پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

معاصرې ژبپوهنې او تاریخ پوهنې داثابته کړې ده چې پښتانه د اصل او نسب په لحاظ آریائیان دي اوژبه یې هم دهندو اروپايي یا آریايي او په بل عبارت دلویدیزو آریايي ژبو په کورنۍ کې یو ه ژوندۍ ادبي ژبه ده . اوس دمعاصرې ژبپوهنې په رڼا کې نوره هغه زړه او ورسته نظریه بیخي مردوده ده چې وایی پښتانه دبني اسرائیلو له نسله دي .

پښتانه په دودیزه ( عنعنوي ) توګه په پنځو لویو ډلو ویشل شوي دي یا په بل عبارت په پنځو پلرونو یا سترو ښاخونو ویشل شوي دي چې دغه پنځه سترې ډلې دادي : کرلاڼي ، غرغو ښتي ( غرغښتي ) ، غلجي ، سړبني او بیټڼي. بیا دغه سترښاخونه په نورو څانګو ویشل شوي دي چې په پښتو کې ورته خیلونه او یازي وايي. ددغه ویش مطلب دانه دی چې تر دغو نیکونو نه به دمخه پښتنو شتون نه درلود .پښتانه دتاریخي پلوه دډیرولرغونو زمانونه نه داوسني افغانستان اصلي اوسیدونکي پاتې شوي دي او نوم یې په آریايي او ویدي سرودونو کې په واضح او څرګنده توګه راغلی دی.

۱- کرلاڼي پښتانه :
دستر نیکه کرلاڼ بابا اولاده ده . دغه پښتانه دافغانستان په جنوبي ولایتونو خوست ، پکتیا ، وردګو او دديورنډ د کرښې اخوا سیبمو ( پښتونخوا) کې اوسي .په کرلاڼي پښتنو کې مهمې قبیلې او ښاخونه دادي : دلازاک،وردګ، اورکزي ، منګل ، ځدراڼ . هني ،بنګښ، اپریدي ( افریدي ) خټک ، اتمان خیل ، خوږیاڼي ، پړبه ، وزیر ، درمان ، ځاځي ، توري ، وزیر ، مسید ، ګوربز ، دوړ ( داوړ) ، تڼي ، بنوڅي ، مقبل ، سبري ، مندوزي ، اسماعیل خیل اورموخت ( زمښت) . زما دڅیړنو په اړوند دوی ته ځکه کرلاڼي وایی چې دکر کیلې سره زیاته مینه لري.
دغو کرلاڼي پښتنو دهند په بنګال کې هم واکمني کړې ده چې دکرلاڼيو واکمنانو نه سلیمان خان کرلاڼي ، تاج خان کرلاڼي او داودخان کرلاڼي دهند په تاریخ کې نامتو کسان تیر شوي دي ،(۱)

دپيښور خانان د۱۸۸۰ کال انځور :

۱- دلنډي سرفرازخان
۳- محبت خان دطورو
۴- خان بابا خان قزلباش
۵- دتهکال فتح خان
۶- محمد شریف خان اسما عیلی
۷- اکبر خان اورکزی

۲- غورغښتي ( غرغښتي ) پښتانه :
غر غښت د پښتنو په قبيلو کې يو مشهور ټو لنيز ګروپ دی چې په دغه ټولنيز ګروپ پورې يو شمېر قبيلې ، ښاخونه، څانګې، خيلونه او پښې تړ لې دي چې پښتانه يې غر غښتيان هم بولي٠ غرغښت په پښتنو کې يو مشهور نيکه تېر شوی دی او له پخوا زما نو نه مؤرخانو دده نوم او حال ليکلی دی٠ په پښتني عنعنه کې هم غر غښت يو خورا لوی پښتو ن او مشهور نيکه ګڼل کيږي٠ ددې عنعنې تصديق په بهرنيو مؤ رخينو کې ابو الفضل علامي( ١٠٠٦ هجري) چې دمغولي واکمن جلال الدين محمد اکبر ددربار نا متو مؤرخ اکبر او دشيخ مبارک ناګوري زوی او دمغولو ددربار دملک الشعرا ابوالفيض فيضي وروردی په دې ډول سره کوي :
” په پښتنو کې درې وروڼه بيټنی، غرغښت او سړبن ډېر مشهور نيکونه دي٠ (۲) ”
د تاريخي روايتو نو پر بنسټ غر غښت د ٣٨٨ هجري کال په شا او خوا کې ژوندی و ٠
پرو فيسور ولي محمد خان سيال کاکړ په خپل مشهور اثر” پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخوا کې” د غر غښتي پښتنو په اړوند داسې کښلي دي :
