طالبان د غریبو له خولې مړۍ تښتوي

طالبان د غریبو له خولې مړۍ تښتوي

سیدعبدالله پاچا

تازه هرات ولایت کې د طالبانو یو شمېر وسله والو هغه مرستې نیولي او د غنیمت مال یې ګڼلی چې ځینو مرستندویه بنسټونو او افغان دولت د بې وزله خلکو لپاره ځانګړې کړې وې چې څو ورځ یې پرې ښې شي.

طالبانو څو ورځې وړاندې د هرات ګلران ولسوالۍ کې هغه موټر نیولي چې مرستې پکې بار وي او د غریبو خلکو لپاره وړل کیدلې چې جګړې سخت ځپلې او له جدي مشکل سره مخ دي.

طالبانو ځآیي قومندانانو او وسله والو دا مرستې خپل منځ کې ویشلي او د غریبو خلکو دې حق ته یې د غنیمت نوم ورکړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان هغه مرستې غلا کوي او خپل منځ کې یې ویشي چې د اړمنو لپاره ځانګړې شوې وي.

دا مرستې ځینې افغان دولت د خپل مسوولیت له مخې کوي او ځینې خیریه بنسټونه او نړیوالې موسسې یې د فقر د کمولو لپاره کوي.

خو دا چې طالبان د خلکو په وینو ایسار نه دي، نو مالونه خو به یې خود غنمیت ګڼي او هر ځای یې چې په توان پوره شي، غلاوې کوي.

تر دې وړاندې بیا طالبانو بل ډول باندې مرستې حیف و میل کړي او د ویش پر مهال یې خپل وسله وال د غریبو په لیستونو کې نیولي وي او هغه کسان چې مستحق دي، مرستې ورته نه رسیږي.

فقر او بې وزلي زیات په هغو سیمو کې ده چې طالبان پکې فعالیت لري، لامل دا دی چې طالبانو خلک دندو او کار ته نه پریږدي او یواځې د ځمکو حاصلات د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

خو کله چې نړیوالې موسسې او افغان دولت دې سیمو ته مرستې لیږي، طالبان په مسوولینو فشار راوړي او ګواښ ورته کوي چې مرستې به د دوی په خوښه د دوی په لیستونو باندې ویشي.

د طالبانو لیستونو کې مستحق خلک بې برخې پاتې کیږي او دوی خپلو کورنیو او وسله والو ته ویشي چې تر ټولو زیاته ناانصافي او ظلم دی.

طالبانو وسله د همدې لپاره اخیستې چې د ټوپک په زور باندې له خلکو پيسې واخلي، د خلکو وینه توی کړي او په بدل کې یې پيسې واخلي او داسې نور ډير…

طالب د دې وطن او خلکو لپاره په سرطان بدل شوی او د اسلام په نوم باندې داسې کارونه کوي چې هیڅ دین او مذهب کې نه وي.

طالبان د مرستو د پټیدو او حیف و میل کیدو تر څنګ ټولګټو پروژو کې هم زیاتې پيسې له قراردادي شرکتونو اخلي او تر هغې اجازه نه ورکوي چې تر څو یې له قراردادیانو پيسې نه وي اخیستي.

طالب د هرې ورځې په تیریدو سره خپل اصلیت په ډاګه کوي او خلک د هرې ورځې په تیریدو د طالب اصلیت پيژني چې هیڅ جهاد او اسلام نشته یواځې د فساد لپاره یې جګړه پيل کړې او خلک وژني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button