اومیګاپرو څه شی ده؟

میرویس باور
میرویس باوراومیګاپرو د کمپنیو مجموعه ده. په خپل منځ کې ډیرې کمپنۍ لري. دغه کمپنۍ په ۲۰۱۸ کال کې په کار شروع وکړه او په ۲۰۱۹ کال بازار ته راووتله. لومړنی کار یې له لاتین امریکا، افریقا او هند څخه شروع کړ. په ۲۰۲۰ کې اسیایي او اروپايي بازار ته راغلل. تر اوسه پورې د نړۍ تر سلو زیاتو هیوادونو ته رسیدلې.

دې کمپنۍ په اول کال کې دیرش زره کسان درلودل، په دویم کال کې یې ۱۸۵۰۰۰ (یو لک او پځه اتیا زره) کسان شول او اوس د ۲۰۲۱ په وروستیو کې به یو میلیون کسانو ته رسیږي.

دا کمپنۍ د مضاربې په شکل د نورو خلکو په پیسو د اسعارو د تبادلې/صرافي کاروبار کوي، یوازې د اسعارو تبادله نه؛ یانې هم په فوریکس کې او هم د کریپټو په برخه کې کاروبار کوي. د اسعارو تبادله هم په دیجټلي صرافي کې کوي او په کاغزي پیسو.
د فوریکس په برخه کې خلکو شپږ ټریلیونه ډالر پانګونې کړې، په همدې ډالرو د صرافيو په برخه کې کاروبار کیږي او سل بیلیونه ډالر پانګونه باندې د کرپټو په برخه کې کاروبار کیږي.

د کریپټو او فوریکس کاروبار په دنیا کې اولني کاروبارونه دي، چې ډیره زیاته ګټه پکې کیږي؛ خو په دې شرط چې څوک مسلکي زده کړې پکې وکړي، ډیره پوهه پکې حاصله کړي او ښه تجربه پکې ولري.

په اروپایي او امریکايي هیوادونو کې د فوریکس او کريپټو د زده کړو لپاره په پوهنتونو او انسټیټیونو کې تقریبا دیرش/څلویښت/تر سلو زرو ډالرو مصارفو سره خلک مسلکي زده کړې کوي، ځانونه روزي، بیا بازار ته راوځي.

هغه خلک چې مسلکي زده کړې نه لري او غواړي له دغه کاروباره برخمن شي، اومیګاپرو همدا فرصت ورته برابر کړی. اومیګاپرو کمپنۍ همداسې مسلکي نفر لري، په کار یې ګمارلي، ګټه پرې کوي او له خپلو مشتریانو سره یې شریکوي.

اومیګاپرو له خلکو پیسې اخلي، کاروبار ورته پرې کوي، چې پیسې یې ورته پرې وګټلې ګټه یې ورکوي او همداشان په تاوان کې هم دواړه لوري سره شریک دي. دغې ډول کاروبار ته مضاربه وایي. مضاربه د حضرت محمد (ص) په وخت کې اصحاب کرامو هم کوله؛ حضرت محمد (ص) د اصحابو دا کاروبار لیده؛ خو څه یې نه ورته ویل، چوپه خوله پرې پاتې شوی. ځکه روا دی.

کله چی موږ د اومیګاپرو کمپنۍ ته پیسې ورکړې هغوی له اووه ورځو وروسته په همدې پیسو کاروبار شروع کوي. هر چا ته د خپلې سرمایې په اندازه ګټه ورکوي. د چا چې سرمایه زیاته وه، زیاته ګټه ورکوي او د چا چې کمه وه، ګټه یې هم کمه.

دا کمپنۍ له موږ سره د ۱۶ میاشتو په موده قرارداد کوي. له شپاړسو میاشتو وروسته زموږ پیسې %۳۰۰ (درې سوه سلنه) کیږي. مطلب که چا زر ډالره ورکړل، په شپاړسو میاشتو کې درې زره ډالر کیږي. او که یې تر پنځو کلونو راونه باسي، تقریبا ۷۰ زره ډالرو ته یې پیسې رسیږي. او که بیا څوک غواړي هره میاشت پیسې راوباسي، په شپاړسو میاشتو کې %۱۶۰ فیصده پیسې ورکوي، چې سل فیصده یې خپله سرمایه کیږی او شپیته فیصده یې ګټه کیږي.