” غرغښت په اصل کې له دوو کلمو نه مرکب دی چې غر او غښت دی اودغه زړه اريايي کلمه د ګور ګښت،ګر ګښت او غر ګښت نه راوتلې ده چې مانا يې دغرو ګر ځيدونکي يا په بله ژبه دغرو او سيدونکي او موږ غر غښتيان دغروال او غر زيو په نو مو نو سره هم يادولای شو٠(۳)”
دروايتونو له مخې غرغښت نيکه درې زامن درلودل يعنې داني،بابي او مند چې په دوی کې دداني داولادې شمېر دنورو په پر تله زيات دی او دداني په اولاده کې دکاکړو قبيله ډېره مهمه ګڼله کيږي٠ (۴)
غر غښتي پښتانه نه يوازې دا چې په افغانستان ، سويلي پښتو نخوااو پښتونخواکې مېشته دي، بلکې دپاکستان دپنجاب په چهچه او هزاره او هندوستان کې هم ډېر شمېر غر غښتيان مېشته دي٠
په مجموعي ډول دغر غښتي پښتنو په ټو لنيز ګروپ کې دالاندينۍ قبيلې ډېرې مشهوري دي:
١- ساپيان
٢-کاکړ
٣-ناغر
٤-داوي
٥-ګدون يا جدون
٦-بابي
٧- مندو خيل
٨-پڼي
٩- خوندي
١٠- لودين
١١- مشواڼي

۳- سړبني پښتانه :(چې دراني پښتانه هم بکې راځي )
دغه پښتني دله یا ګروپ دخپل ستر نېکه سړبن په نا مه په سړ بني يا سړ بنيو پښتنو سره شهرت لري ٠ سړبن په پښتنو کې خورا مشهور نېکه تېر شوی دی او له پخوا زمانو نه مؤر خا نو دده نوم او حال ليکلی دی٠ په پښتني عنعنه کې هم داسړی خورا لوی پښتون او مشهور نېکه ګڼل کيږي ٠ ددې عنعنې تصديق په پخو انيو مؤ رخينو کې ابو الفضل علامي (١٠٠٦ هجري) دمغولي واکمن اکبرد دربار مؤرخ په خپل تاريخي اثر ائين اکبري کې په دې ډ ول کړی دی :” په پښتنو کې درې وروڼه بېټنی، سړبن او غر غښت ډېر مشهور نېکو نه دي٠”(۵)
د روايتو نو له مخې سړبن دقيس عبدالر شيد زوی او دغر غښت او شيخ بيټني ورور دی ٠ ويل کيږي چې د سړ بن نوم په اصل کې ابر اهيم و ، خو په سړبن مشهور شو ٠ ددې وجه داوه چې دده اولاد نه و او په دې خبره به تل غمجن او پرېشانه و، نو ځکه بېټ نېکه ده ته خپل زوی اسما عيل ورکړ ٠ (۶)
سليمان ماکو په خپل مشهور اثر تذ کرة الا وليا کې چې له( ۶١٢هجري) وروسته لېکل شوی دی دشيخ بيټني او دده دورور سړ بن ذکر داسې کوي:” نقل هسې کاندي يارانو چې په روزګار دشيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو مېده او پر شيخ بيټني هم خورا ګران و ، سړبن نه درلودل زامن او هر کله به يې ويل خپل ورور ته٠ بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی سو دسړ بن پر کاله٠ خدای مهر بان د اسما عيل په بر کت سړ بن ته نصيب کړل دومره زامن چې اوس سو ګڼون دهغو ٠٠٠” (۷)
ويل کيږي چې داسما عيل او لاده هم په سړ بنو ورګډيږي او ذکر يې په” مر ات الا فا غنه” کې د سړ بني او ليا وو په لړ کې مو جود دی ٠(۸)
سړ بن دوه زامن درلودل چې ديوه نوم شر خبون يا ښر خبون( شرف الدين) او دبل نوم خر ښبون( خير الدين ) و ٠ دښر خبون( شرف الدين) د ژوند دحا لا تو کو مه پته نشته، خو دخر ښبون( خير الدين)څه لږ شان حال په پټه خزا نه کې مو جود دی٠ دپټې خزانې مطابق شيخ خر ښبون په٤١١ هجري کال کې وفات شوی دی٠ (۹)
خر ښبون هم دخپل تره( اکا) شيخ بيټني په څېر يو نېک او خدای لما نځو نکی انسان او دپاک خدای په عبادت به لګياو٠ ويل کيږي چې دی دکسي په غره کې او سېده ٠ درو ايتو نو له مخې دشيخ خر ښبون دژوندانه په زما نه کې د هغه پلار او تره (ا کا) يعنې ( سړبن او بيټ نېکه) لا ژوندي وو او دوی ټول سره په يو ځای کې اوسېدل، خو څه موده وروسته خر ښبون دخپل پلار او اکا په اجازت دخپلو او لا دونو سره دکسي دغره نه د غوړې مرغۍ په لور په کډه لاړ او هورې مېشته شو ٠(*)
