چې وبا کله خپره شي!

چې وبا کله خپره شي!

چې وبا کله خپره شي!
نن چې په ډېره لېوالتيا او مینې سره خپل درسي ټولگي ته ورغلم. د ټولنپوهنې استاد چې نری جگ او مينه ناک سړی و تباشير يې په لاس کې نيولی و. يو چارت يې هم مخکې دې چې درس پيل کړي، په تخته کاږلی و. هغه نن په ټولنه کې د نفوسو په کميت او کيفيت خبرې کولې. په دې خبره يې ټينگار کاوه چې کوم عوامل دي چې نفوس له منځه وړي او که نفوس فيزيکي موجوديت ولري، څرنگه يې اغېز پېژندلې شو چې هغوی شتون هم لري. د هغو معنوي او مادي شتون، د هغو اغېز او د حال او مستقبل په واټونو کې د هغو موجوديت او نور مسايل و چي استاد پرې خبرې کولې.

د استاد درس سره له دې چې په ټولنپوهنه او په هغه کې هم په ديموگرافي او په نفوسو متمرکز وو؛ خو کله ناکله به يې نورې شاخې او پنجې هم پيدا کړې. په تېره هغه مهال چې زده کوونکو به پوښتنې پيل کړي او په سيمه او ښار کې به يې د وبا او ساري تباه کوونکو ناروغيو په باب پوښتني را ولاړې کړې.

استاد د نفوسو د زيادښت او کمښت په اړوند خبرې کولې؛ خو چې کله يې د عواملو د اوږده لېسټ په سر کې د وبا کلمه وليکله، سم د واره يې راته خپله هوجره او د سمندرخان په نامه زموږ د کلي د يو باتجربه سپينږيري اوږده نکلونه مخې ته کېښودل. استاد خپل لکچر ورکاوه، کله ناکله به يې پوښتنې کولې، خو زما حواس دا مهال هم د استاد خبرو او د سمندر کاکا کيسو ووېشل. ډېرې اوږدې ماضي ته يې له ځان سره بوتلم.

***

د ژمي د موسم د څلې شپې به وې. په دې شپو کې چې شپې يې اوږدې او ورځې لنډې وې، د کلي زيات مشران او کشران به زموږ د کلې هوجري ته له ماښام نه وروسته راټولېدل. موږ خو کشران وو، همدا غږ او امر به مو اورېده چې ورشه هلکه! چای راوړه. هله اوبه راوړه! او بل به هم ويل هغه د تمباکو چلم خو رادې خوا کړه چې وې قولوو او کړ کړ ترې وباسو. هلته د چا دې خبرې ته پام نه کاوه چې د تمباکو د چلم لوگي د نورو په روغتيا ناوړه اغيزه کوي؛ نو بنډار به همداسې روان و. تور چايونه، شنه چايونه، گوړې او پتاسې به هم د چلم د لوگيو د وريځو په منځ کې باديدلې. ځينو به اوږده اوږده نکلونه کول او ځينو خو به چې نصوار اچولي و، ورو به پاڅېده او له هوجرې نه به بهر شول. د دېواله په خو اکې به يې خپله خوله تشه کړه. په لاس به يې شونډې ومښلي او بيا به په خپل ځای کښېناست. يا به داسې هم و چې د کټ د بازو له لاندې به يې توف داني راواخيسته. نصوار به يې پکې تف کړل او بېرته به يې خپل ځای ته دننه کړه.

هغه مهال زموږ د کلي د مشرانو او کشرانو بنډارونه عجيب و. يوه نيمه شپه به چې څوک راپيدا شو؛ نو ستار او منگی به يې ترنگاوه او يو نيم به ورته غږ وکړ، هلکه د پولي سر هم ورسره جوړه کړه. د پولي سر نه مطلب هغه سندرې وي چې بزگرانو يا شپنو به چې په لاره تلل او له ځانه سره به يې زمزمه کولې. هغوی سطرنج نه پېژانده د قطعو او کارتونو لوبي یې نه کولې. ان په ياد مې دي چې چا به د کارتونو يا قطعو لوبه لکه کوټ، يا بطري نو او يا ټيکه هم کوله هغه به يې جواري يا قمار باله او جواري خو په کلي کې قطعي منع وه، جوارگر سړی د هر چا بد اېسيده. ځکه حرامه لوبه وه يا دا چې هم د دونيا زيان گڼل کېده او هم د اخيرت.

