انتوني بلینکن ! د ګربتانو او زمریانو غرني هیواد ته ښه راغلاست !

انتوني بلینکن ! د ګربتانو او زمریانو غرني هیواد ته ښه راغلاست !
نـن د ۲۰۲۱ زیږدیزکال د اپریل ۱۶ نیټه ده . هغه ورځ چې د سپیني ماڼۍ په غوراوی د ترکیې د استانبول په ښار کې د نړۍ د سترو هیوادونو روسیې ، چین ، هند ، جرمني ،فرانسې ، کاناډا، استرالیا، ناتواو ملګرو ملتو ، اسلامي کنفرانس غړواوعرب هیوادونواستازوپه ګډون نړیوال کنفرانس جوړشوی او د طالبانو سره د افغان حکومت د جوړجاړې او د سولې د ټینګښت په موخه کوټلي تاریخي ګامونه پورته شوي وای خو دا غونډه د طالبي چارواکو په ګوت څنډنه او نه ګډون له بده مرغه جوړه نه شوه . او ستاسو د سفر لوری یې هم بدل او د نړیوالو موازینو، د هیوادونو د دپلوماتیکو مطرح اړیکو په پام کې نه نیولو او د افغانستان اړوند لوړو ارګانونو په بابیزه ګڼلو سره مو لکه د شنه آسمان تندرد کابل په ښار راپریوتی دا یوازی تاسونه بلکې د افغانستان د اشغال له مهاله د ویزې، پاسپورت او اجازې پرته هروخت یې چې زړه وغواړي له پوځي جنرالانو نیولو بیا تر لوړپوړو چارواکو پوري له مخکني خبر او اړیکي پرته ستاسو د لویدیځو ملاتړو په ګډون سفراوبې پوښتنې،ګرویږنې ځمکنی او هوایې سفر کولای شي .
هو! تاسو د خپل جمهور ریس جوبایډن پیغام چې له افغانستانه به د روان کال د سپټمبرتر۱۱نیټې پورې ټول امریکایې ځواکونه خپل هيواد ته ستنیږي له ځانه سره راوو. د ارګ ، سپیدارماڼۍ اود امریکا په سفارت کې مولیدنې،کتنې اوویناوې رسنیزه شوې .
شل کاله پخوا د ۲۰۰۱کال د اکتوبرپه اوومه نیټه د امریکا،ناتواوایساف غړوکابو۴۸ هیوادونو په مدرنو پوځي هوایي اوځمکني وسلوسمبال لښکرو د نیویارک اوواشنګټن په ښارونوکې د سپټمبرد ۱۱ تروریستي ناتار په پلمه په افغانستان وبلوسل اود یرغل په پایله کې د طالبانو اسلامي امارت ته د پای ټکی کیښودل شو. القاعده اوعرب ترهګرد اسامه بن لادن په مشری په سیمه کې خواره واره شول. د پاکستان د استخباراتواو پوځیانوپه لارښونه اولمسون مو د اسامه د وژلو په موخه د افغانستان په کلواوبنډوکې د بې وزله زرګونو،زرګونوافغانانو وینې وبهولې او د توري بورې غرنۍ سیمه د هوایې اوځمکني بمونواوچاودنوله کبله په محشراوښتي او د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکی و. د ډبلیو بوش دوره په مرګ ،ژوبله ، ورانولواوسوځولو کې تیره شوه . توربارک اوباما هم پخپله واکمنی کې د وحشت توره ورځ راوسته امریکایي سرتیري لا ډیرشول او د جګړې په اور کې افغانان سوځیدل . په پایله کې د سیپټمبرد ۱۱ تروریستي پیښې طراح اسامه بن لادن د پاکستان د پوځ اواستخباراتوپه لمنه کې استوګن چې د میلیونوډالروپه بدل کې په ایبټ آباد کې ووژل شو.
د عراق او سوریې په جنګونو کې یوبل خونړي خردجال د داعش په نوم سر راپورته اودا په ترهګری او مرګ ژوبله کې تر القاعدې لاخونړی اوستاسوپه نظامي حضور کې یې افغانستان ته مخه کړه . په توره بوره، اروزګان ، بدخشان ، فاریاب اوجوزجان اونوروسيموکې په مستند ډول لیدل شوی چې د امریکایې اوپاکستاني چورلکو په وسیله لیږدول شوي، تمویل اوتسليح شوي دي . د طالب ، القاعده ، داعش ترڅنګ ترشلوزیاتې خورا سخت دریځي ترهګرې وحشي متحجرې ډلې ټپلې راو ټوکیدلې چې د عربي هیوادونوسربیره ، اویغور، چیچین ، ازبک،تاجک ، اندونیزیایې، ایراني ،پاکستاني ،افغاني اونور زهرجن مرخیړي په کې فعال ګډون لري.
دونالد ټرمپ د خرمستی اوتکبر په لیوني خره سپور د همیشه بهار سمسوره سیمه د موربم په چاودنه تلپاتې زهري، مسمومه او رادیواکتیفیزه کړه چې دادی په هغه سیمه کې نا قص الاعضا اوزړه بوږنوونکي بڼه ماشومان زیږي. او دا بشري ناورین د سپیني ماڼۍ سوغات دی . له بلې خوا کاکا ناکامورا د خپلو بشر پالوچوپړونواو سمسوروښیرازه بڼونوپه جوړولو د ټول افغان ولس په زړونوکې تلپاتې استوګن دی .
