د طالبانو خطر افغانستان او نړۍ ته

عبدالله خيبر

دا چې جنګځپليو افغانانو تر هر څه ډېره اړتيا سولې ته درلوده، دا دی جنګ ودريد او افغان وژنه بنده شوه. طالبانو هم ټولو افغانانو ته عفوه اعلان کړه، افغانانو چې د اختر درې ورځې اوربند ته يې اتڼونه او خوشالۍ کولې، د طالبانو افغان بښنې او جنګ بندۍ به هرو مرو خوشاله کړي وي. دا چې دا افغان بښنه او جنګ بندي به څومره دوام وکړي، په راتلونکې کې به ښکاره شي. که دوی د تېر په څير بيا د خلکو پر ځور لاس پورې کړي، د يو ښه او ټولمنلي نظام د جوړولو پر ځای د وګړو په وېښتو او لمونځونو پسې وګرځي، بيا به يې وړۍ توپان یوسي او شړۍ به ترې جوړه نشي. د طالبانو مذهبي تګلاره له سختدريزۍ ډکه ده، که يې په مکمله توګه عملي کوي، هم د هيواد د بربادۍ لامل ګرځي او هم د نړيوالو په حلوا کې ازغی پيدا کېږي، نړيوال به يو ځل بيا اړ شي چې د دې ازغي لپاره د حلوا کاسه په بل مخ واړوي.

ځانمرګی زموږ په ټولنه کې عمومآ بدنام او ويروونکی نوم دی، مګر په اسلامي امارت کې په فدايي او اشتشهادي بلل کېږي، په اړه يې په لسګونه ترانې ويل شوي دي، امکان لري طالب هغه ځانمرګي بريدګر چې په تېر حکومت يې بريدونه کړي، په رښتينو فداياو/اشتشهاديانو مشهور کړي او پر ولس يې د يو سپيڅلي ارزښت په توګه ومني. امکان لري د امارت ځيني ليکوالان د خپلو شهيدانو او فدايانو تذکرې او د دوی پر اتلوليو کتابونه او ليکنې وکړي. د امارت په دې دور کې به د امارت ليکوالان داسې متن ایجاد کړي، که چيرې افغان روښانفکره ليکوالان ورسره کلکه مبارزه ونکړي، امکان لري د افغان د نوي نسل تنکی فکر ګمراه شي، د فکرونو ګمراهي ټولنه ګمراه کوي. ګمراه ټولنه هم ځان خوري او هم نړۍ ته ګواښ پيښوي.

د اسلامي امارت په حاکميت سره به په وطن کې د ديني مدرسو شمېر زيات شي، په هر ولايت کې به مدرسې زياتې شي، ممکن د پاکستان استخبارات هڅه وکړي چې د لويو مدرسو مشران هغه کسان وټاکي چې له امريکا او افغان حکومت سره يې په جګړه کې په يو نه يو ډول برخه اخيستې وي او درس يې په پاکستاني مدرسو کې ويلي وي، چې دا به افغان ځوانان داسې وروزي چې د نړۍ او انسانيت په اړه به تخريبي او جهادي فکر ولري او د دې مدرسو مدرسين به داسې متن ایجاد کړي چې يوه پيړۍ به د ځوان افغان نسل په مغز کې د جهاد او قتال سپرغۍ بلېږي.

لکه څنګه چې مجاهدينو تر ډېره ولس ته د جهاد ډنډوره وغږوله او آن درسي نصاب ته يې جهاد او جهادي فکر ورننويست، ممکن طالبان هم په اوسني درسي نصاب کې د بدلون هڅه وکړي او خپله سختدريزه اډيالوژي پکې ورننباسي. چې بيا به افغان ماشومان د (ټ ټوپک او ج جهاد) په شان کلمې زده کوي. چې دا به راتلونکی نسل په لوی لاس جګړو ته هڅول وي، بله دا چې له طالبانو سره په جګړه کې ډېرو بهرنيانو ترهګرو جنګياليو برخه اخيستې وه، دا چې طالبان اوس واک ته ورسيدل، او له نړۍ سره يې هم دا خبره کړې چې بهرني ترهګرو ته به پنا نه ورکوي، او نه به ورسره همکاري کوي، دوی به اوس د پاڼ او پړانګ تر منځه څنګه لاره باسي؟ دوی به يا ځان د پړانګ خولې ته اچوي او يا به له پاڼ نه غورځېږي.

که څه هم طالبان په خپلو خبرو کې په ښکاره وايي چې ښځو ته د شريعت او افغان کلتور په چوکاټ کې حقوق ورکوي، دا به په راتلونکې کې ښکاره شي چې دوی خپلو خبرو ته څومره ژمن دي. بله دا چې شريعت د دوی په لاس کې دی، ممکن ووايي چې اوس د فساد ويره ده، ښځو ته زمينه نه ده برابره چې کار او يا عصري زده کړې وکړي. بله انديښنه دا چې د دوی ديني مفکوره چې څومره افغانان ورسره بلد دي، سخته او متشدده ده، مشکله ده چې دوی به د نورو اسلامي هيوادونو په شان ښځو ته حقوق او ازادي ورکړي، دا چې اوسنۍ ښځې د پخوا په شان نه دي، هرو مرو به خپل غږ اوچت کړي، خو طالبان به يې د غږ د خپ کولو هڅه وکړي او د غرب او د غرب د کلتور پلويانې به يې وبولي….

طالبان که پر افغانانو او نړۍ ځان مني، بايد ډېر تغير او بدلون په ځان کې راولي، دا چې دوی هر بدلون او نوښت د کافرو دسيسه بولي، نو مشکله ده چې دوی دې ډېر بدل شي. بله دا چې د طالب ډېر وخت په جنګ او جګړو کې تېر شوی دی، نو د دوی حکومت داري به هم د ملايۍ په شان وي، عوام به انعام ورته ښکاري او د دوی اصلاح به په زور او جبر سره کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button