الله اکــــبــر

الله اکــــبــر
حـــی علی الفلاح حی علی الفلاح
لویه خدایه ! لویه خدایه !
افغان غیور او مسلمان ولس ستا دربار ته په تودو او تړمو، تړمو اوښکو، چیغو او سویو کوکارو لاسونه لپه نیولي دي چې د افغان ملت انساني کرامت او وجاهت تر پښولاندې او پایمال شو. پتمنې او عزتمنې مېندې چې چا یې پلو لیدلی نه وو.د ترهیدلو او لالهاندو خلکو په ګڼه ګوڼه کې نوي تنکي ماشومان د ژړا په کړیکه کې دنیا ته راوړي . انساني کرامت لړزوونکي داچې افغان درنه او پتمنه میرمن له خپل ګران مورني او پلرني هیواد څخه لکه ټپي سپینه کوتره پاس په هوا کې د الووت په مهال ، له پسرلني ګل نه نازک ماشوم د ژړا په کړیکه دنیا ته سترګې غړوي او ورسره جوخت يې د ژوند په لومړیو شیبو کې د پردیسۍ او مهاجرت پړاو پی کیږي . خورا دردوونکي او انساني وجدان ټپي کوونکي فاجعي په افغان ولس روانې او د نړۍ بشریت دافغانستان ماتمي ناورین او انساني تراژیدی ته هک حیران دي.
لویه خدایه ! انا لله لایحب الظالمین ژمنه او کلام به کله په پنجابي سخت زړو، تورمخو ظالمو شيطانانو او د هغه په بې ضمیره او بې عاطفې متحجرو، ترهګرو غلامانو نازلوي چې ستا په بې وزلوا و درپه دره افغان بنده ګانو یې راوستی دی .
د هیواد د نـنه او بهرپه ټوله نړۍ کې خوارو، وارو افغانانو وروڼو،خویندو!
یوه چیغه او یوه ناره شی . د چټلستان پاکستان روانې توطیې او شیطاني دسیسي شنډې او دنیاوالو ته بربنډې کړې .
د جوبایډن د شرم سترګې ړندې دي .ټرمپ د مور بم او جوبايډن د افغانانو د ستر ناورین اود انساني کرامت دامحا بم وکاراوه . د بشریت تاریخ به یې ونه بښي . او افغانان به خا مخا د توپانونو په تورو لړو کې د خپلو رذیلو دوښمنانو د نابودۍ او نسکوریدو په لور وطن برخلیک ټاکونکي ګامونه او غورځنګونه پیل کړي .
مرګ ،مرګ اومرګ په پاکستان او د هغه په غلام تورمخو. مرګ، مرګ،مرګ اوتف نفرین.
۲۳/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button