لنډه داچې دسړ بن اولاده چې په سړ بنيو سره مشهوره ده په لا ند نيو قبا يلو وېشلې شوې ده :
ابداليان چې درانیان یې هم بولي ،ترين،شيراڼي، بابړ،هريپال(حریفال)، جلو اڼي،غر شين، ميا ڼه، بړيڅ،پوپلزي، بارکزي،اڅکزي، اسحاقزي،موسی زي، نورزي،اليزي، ادوزي،خاکواڼي، ماکو، يو سفزي،مندړ، تر کلاڼي يا تر کاڼي،ګګياڼي، مو مند، داودزي، غوريا خيل، څمکني، زيړاني، محمد زي، ملا ګوري، خيشکي،کتاني، مهمنزي، کاسيان، شينواري، ،ستورياني،سر کاڼي او نور٠٠٠

۴- بیټني پښتانه :
ددغې قبيلې خلک د خپل لوی نيکه بيټ يا بټن دنا مه له کبله په بيټنو سره شهرت لري٠ دا سړی په پښتنو کې ډير مشهور نيکه تير شوی دی او له پخوا زمانې نه تا ريخ ليکو نکو دده نوم او حال ليکلی دی٠په پښتني عنعنه کې دا سړی يو خورا لوی پښتون او مشهور نيکه ګڼل کيږي.
ددې عنعني تصديق په بهر نيو مؤ ر خينو کې ابو الفضل علامي( ١٠٠٦ هجري) د هندد مغولي واکمن جلا ل الدين محمد اکبر ددربار مؤ رخ په دې ډول کوي:
“په پښتنو کې درې وروڼه بيټنی،غر غښت او سړ بن ډير مشهور نيکو نه دي”.(۱۰)
د بيټ نيکه نوم په تا ريخو نو کې بيټنی او بټن هم راغلی دی او نعمت الله هروي چې په( ١٠١٨ هجري) کې مخزن افغا ني تا ليف کړی دی هم دشيخ بيټني او دده د او لادې احوال په بشپړه تو ګه راوړی او ځينو نورو تا ريخو نو ته حواله ورکوي چې مجمع الا نساب ا، معدن ا خبار احمدي او تا ريخ ابرا هيم شا هي له هغو نه دي او تر ده دمخه ليکل شوي دي.(۱۱)
د رو ا يتو نو له مخې بټن دقيس عبدالر شيد زوی دی٠ بيټ نيکه(*) د خپلو دوو ورو ڼو يعني غر غښت او سړ بن نه په عمر کو چنی و، خو د خپل نيک خوی،زهد او تقوی په وجه يې ډير شهرت تر لاسه کړ٠ په کو چنيوالي کې يې تر عر بستان او عر اق پورې سفر و نه وکړل چې ددې سفر و نو په تر څ کې يې د ډيرو خلکو سره ليد نې کتنې وکړې او د هغوی له صحبته يې فيض تر لا سه کړ.(۱۲)
اخو ند درويزه ننګر هاری چې تر (١٠٤٨ هجري) پورې ژ وندی و هم د شيخ بيټني او دده د او لا دې يا دونه کوي او د پښتنو له نو ميا ليو او مشا هيرو نه يې ګڼي٠ خو تر دغو ټو لو پخو انی او زوړ کتاب چې د بيټ نيکه ذکر او دده اشعار پکې را غلي دي د با رک خان د زوی سليمان ما کو تذ کر ة الا وليا دی چې له(۶١٢هجري) نه ورو سته ليکل شوی دی٠ ددې کتاب هغه يو څو پا ڼې چې شته د شيخ بيټني ذکر داسي کوي:” نقل کا ندي هسي يا رانو چې په روزګار د شيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو ميد ه او پر شيخ بيټني هم خورا ګران و، سړبن نه در لود زامن او هر کله به يې ويل خپل ورور ته ،بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی شو د سړ بن په کا له، خدای مهر بان د اسما عيل په بر کت سړ بن ته نصيب کړل دو مره زامن چې اوس شو ګڼون د هغو ٠٠٠”٠(۱۳)
لوی استاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد بيا تو تا ريخ په دوهم ټوک کې د بيټ نيکه په اړوند دا سي ليکلي دي:” د بيټ نيکه نور ا حو ال مو ږ ته نه دی معلوم او نه دده ژوند مؤ ر خانو تصر يح کړی دی،فقط د پټې خز انې د ليکلو څخه ښکاري چې اسما عيل د بيټ نيکه زوی د ښر خبونمعا صر او د غه سړ ی په کال(٤١١ هجري ) کې مړ شوی دی٠ نو چې د اسما عيل د ژوند وخت(٤٠٠هجري) حدود وي ښا يي پلار او اکا يې هم د(٣٥٠ هجري) په حدودو کې ژ وندی وي.”(۱۴)
