که خوښ ژوند غواړئ دغه ټکي عملي کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که مو ژوند له خوښې سره سم هم نه وي روان، هڅه وکړئ چې خپلو موخو ته د رسېدو شوق او زوق له لاسه ور نه کړئ او تل په دې هڅه کې وی چې تاسې باید خپلو موخو ته ورسېږی. که په ژوند کې بې انګېزې پاتې شوی، نو فکر وکړی چې د ژوند له ټولو خوندونو بې برخې شوي یاست. اړینه نه ده چې تاسې دې خپلو ټولو موخو ته ورسېږی او له ځانه سره فکر وکړی چې تاسې نو نه شی کولای، چې بریالي شی، پر ځان باور له لاسه مه ورکوئ، همدا چې تاسې تل په هڅه کې یاستی، موخو ته د رسېدو لپاره مو تخم کرلی، په صبر او حوصلې سره به دغه تخم شین کېږي او مېوه به کوي.

هېڅ وخت بل چا ته سترګې مه پټوئ. د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پانګه نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه پلي تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبعیت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.

سمه خبره ده چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو د دې پر ځای چې پیسې سپما کړی او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي، ښه به دا وي چې پیسې مو پر کار واچوئ او پانګونه پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار شروع کړئ.

د دې لپاره چې په ژوند کې خوښ و اوسی؛ هڅه وکړئ چې د خپلې خوښې په کورسونو لکه کمپیوټر، خطاطۍ او د ژبې زده کړې(هغه که هره ژبه وي) لپاره نوملیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې ورشئ.

که وخت نه لری، نو د همدې اړوندو برخو سي ډي ګانې واخلئ او یا یې هم د انټرنېټ له لارې تعقیب کړئ. که وایی چې ماشومان او یا هم د کور کارونه پر غاړه لری، دا نو بیا هسې بهانې دي. تاسې باید په ډېر دقت او خلاص ذهن سره فکر وکړئ، په نویو نظرونو پسې وګرځئ، په دې کار سره به د وخت په تېرېدو سره درته معلومه شي چې تاسې څومره یو عام فهمه او ځیرک کس جوړ شوي یاستی. مور او پلار به مو هم په دې ویاړي چې ستاسې په شان با بصیرته اولاد خدای پاک ور کړی.

هڅه وکړئ چې د ناستې ولاړې لپاره درته داسې ملګري وټاکی، چې د ژوند تر پایه د یوه ملګري او راز ساتونکي کس په توګه در سره پاتې شي. فکر وکړئ چې په ژوند کې هر څه ته رسېدلي یاستی، ایا بې له ملګري او خواخوږي مو ژوند پوره دی او بې له داسې چا ژوند کولای شی؟

نه هېڅکله هم دا څه امکان نه لري. اصلاً هغه اړیکې چې تاسې یې له کورنۍ، ملګرو او دوستانو سره لری، ستاسې لپاره د خوښیو یوه سرچینه ده. په ژوند کې مو کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته هم وخت ځانګړی کړئ. که په خپل ژوند کې دغه ډله کسانو ته ځای او وخت ور نه کړی، پوه شی چې د ژوند اصلي خوند به هېڅکله هم ونه څکی.

تاسې یوازې یو وجود لری او بس، د هغه په قدر ځان پوه کړئ. کله چې ستاسې روغتیا له ګواښ سره مخ شي هغه وخت بیا هېڅ هم نه شی کولای. هڅه وکړئ چې ورزش ته مو د کارونو په اونیز مهالوېش کې ځای ورکړئ. له بې خاصیته غذاګانو څخه چې یوازې وزن مو زیاتوي، ځان وژغورئ. پوهېږم چې د عادتونو پرېښودل ستونزمن دي؛ خو د وخت په تېرېدو سره به له هماغه څه سره عادت شی او د خوښۍ احساس به وکړی.

که تاسې له ځانګړو مهارتونو برخمن وی، کولای شی له خپلو خپلوانو، کلیوالو او ګاونډیانو سره مرسته وکړی او ان د دوی لپاره کورس ونیسئ او خپل مهارت دوی ته هم انتقال کړی. که له مالي اړخه پر ځان بسیا وی، کولای شی هغه کسان چې له زده کړو سره مینه لري، خو د بېوزلۍ له کبله نه توانېږي، تاسې مرسته ور سره وکړئ څو دوی هم له دې نعمته برخمن شي. تاسې چې هر ښه کار تر سره کوی، له یوې خوا د خدای پاک رضا تر لاسه کوی او له بلې خوا ستاسې د خوښۍ سبب هم ګرځي. مجبور کسان په ټولنه کې کم نه دي، مالي وضعیت ته مو په کتو له هغوی سره مرسته وکړئ. مهمه نه ده چې تاسې فقیر یې که بډای، اصلي خبره دا ده چې تاسې هم د نورو خلکو په شان غواړی خپلو هیلو ته ورسېږی. په هر ډول چې یاستی پورته شئ او د ځان لپاره مو مهالوېش جوړ کړئ او د هغه له مخې مو خپل ژوند پر مخ بوځئ. ډاډه اوسئ هڅه مو اخر خپلو موخو ته رسوي او په ژوند کې به مو د خوښیو یوه غوغا جوړه شي. نو له همدې نن څخه چې لا هم ناوخته شوې نه ده، لاس پکار شئ!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button