بد عادتونه څنګه له منځه یوسو؟

لیکوال: نبي ستوری

په ارواپوهنه کې یوه مهمه مسله د بدو عادتونو او خویونو ده ارواپوهان یې په اړه مختلفې خبرې او اندونه لري. عادتونه په اصل کې تر ډېره هغه څه دي، چې د یو انسان د شخصیت څرګندونه کوي، عادتونه نه یوازې ستاسو په شخصیت کې رول لري، بلکې ستاسو د هرې بریا، ماتې سره نېغ په نېغه اړیکه لري؛ ښه عادتونه مو په ژوند (بریالي ژوند) کې فوق العاده رول لري له بلې خوا ستاسو د هرې ناکامۍ تر شا د بدو عادتونو لاس دی. که ښه عادتونه لرو د رب یو زبردست نعمت دی؛ باید پرې شکر وباسو؛ خو دا په یاد ولرئ، چې دا نعمت ستاسو د هڅو په بدل کې درکړل شوی دی ځکه عادتونه فطري نه، بلکې کسبي دي. ځینې کسان وایي چې دا خوی د دغه انسان په ټول ذات یا کورنۍ کې شته، هغه که بد عادت وي که ښه؛ مثلا په یوه کورنۍ کې ډېری غړي غوسه ناک وي؛ خو یو دوه پکې ډېر د حوصلې او زغم څښتنان وي نو که فطري وای دا یو دوه غړي به هم د نورو په څېر غوسه ناک وای. اصل کې که دغو زغمونکو ته متوجه شو، حتما به یې داسې چارې ترسره کړې وي، چې غوسه دې پرې کنټرول کړي، څو د بشپړې حوصلې او زغم څښتن شي. که د کورنۍ دا نور غړي هم په دې پوه شي، چې غوسه یو ناوړه عادت دی او باید د غوسې پر ځای زغم خپل کړم؛ نو هغه انسان که لږ هم هڅه وکړي، د دغه ناوړه عادت پر ځای یو زبردست او ښه عادت په ځان کې خپلولی شي. اوسنۍ ارواپوهنه وایي، چې ۹۰سلنه چارې او خویونه کسبي دي، نه فطري. نو بد عادتونه د انسان په ژوند کې د زهر په څېر دي، چې هم خپل او هم د شاوخوا نورو انسانانو ژوند ورسره تریخېږي.

ځينې هغه لارې چارې درته روښانه کوم، چې د بدوعاتونو په له منځه وړلو کې درسره فوق العاده مرسته کولی شي:

– تصمیم ونیسئ، چې تغیر شئ او باور ولرئ، چې کولی یې شئ، که مو د ځان په اړه دا ژمنه پوره کړه، باوري اوسئ، چې ډېر ژر به په هغو بدو عادتونو برلاسي او پر ځای به یې ښه عادتونه خپل کړئ.

– د بد عادت منشا، سرچینه او انګېزه پیدا کړئ. له ځان سره فکر وکړئ، چې د دغه ناوړه عادت اصل سرچینه څه ده، کله چې مو سرچینه پیدا کړه نو ژر کولی شئ، چې د دغه ناوړه عادت سرچینه له منځه یوسئ او پر ځای یې د یو ښه عادت شاهدان واوسئ.

– خپل هدف مو مشخص او واضح کړئ. خپل هدف ته د رسېدو لپاره یو منظمه کاري برنامه او وخت وټاکئ، چې تاسو باید په څومره وخت کې یاد هدف ته ورسېږئ، چې دا چاره د ناوړه عادتونو په له منځه وړلو کې مهم رول لري.

– هر لس ورځې کې ځان ارزیابي کړئ. ډېری وخت بدعادتونه هله ډېرېږي، چې بې پروا یا غافل واوسو؛ په لس ورځې کې باید خپل ځان بررسي یا ارزیابي کړو، چې وګورو څومره بدعادتونه په موږ کې پیدا شوي یا کم شوي. که ومو لیدل چې بد عادتونه مو ډېر شوي؛ نو نوټ یې کړئ او د راتلونکو لسو ورځو لپاره یې مه تکراروئ، که کم شوي وي، هغه ښه عادتونه چې غواړئ په ځان کې یې وروزئ درسره نوټ او په راتلونکو لسو ورځو کې یې ترسره او تکرار کړئ.

عادتونه او خویونه ستاسو د ژوند په هره برخه کې فوق العاده رول لري؛ نو همدا اوس تصمیم ونیسئ، چې بد عادتونه په ځان کې کم او ښه خویونه مو ډېر کړئ. که تاسو وغواړئ هر څه شوني دي، فقط تصمیم ونیسه او ګام پورته کړه. بس!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button