جګړه- لنډه کیسه

د کوټې پردې يې کش کړې، د لمر وړانګو يې سترګې ور پټې کړې ورو، ورو يې بېرته سترګې خلاصې کړې د وجود شخي يې ووېسته خوب يې سم نه و پوره، د شپې تر ناوخته پورې ويښه وه، د کړکۍ پر کنج کې يې د مرغۍ ځالې ته پام شو، له کړکۍ يې سر ور بهر کړخو مرغۍ والوته.

زړه کې يې وويل.

‏ـ له انسانه وېرېږي

مخ يې را واړوه د تخت پر ژۍ (سوله او جګړه) ناول ايښى و د شپې خوب وړې وه، وروستۍ پاڼې ترې نالوستې پاتې وې، کتاب يې راواخیست د بالښت لاندې یې کېښود.

د کوټې پر مخ پرتې سپينې پاڼې يې راټولې کړې.

له بلې کوټې د تلويزون غږ راته خبرونو کې خبريال ويل:

ـ چاودنه شوې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، شپږ کسه ټپیان او څلور نور مړه شوي دي.

جګه شوه کړکۍ يې بنده کړه.

له ځان سره يې وويل:

ـ بیا يې وژلي

لاسونه يې تر زنې لاندې ونيول کېناستله

تر پوزې او غوږونو يې مچ تاوېده

ښه يې پسې ور وکتل، تر سترګو لاندې يې کړ، مچ يې د چپې پښې پر ځنګانه کيناست په لاس يې ټس ورکړ ويې واژه.

پرديوال ځوړندې آېينې ته ورغله له مخه يې ويښتان د غوږونو شاته تېر کړل د ښي لاس د بټې ګوتې پر څوکه يې لبسيرين ښه وموښه، او بيا يې ګوته پر شوندو کش کړه، له کوټې ووته.

لمر د کوټې تر کونجه رارسېدلى و.

پاى

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button