د تا ريخ حيا ت افغا ني د ليکوال ډپټي محمد حيات خان په حواله بيټ نيکه د سليمان په غر ه کې ميشته و ،خو وروسته د غزني په شاوخو اکې ښخ شو.(۱۵)
شيخ بيټني يو رو حاني شخصيت و . سليمان ما کو په خپل کتاب تذ کرت الا وليا کې دده يو منا جا ت راوړی دی چې په لا ندې ډول يې وړاندې کوو”
لويه خدايه،لويه خدايه ستا په مينه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي کې ټو له ژوي په زاري کې
دلته دي د غرو لمنې ز موږ کيږدۍ دي پکې پلنې
دا وګړي ډير کړي خد ايه!
لويه خدايه، لويه خدايه!
دلته لږ زموږ اوربل دی ووړ کو رګی دی،ووړ بور جل دی
مينه ستا کې موږ ميشته يو بل دچا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده
دا پا لنه ستا ده خدايه
لويه خدايه، لويه خد ايه!
شيخ بيټني درې زامن در لو دل چې اسما عيل ،وړسبون او کجين نو ميدل او په دغو زامنو سر بيره يې يوه لور هم در لوده چې بي بي متو نو م يده او د شا ه حسين غوري مير من وه چې او لاده يې متو زي پښتا نه دي.(۱۶)
د بيټ نيکه په ز امنو کې دوړ سبون او کجين او لادې ته بيټني وايي.(۱۷)
په پخوا و ختو نو کې دد غې قبيلې خلک د سليمان غره په لو يد يزه خو اکې او سيدل،خو په هندو ستان کې د پښتون واکمن د سلطان بهلول لودي د زوی سکندر لو دي د و ا کمنۍ په و خت کې د غلجيو د قبيلي د غلبي په وجه د خپل اصلي او پخو اني ټا ټو بي نه و کو چيدل او د سليمان غره په لمر خا ته د ګو مل د سيند پر غاړه او په ټا نک کې ميشته شول٠ وروسته بيا ددغې قبيلي زيا تره خلک د سو داګرۍ او نورو دو لتي چارو د تر لا سه کو لولپاره هند وستان ته لاړل٠ ددې له پاره چې په هغه و خت کې په هند و ستان کې پښتنو واکمنانو ځواک درلود او ټول ځواک ددوی په لاس کې و،له همدې کبله د بيټني قبيلي ځيني کسان هم د لو يو ر تبو خا وندان شول چې يو له هغو نه فتح خان بيټنی د بنګال د ګور دسيمې خود مختاره او مشهور صو بدار او يا ګورنر و، چې تر هغه وروسته دغه مقام د کر لا ڼي قبيلي لاس ته ورغی.(۱۸)
هغه شمير بيټني چې د ګو مل په دره کې او سيدل ،نو د هغوی په شمير کې زيا تو الی راغی، چې د خپل ملک په لو يولو او نورو سيمو په نيو لو يې پيل وکړ،ان تر دې چې( دوتو) چې کا نيګرام ته نږ دې مؤ قعيت لري ور سيدل٠ دوی دلته د وزيرو او مسيدو سره مخا مخ شول او په هغه جګړه کې چې ددوی تر مينځ پيښه شوه نو بيټنو ما تي وخوړه او شا ته تلو ته مجبور شول او د کر نګي له کلا نه هم په شا شول، چې اوس نو موړې کلا د مسيدو قبيلې د بهلو ل زيو د ښا خ د شنګي څا نګې په لا س کې ده٠ کله چې وزير او مسيد ددوی د مقبو ضه ملک د نيو لو پر ته د هغوی پر سيمې باندې هم تيری پيل کړ،نو په دغه وخت کې ځينې خلک له خپلو کو رو نو نه لاړل او چير ته چې دوی ته پناه ور کړل شوهدته ميشته شول، خو د کجين د او لادې زيا تره برخه او دهغې نه د وړ سبون او لا ده د سليمان د غره په ختيزه کې ميشته دي٠
داسي ويل کيږي چې په هغه وخت کې د ګبر غر چې د بنو جنوب او د ټانک شمال ته پروت دی او د ورګا ړا يا او ګاري ښاخ د وړ سبون بيټنيو په قبضه کې و، چې ورو سته بيا په نو مو ړي ښا خ با ند ې د ګو ربزو قبيلې ير غل وکړ او بې شميره ورګاړي يې ووژل او ددوی سيمه يې و نيو له.

