امرالله صالح: ټینګار مې په دې و چي د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت اعلان وشي

سید عبدالله نظامي

د افغانستان د پرځیدلي ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح پر خواله رسنیو له بي بي سي سره د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له مرکې څو ساعته وروسته د کابل د پرېښودو او د دولت د پرځېدو شېبو ته اشاره کړې او دا چې وايي، ټینګار یې په دې و چي د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت اعلان وشي.

پخواني ولسمشر محمد اشرف د بي بي سي لپاره په ثبت شویو خبرو کې وویل، د خوست او جلال اباد له لاسه وتلو په ځنډ خبر شو او دا چې د ملي امینت سلاکار یې له هېواده د وتلو ورته وویل.

ښاغلي صالح هم د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ګوته کړی چې په خبره یې ورته یې ویلي و پاکستان پلان لري څو تنه په کابل کې په سخت زړي توګه ووژني او بیا یې مړي پر سړکونو کش کړي او له هغو کسانو یو ته یې.

صالح لیکلی، ده ټینګاره لاره چې د طالبانو پر وړاندې باید ملي مقاومت وشي، خو د ولسمشر له لوري ورته ځواب دا و چې هرڅه باید په پلان او اوږد مهالي فکر وشي.

صالح وايي، هغه شپه چې پر سبا یې کابل د طالبانو لاس ته لوېده یوازینی کس چې د ده ټلیفون یې ځواباوه د کابل د پولیسو مشر جنرال طوطاخیل و.

دی وايي پر سروبي د فشار کمولو لپاره د مرستې په تړاو او د څرخي زندان د الې ګولې د کابو کولو لپاره یې حمدالله محب ته په وار وار پیغامونه پرېښودل، خو ځواب یې نه و نه موند.

صالح وايي، نور چې له خپلو ملګرو بې نوا شو د پنجشیر درې پر لور رهي شو او دا یې د بې وسۍ وروستۍ هڅه وه.

د محمد اشرف غني د مرکې په غبرګون کې د یوه بل پخواني ولسمشر د دفتر ریس او د اطلاعاتو او کولتور پخواني وزیر کریم خرم ښاغلی غني تورن کړی چې خپلو خبرو کې ریښتونی نه دی او دغه مرکه کې ضد او نقیض غږېدلی.

ښاغلی خرم وايي د نظام د پرځېدو لوی لامل له هېواده د محمد اشرف غني وتل و.

پر خواله رسنیو د پخواني حکومت یوشمیر چارواکو او د نظر خاوندانو په خپلو غبرګونو کې ځینو ښاغلی غني ستایلی، چې د وینې تویدنې د مخنیوي لپاره واک پرېښود.

ځينو نور بیا پرې سختې نیوکې کړې چې ان د یوه داسې حکومت مشري یې کوله چې سلاکارانو تر وروستۍ شېبې د خوست او جلال اباد له بایللو نه و خبر کړی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button