اومیګاپرو هره ورځ موږ ته %0,45 (څه کم نیمه) سلنه ګټه راکوي او په میاشت کې تقریبا لس سلنه راکوي. دا ګټه فیکس نه ده؛ د میاشتې نهه/لس/یوولس/دوولس/دیارلس سلنه په انټروال کې موږ ته ګټه راکوي.

په قوانینو کې هم مشخص وايي، چې موږ ګټه درته کوو، تاوان مو تر اوسه چاته نه دی ورکړی؛ خو بیا مو هم که تاوان وکړ، سره شریک به یو.

که څوک غواړي خپل قرارداد فسخه کړي، هم یې کولی شي. په دې شرط چې زموږ له سرمایې به اووه سلنه کمیږي او زموږ سرمایې به سل سلنه ګټه نه وي کړې. په دې صورت موږ کولی شو هم مو خپله سرمایه چې %۹۳ کیږي او هم مو خپله ګټه راوباسو. مثلا موږ زر ډالره سرمایه ګذاري وکړه. شپږ میاشتې وروسته اته/نهه سوه ډالر زموږ سرمایې وګټل. موږ کولی شو هم اته/نهه سوه ډالر راوباسو او هم ۹۳۰ ډالر خپله سرمایه راوباسو؛ خو که چیرته زموږ ګټه سل سلنه پوره شوه بیا قرارداد نه شو فسخه کولی، تر شپاړسو میاشتو به صبر ورته کوو.

په دنیا کې د نیټورک مارکیټینګ او د اسعارو د تبادلې کمپنۍ ډیرې زیاتې دي؛ خو داسې کمپنۍ به په سترګو در نه شي، چې هم د اسعارو تبادله ولري او هم د نیټورک مارکیټینګ برخه ولري. اومیګاپرو یوازینۍ کمپنۍ ده، چې دواړه برخې په یوه سرمایه ګذاري کې لري.

د اومیګاپرو نیټورک مارکیټینګ د نورو نیټورک مارکیټینګ کمپنیو په شان جبري هم نه دی، چې باید هتمن د نیټورک برخه پر مخ یوسئ چې پیسې پکې وګټئ؛ خو په اومیګاپرو کې بیا دا برخه اختیاري دي. که یې څوک پر مخ وړي، نورې هم ډیرې پیسې پکې ګټې او که یې څوک پر مخ نه وړي بیا هم مشکل نه شته، زموږ په پیسو کاروبار کیږي او موږ ته هره ورځ ګټه راکوي. نو په اومیګاپرو کې که موږ کار وکړو او یا یې ونه کړو، موږ ته هره ورځ ګټه راځي.

د دې لپاره چې په انلاین کمپنیو اعتبار وکړای شو زما په نظر اولنی شرط یې باید د کمپنیو ثبتېدنه/راجستریشن یي. اومیګاپرو کمپنۍ په سنوینس کې راجیستر شوې کمپنۍ ده. د تېښتې/غلا/چل څه نه شته پکې. تر اوسه پورې د نیټورک مارکیټینګ داسې کمپنۍ هم نه تر سترګو کیږي، چې خپل بانک دې ولري. اومیګاپرو کمپنۍ په دې وروستیو څو میاشتو کې په لندن کې خپل بانک هم پرانیست، چې نړۍوال حیثیت لري. د بریتانیې له FCA سره د دې بانک ثبتیدنه، کمپنۍ نوره هم ډیره اطمناني/سټېبل کړه. په راروانو دوو کلونو د لا سټیبلیټي لپاره کمپنۍ هم د ځمکو او جایدادونو برخه ور اضافه کوي او هم سټاک مارکیټ ته ځان رسوي. کومه کمپنۍ، چې سټاک مارکیټ ته ځي، هغه باید په لاس کې ډیر څه ولري، چې سټاک مارکیټ ته یې ورکړي.

همدا بانک د OMP money په نوم دی. اومیګاپرو خپلو ټولو غړو ته د دې بانک ډیبیټ کارټونه/ماسټر کارتونه هم ورکوي، په دې سره به یې مشتریان وکولی شي د نړۍ هر کونج ته په ډیر کم لګښت سره پیسې ولیږي او په هر ځای کې یې راوباسي او همدا راز په دې کارتونو کولی شي انلاین صرافۍ هم پر مخ یوسي او له اومیګاپرو څخه خپلې ګټلې پیسې هم پکې ذخیره کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button