د بيټني قبيلې د استو ګنې سيمې:
١- په پښتو نخواکې:
بيټني د جنو بي وزير ستان په سهيل او دديره اسما عيل خان د ضلعې په لو يد يځ کې ا ستو ګنه لري،چې د جغر ا فيوي پلوه په جنو بي و زير ستان، خو په اداري لحا ظ په ديره اسمعيل خان کې مو قعيت لري٠
ددوی سيمه له ١٢ نه تر ١٥ ميله پورې پلنوالی او تقر ېبا ٥٠ ميله او ږدوالی لري٠ ددوی اصلي مر کز د جنډ وله په نا مه يا ديږي، چې په جنو بي و زير ستان کې د ټا نک پورې اړونده سيمه ده٠ همداراز ددغې قبيلې خلک په بنو، لکهي مروت کې هم ميشته دي٠
په او سني و خت کې په بنو او ديره اسما عيل خان کې ددوی شمير د ٢٥٠٠٠ زرو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠سر بيیرهه يو شمير بيټني په پيښور، کراچۍ او
د پا کستان په نورو ښا رو نو کې هم استو ګنه لري.

٢- په ا فغا نستان کې:
په افغا نستان کې دوی په پکتيکا،غزني او ننګر هار ولا يتو نو کې ميشته دي٠ داسي ويل کيږي چې په غزني کې ددوی څلور پنځه کلي شته٠ يو شمير بيټني په نيمه کو چي ډول ژوند کوي چې دکابل او ننګر هار تر مينځ ليږد کوي٠ دننګر هار ولايت د چپر هار د ولسوالۍ په ځينو کليو کې هم يو شمير بيټني ميشته دي٠ دا فغا نستان پښتانه بيټنيو ته دبيټ نيکه د رو حاني شخصيت له کبله درناوی کوي٠په ټول افغا نستان کې ددوی شمير د٦٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښو دل شوی دی٠

٣- په هند وستان کې;
لکه چې د مخه وويل شول يو شمير بيټني په پخوا زمانو کې کله چې لودي او سوري پښتنو پر هندوستان باندې واکمني درلوده دغه هيواد ته وليږ ديدل ددغو واکمنا نو تر حما يې او سيوري لاندې د غټو غټو منصبو نو خا وندان شول، په تيره بيا په بنګال کې دوی ډیر پو ځي منصبو نه در لودل٠ چې همدا اوس هم د هند په بنګال،بيهار، اوړيسا او اتهراپراد يش ايا لتو نوکې بيټني پښتا نه ميشته دي ،خو ژبه يې له لا سه ور کړې ده٠
د بيټني قبيلې ښا خو نه:
لکه چې د مخه مو وويل د بيټ نيکه په زا منو کې دوړ سبون او کجين اولا دې ته بيټني وايي چې په لا ندې ډول به ددوی ښا خو نه در وپيژندل کیږي:
د وړ سبون ښا خو نه:
مزياڼي،کزبوڼي،ورګاړي،غړون،فتح خيل،مندي خيل،ادم خيل،سن خيل،ما ني خيل،رسول خيل،معروف خيل،خواجي خيل،چارګل خيل،رحيمدادخيل،الفدين خيل، جاني خيل ، حسن خيل،لا لي خيل، سمر زي ، دري خيل،،ملا خيل، تا جو خيل،يو سف خيل، لښکري،عمر خيل،کلي خيل ، سر مست خيل،اورک زي، زکني، غوري زياو نور٠٠٠
د کجين ښا خو نه:
تتا،دنا،کټا،کوټي،رتنزي،بو يا يي،بو يک ،توران خيل،کټه ګرام،مند اڼه، شيخا يي ، تر ايي ، څپلا ي،شهمير،بالمير،شنګر لا ني او نور٠٠٠
بيټني زړور،ميلم ه پا لونکي، جنګيالي او دښه مزاج خا وندان دي٠دوی دود اد دستور وزيرو ته ورته دی٠ د حيات افغا ني مؤ لف ډپټي حيا ت خان ١٤٣ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنګيا ليو شمير ٣٠٠٠ تنه ښو دلی دي٠
۵- متوزي پښتانه ( چې غلجي او لودي پښتانه ترې مراد دي )
غلجي په افغا نستان کې تر درانيو ورسته دپښتنو دويم ستر ټو لنيز ګرو پ دی چې دپښتني شجرو اوروايتونو له مخې دبي بي متو او لاده ګڼل کيږي چې دبيټ نيکه لوروه٠ دغلجي دقبيلې نوم د خلجي ، غلزي او غرزي په بڼو سره هم راغلي دی(۱۹)٠
دغلجيانو په اړوند تاريخ پو هانو او ختيځ پيژندونکو بېلا بيلې ليکنې کړي دي٠ ځينې دوی ترکان او غزان بولي چې دغز نو يانو او سلجو قيانو دواکمنيو په وخت کې ا فغا نستان ته راغلي او دغزني او زابلستان په سيمو کې مېشت شوي دي٠ ځينو بيا دوی د مغولي چنګيزخان دزوم خالج خان دنا مه له کبله دوی خلجيان ګڼلي دي او ځينو هم دوی دهفتا ليانوبقايا او پا تي شوني بللي دي ٠چې زما په اند دا ټولې مردودې نظریې دي .