ښاغلی بلینکن ! په تیرو شلو کلونوکې تاسو یوه اف ۱۶ اویابله جټ الوتکه د افغان وسله وال پوځ ته ورنه کړه اونه مو د دغوجنګي آلوتکو یوپیلوټ وروزه . د وچو د ښتو د خړوبولولپاره مو بهرته د بهانده اوبو د زیرمه کولواوساتلویوبند جوړنه کړ، یوعصري اومجهز روغتون مورامنځته نه کړ، یوه ټولګټي فابریکه چې تاسو یې د جوړولو افتخار ولری .افغانانوپه سترګوونه لیده . د افغانستان د زرګونو کانونو د یوه کان په پرانیسته مو لاس پوري نه کړ. اود خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د لوړو استعدادونوخاوند ځوانان د آبد لپاره امریکا ته استوی او په دې توګه دافغانستان د پرمختګ اوبسیانې مخه ډب کوی.
هو! په تیروشلو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې ښکاره لاسته راوړنې اوبریاوې شته . خود هغه د ساتنې اوژغورلوزمینې مخ په ځوړ روانې اوتاسوپخپله لومړی وینا کې د افغانستان جګړه آبدي اوتلپاتې جګړه بللي او دا لامل دی چې طالبان ستاسو د څپڅپانده اودوه مخي سیاست له کبله په هیوادنی اوسیمه ییزه کچه چې ستر هیوادونه روسیه ،چین اوشیطان هیوادونه پاکستان اوایران یې ترشا ولاړدي په یوه ویروونکي اوورانوونکي ځواک بدل شوي او مدني بریاوې به د تحجرکندې ته ګوزارکړي.
ښاغلی انتوني بلینکن ! بخشه غواړم د ژورنالیزم آزاده نړۍ ده د لوی کندهار له سیمي یوه ځوان کندهاري د یوې کیسې د یادونې سپارښتنه کړي چې تاسو ته یې کټ، مټ تکرار کړم اوهغه داچې :
کندهاری مست ځوان وایې چې په تیاره ماښام کې زما هوټل ته دوه تنه آمریکایي ښایسته ځوان سرتیري رانـنوتل . د میلمه پالنې په دود مو ورته دروند هرکلی ووایه اوپه ځانګړو تشریفاتو په ټاکلوچوکیو کیناستل . د هوټل ګارسونان ورغلل اوله هغويې وپوښتل چې څه فرمایش لري؟
آمریکایي ځوانانو ورته وویل چې موږ په امریکا کې د خوندور کباب سره که سکاچ ویسکي اوریډ لیبل وڅښو نوسهار چې له خوبه راپاڅو نو سرونه مودرد کوي . زموږ فرمایش دادی چې داسې افغاني شراب د افغاني کباب سره راکړی چې سهار له خوبه راپاڅو اوسرونه مودرد ونه کړي . ګارسونانو په کندهاري لهجه ورته وویل :
خدای موراوله ، هرکله راشئ . ستاسو فرمایش به ترسره کړو. بې له ځنډه ګارسونانو ورته بنګ آو د بنګو اوبو ډک ګیلاسونه ورته راوړل او هغه یې پرې وڅښل. ورسره جوخت یې د لیونیوچرسو بل کړي سیګرټي د هغو په واک ورکړل . د بنګ اومستي او د چرسو لوګیو، دوه ځلمي له ځانه او جهانه بې خبره کړل . په خواږه خوب پریوتل . کندهاریوشاه ځلمو ګارسونانو وخت لوی غنیمت اوچانس وباله په دواړو امریکایانو یې خپله آرماني تنده څو،څوځلې ماته کړه . خوکله چې سهارشو اوامریکایي ځوانان له خوبه راپاڅیدل .نو ګارسونانو ترې وپوښتل چې څنګه یاست شپه په خیر تیره شوه اوصحت موڅنګه دی؟
امریکایانوپه ځواب کې ورته وویل : چې ګرده شپه په ځان پوهیدلي نه یاستو. خو هیښوونکي او د تعجب خبره داده چې آمریاکیي شراب سرونه خوږوي خو برعکس افغاني شرابو زموږ مقعدونه په درد راوستي دي .
هههههههه ګربه میدان آمدي مې دانییم .
همدانـن ورځ د انګلستان ګاردیېن ورځپاڼي لیکلي دي چې :
(هغه جګړه چې هیڅکله نه ګټل کیږي اوزیاتوي چې د انګلستان پخواني لومړی وزیر مټ میلن خپلو همکارانوته ویلي و چې د سیاست یو مهم ټکی به موداوي چې هیڅکله بايد په افغانستان چپاو ورنه وړا ی شي. اودا هغه درس و چې برتانیې په ۱۹ ـ او۲۰ پیړۍ کې زده کړی و.)
افغانستان د زرګونوکلونوپه اوږده بهیرکې کله لویدلی اوکله پورته شوی دی . هغه د انګلیس له استعماري خیټې راوتلې ۷۴ کلن شیطان پاکستان نه دی . دا لویه اریانا، تاریخي خراسان او د امپراتوریوهدیره سرلوړی افغانستان دی .
ژوندی د ی وي افغان باتور ولس او سرهسکی نـنګیال افغانستان .
۱۶/۴/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button