو څومره ارمانو یې خاورې اړولي!؟…

دا دی ، په اوسني روان بد وضعیت کې داسې بې شماره میندو او خویندو خپلې دندې له لاسه ورکړې!
د ژوند له داسې مجبوریتونو او ناخوالو سره مخ دي ، چې انسان یې د اوریدلو ځواک نلري!

د دوي له احساساتو سره داسې لوبې وشوې ، چې تاریخ به یې یاد ساتي!
مسؤلینو باید لومړی دوي ته په کور دننه یا یو بل مناسب ځای کې کاري فرصتونه رامنځته کړي وای او بیا یې د دوي لومړنی دندې لغوه کړې وای …د دې پرځای ، چې خلکو او په ځانګړي ډول مجبوره میرمنو ته کاري زمینې برابرې شي بلکې د دوي شته دندې یې ورختمې او له سختو مجبوریتونو سره یې دوي او د دوي کورنۍ مخ کړلې…

د دوي د کلونو ، کلونو هیلې د خاورو سره ، خاورې شوې!
د دوي همت ، حوصلې ، بهادرۍ ، قوت او رښتینولۍ ته دوه لاسي سلام!!!

د دې بد حالت او له مجبوریت څخه د وتلو لپاره باید جونې او ښځي لاسي توکیو جوړولو ، خیاطي او نورو فعالیتونو ته دوام ورکړي!

دوي باید د حالاتو جبر ته تسلیم نه شي!

د دوي په وړتیا او غښتلتیا پوره باوري یم، چې هر ډول ناسمو حالاتو کې خپل ځان او کورنۍ ته د یو مړۍ ډوډۍ پیدا کولو هنر لري او که دوي خپلو هڅو ته دوام ورکړي، نو لرې نه ده، چې نړۍ ته تغیر ورکړي، ستر انسانان لوړ افکار او غښتلې ارادې لري او هیڅکله مشکلاتو ته نه تسلیمیږي، ځکه که ژوند هرڅومره خوشحاله ، خوښ ، بریالی او یا له جنجالونو ، محبوریتونو او سختیو ډک وي ، خو تیریږي …!.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button