دافغا نستان نامتومؤرخ ارواښاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد بيا توپه تاريخ کې د غلجيو پښتنو په اړوند داسي کښلي دي:
“خلجي، غلجي يا غلزي په اصل کې غرزی دی چې په دري ژبه يې کو هزاد بولي يعنې دغرو خلک چې دا کلمه په غرچ، غر چه ،غلچه او نورو ډېرو تا ريخي کلما تو کې شته او کله (غ) په ( خ) هم او ښتی دی او غلجی ، خلجی شوی دي او غلجي له لر غو نو زما نو دغزني په غرو او رغو کې اوسي او دزاولستان يا اوسني زابل پخواني خلک دي٠(۲۰)”
بار تولد وايي:
“د غرج، غرچ يا غرش کلمه يوه پخوانۍ ار يا يي کلمه ده چې دمر غاب په ټا پو کې داريا ئيانو استو ګنځي ته ويل کيږي ٠”
تو ماشک عقېده لري چې: د ګر Gar يعنې غر کلمه لر غونې با کتري کلمه ده او غر چه دغزني داريايي او سېدونکو نوم دی او له دې کبله خلج، غرج او غر چ دغره زوی يا غرزی دی ٠غر اوس هم په پښتو کې يوه ژوندۍ کلمه ده٠ داوستا په” هوم يشت” کې غر دګيري په بڼه راغلی دی چې په خرده اوستا کې هم ليدل کيږي او په سنسکرېت کې هم ګير او ګيري دغره په مانا دی٠ ان عربانو پخواني ګر شاه ته د( ملک الجبال) لقب ورکړی و چې په عربي کې جرشاه دی ٠ په پښتو کې غر څه ،غر څنی دغرني په مانادی چې دغر چه، غلچه او غلجي نوم هم له هغه ځايه راوتلی دی٠
عربي جغرافيا ليکونکو هم دې ټکي ته اشاره کړې ده چې غر دجبل په مانا دغر شستان او غر جستان په تاريخي نو مو نو کې دخيل و٠ ياقوت دالبشاري په حواله وايي: چې غرج په اصل کې دغره په مانادی او خراساني مؤ رخينو چې داکلمې له خپلو هېوادوالو نه اوريدلي دي هم دغر جستان نوم په اصلي بڼه غر ستان ليکلي دی چې غر ستان د غره د اوسيدونکو او دوی داستو ګنې دځای نوم دی٠
زموږ دهېواد مشهور مؤرخ منهاج السراج جوزجاني دعربي مؤر خينو پر خلاف دغر جستان او غرشستان پر ځای غر ستان ليکلی دی او دطبقات نا صري په زړو نسخو کې هم څو واره غر ستان ليدل کيږي(۲۱)٠
په هر حال غلجی يا غلزی يو پخوانی او لر غونی نوم دی چې مانا يې دغره زوی دی او دپښتنو غلجيانو لو مړنی نېکه غلجی با با و چې درې زامن يې درلودل چې توران، تولر او بولر نو مېدل چې دزامنو نو مونه يې هم زړو او لر غو نو اريايي نو مو نو ته ورته والی لري٠ دتور کلمه په اوستا کې هم شته او دانوم تر او سه هم په پښتو ژبه کې په بېلا بېلو بڼو( تور، تورانی، تورک ،توری او توره کي) شته٠ همداراز بولر يا بلور يوزوړ تاريخي نوم دی چې دګېلګته نيولی دنورستان تر سېمو خلکو باندې اطلا قېده او دبارتولد په وينا تر اوسه پورې هم دهغه ځای ځينې تور پوښه قبايل ځانونه بلور بولي او داکلمه تر اتلسمې پېړۍ پورې په چيني کتا بو نو کې ليدله کېدله٠
دافغا نستان په تاريخ کې دغلجيو قبيله ځکه دزيات اهميت نه بر خمنه ده چې دوی داتلسمې عيسوي پيړۍ په پيل کې دميرويس خان هوتکي١٧٠٩-١٧١٥عيسوي تر مشر تابه لاندې وشول کولای چې په کندهار کې دصفويانوبيګلر بيګي ګرګين له مينځه يوسي اود يو خپلواک ملي دولت بنسټ کيږدي٠ همداراز دهمدې کورنۍ يو بل واکمن شاه محمود هوتکي په ١٧٢٢ عيسوي کال کې ايرانی شاه حسين صفوي دواکمنۍ نه را وپرزاوه او پخپله داصفهان پر تخت کښيناست٠
غلجيانوپه هند کې هم واکمني چلولې ده چې بنسټ يې دسلطان جلال الدين غلجي له خوا په ١٢٩٠ عيسوي کال کې ايښودل شوی واورپسي ددغې کورنۍ نورو واکمنانو لکه: سلطان علا ؤالدين غلجي،سلطان قطب الدين مبارکشاه غلجي،محمود غلجي او غياث الدين غلجي په خپل وار سره پر هندو ستان واکمني کړې ده.
دپښتو ژبې مشهور شاعر او دتوري اوقلم خاوند ستر خوشال خټک په خپل کليات کې په هند کې دغلجيانو دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی سلطان جلا ل الدين١٢٩٠-١٢٩٦ عيسوي په زغرده او صراحت سره غلجی بللی دی لکه چې وايي:
بيا سلطان جلا ل الدين پر سرير کښيناست
چې په اصل کې غلجی دولايت و(۲۲)

دغلجيو دقبيلې وېش:
لکه چې دمخه وويل شول دغلجيو دټو لنيز ګروپ لوی نيکه غلجی بابا و٠ دغلجيو ټو لنيز ګروپ په لو مړي سر کې په دوو سترو ښا خو نو ويشل شوي دي چې لو مړی يې توران او دويم ابر اهيم دی٠ ددې لپاره چې توران دغلجي مشر زوی و نو ځکه دغه ښاخ لو مړی درجه ګڼل کيږي٠ دتوران ښاخ په دوو څانګو ويشل شوی دی چې لو مړی يې هو تک او دويم يې تو خی دی چې دغه دوه عمده ښا خونه بيا پر نورو ېرو څانګو باندې ويشل شوي دي٠
دغلجي دويم زوی ابراهيم دوه زامن درلودل چې دهغه دشپږولمسيانو نه شپږ لوی ښا خونه رامينځ ته شوي دي يعنې: سليمانخېل،علي خېل، اکا خېل،سهاک، اندړ او تره کي٠
دغلجيو دټو لنيز ګروپ مهمې قبيلې په لا ندې ډول دي:
هوتک، توخي، اندړ، سليمانخېل،احمدزي،ابراهيم خېل ،تره کي،اټوال،ادين خېل،اکاخېل،الياس خېل،خروټي، امرخېل،اوريا خېل، حسين خېل، هود خېل،بابکر خېل، جبارخېل، کړوخېل،معروف خېل، ستانکزي، ستاني زي،پياروخېل،تره خېل،دولت زي، دستو خېل،څلوزي، زاري خېل،ټغر،جلال زي،څينزي،خدرزي،درې کوټي،دفتاڼي(دوتاڼي)،دينارخېل،زير ماني،ساک،سلطان خېل، شملزي،توتا خېل، ادريمزي، علي خېل،عمر خېل، عيسی خېل،قلندر خېل،کورم خېل، ګاړي،ملا خېل، ملک زي،نا صر،يو سف خېل، رستم خېل٠
دغلجيو دقبيلې داستو ګنې سيمې:
په اوسني وخت کې غلجي قبايل په افغا نستان کې يوه پر اخه سيمه په ولکه کې لري چې ددوی داستو ګنې سيمې زابل ،غزني ،پکتيکا،ميدان وردګ،لوګر،کابل،پروان، دپکتيا ځينې ولسوالۍ، دکابل او ننګر هار تر مينځ وادۍ اولغمان او ننګر هار دي٠همداراز دافغانستان په شمالي ولا يتونو لکه بغلان، کندز، بلخ، تخار، سمنګانو ،جوزجان، فارياب، سرپل، بلخ او هم دبادغيس او هرات په شااوخواکې هم غلجي پښتا نه استو ګنه لري٠
دافغانستان سر بېره ډېر شمېر غلجي په نورو هيواد ونو کې هم استو ګنه لري٠ دتاريخ حيات افغاني په قول: د اېران په کرمان، نرمان،شمير جنس،اصفهان،د ازبيکستان په بخارا، هندوستان او دروسيې په داغستان کې هم غلجي پښتانه استو ګنه لري، خو دوی خپل دود،دستور او ژبه له لاسه ورکړې ده(۲۳)
په افغا نستان باندې دروسانو تر ير غل وروسته ډېر شمېر غلجي پښتانه پښتو نخوا، سهيلي پښتو نخوا او پا کستان ته ليږ ديدلي دي دي چې ډېر شمېر يې په پېښور او کوئيټه کې دافغاني کډوالوپه پنډ غالو او يا هم په شخصي او کرايي کورونوکې ژوند کوي٠ نورشمېر يې دپا کستان په نورو لو يو ښارونو په تېره بيا په کراچۍ کې په مزدوريو او خواريو او غر يبيو اخته دي٠
د مرغومي ( ۱۷/ ۱۰/ ۱۳۹۵) لمریز کال
د جنوري (۶/ ۱/ ۲۰۱۷) زېږدیز کال.
په درنښت او مننه.
د غلجيو دټو لنيز ګروپ دهرې قبيلې پېژندنه په خپل خپل رديف کې شوې ده٠
——————————————-
ما خذونه او سر چينې:
۱- ډاکټر لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ، ۲۱۱-۲۱۲ مخونه.
۲- ابوالفضل علامي، ائين اکبري، لومړی ټوک،١٩١ مخ٠
۳- پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ، پښتو او پښتانه په سهيلي پښتونخواکې، ٣٧ مخ ٠
۴- تاريخ حيات افغاني،٢٤٩-٢٥٠ مخونه٠
۵- http://en.wikipedia.org/wiki/Gharghasht
(۶) ائين اکبري، لومړی ټوک، ١٩١ مخ٠
(۷) پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ١٢٦٦ مخ٠
(۸)عبدالحی حبيبي، دپښتو ادبيا تو تاريخ، دوهم ټوک،٦٢ مخ، کابل ١٣٤٢ کال٠
(۹)پټه خزانه، دمحمدهوتک بن داؤد تاليف،٢٢مخ،١٣٣٩ هري،کابل٠
(*) غوړه مر غۍ دکلات په سهيلي بر خه کې دسره غره له جنو بي اړخه پيليږ ي او دلويدېزخوا ته تر ار غستانه بيا دکوږک تر غره پورې دکاکړستان او کسي او سليمان غره پورې سېمه ده ٠(ليکوال)
۱۰- ائين اکبري، لو مړی ټوک، ١٩١ مخ٠
۱۱- د پښتو اد بيا تو تا ريخ، دريم ټوک،١٠٥ مخ٠
(*) په سا نسکريت کېBhutt ددانشمند او فا ضل په معنی راځي٠
۱۲- تو اريخ خورشيد جهان، د شير محمد ګنډ اپور تاليف،٢٠٦ مخ٠
۱۳- د پښتو اد بيا تو تاريخ،دويم ټوک، ١٠٦ مخ٠
۱۴- نو موړی اثر، ١٠٧ مخ٠
۱۵- حيات افغاني،د پيښور چاپ،٢٦٦ م خ٠
۱۶- نوموړی اثر، ٢٦٦ مخ٠
۱۷- پښتني قبيلي،زما اثر،د پيښور چاپ،٦١ مخ
۱۸- ياد شوی اثر،٦١ مخ٠
۱۹- ډاکټر لطيف ياد،پښتني قبيلې،١٩٧ مخ، دپېښور چاپ٠
۲۰- علامه پو هاند عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ لومړی او دويم ټوک،٤٠٥ مخ، دپېښور چاپ٠
۲۱- قدرت الله حداد،غرزی، غلجي او خلجی دتاريخپو هانو له نظره،دکابل مجله،٣ ګڼه،٤١ مخ،١٣٣٨ کال٠
۲۲- د خو شال خان خټک کليات،٦٦٩ مخ، دکندهار چاپ٠
۲۳- تاريخ حيات افغاني،٢٩١ مخ، دپيښور چاپ.

سرچینه : د لطیف یاد فیسبک پاڼی څخه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button