سمندر خان اکا چې به کله د خپلې امسا له کړپ کړوپ سره په هوجره راننووت؛ نو سم د واره به ورته له گردچاپيره کټونو څخه ټول ودرېدل او هغه ته به يې د کوټې په بر سر کې کټ کې ځای وښوده، که هر څه به هغه د نورو لپاره تکليف گاڼه خو چا به نه منله. هغه به په خپل ځای کښيناست. ټولو به د يو مشر په توگه مخامخ کټ پرېښود. دوه بالښتونه به يې هم ورته کېښودل او بيا به يې د هر يو د روزگار، پټي، غلې دانې، قلبي او څارويو او هر څه پوښتنه کوله. کله چې به دا پوښتنې خلاصې شوې؛ نو بيا به يې اوږده اوږده نکلونه او کيسي راواخيستې.

هغه په دغه شپه د وبا کيسه کوله ويل يي : «کله چې وبا په سيمه کې خپره شوه، يوازې د انسانانو د مرگونو او د دوی دله منځه وړلو وبا نه وه؛ بلکې وني، بوټي، فصلونه او هر څه يې د ځمکې له سره ليري کړل. په هماغه کال د ملخانو يو لښکر په سيمه کې را خپور شو. سهار چې خلک له خوبه پاڅېدل، کتل يې چې فصلونه لکه غنم، شوتلې، رشقې او هر څه په پټيو کې وو. هر څه يې په ځمکه وچ او له منځه يوړل. ان مرغان او الوتونکو خپلې بڼکي تویې کړي، څاروي لکه غواگانې او پسونه هم لغړ شول او له څه مودې وروسته خو په لاره تللی نه شول.»

هغه د شنو چايو پياله را پورته کړه، څو شوپه يې ترې وڅښل او بيا يې خپلې کيسې ته دوام ورکړ، ويل يې په هغه کال بنيادمان له سيمې ورک شول، يوازې سپي او ځناور چې ښه څاربه شوي وو، په کوڅو او کنډرو کې گرځېدل. نو ستاسو به څه سر خوږوم، د وبا کال د ځناورو د پادشاهي او راج کال وو، چې بنيادمان له سيمې ورک شي؛ نو طبعيی ده چې ځناور خپل راج چلوي.

ما چې د هغه کيسه اورېدله، زه هغه مهال تنکی ځوان وم. پلار مې اجازه نه را کوله، چې يوازې له کوره ووځم، د دې په خاطر چې وبا مي لاندې نه کړي؛ خو ما اورېدلي وو، چې د وبا په کال د کلي چرگان او څاوري هم په ويالو کې پراته وو، ساه وتيږه وو. په همدې حال کې چې کيسه مي په ذهن کې تاوېدله، داستاد خبرو ته مې پام شو. د هغه تاکيدونو او ټينگارونو مې پام را واړاوه. هغه ويل: «هلکو! ښه ځېر شئ، په یوه ملک، ښار او سیمه کې بېلابېل افتونه او توفانونه راځي؛ خو هغه افت او وبا چې انسانان محوه کوي او نفوس د ځمکې له سره کموي او ليري کوي يې، ډېرې بدې او ناوړه پایلې لري.» زه به ښه شېبه د استاد لکچر ته متوجه وم؛ خو په عين حال کې به خپله پراخه او لويه هوجره کې ناست خلک راياد شول چې سمندر کاکا به پکې په شد او مد اوږدې کيسې کولې، نو کله چې به يې د وبا کيسه کوله، زما به غوني زيږ شول، په گرمه او توده کوټه کې به راباندي يخني راغله.

په هوجره کې ټول ناست کسان به ورته غوږ غوږ شول، د خلکو د وژنو، برباديو د جنازو د پورته کېدو او د هديرو د پلنېدو او پراخېدو کيسې به وې. سمندر خان به ويل: «وبا وبا نه وه، تباهي وه، دا لکه هماغه ملخان چې يو کال ناڅاپي په کليو راغلل. فصلونه او ان د ونو پاڼو او په شينشوبو به راسر شول. په يوه شپه او ورځ به يې ټول لوټي او لغړ کړل. شين شوبي به ورک شول. همدا شان وبا انسانان ورک کړل. د انسانانو تخم يې ورک کړ، د ځناورو او سپیو راج به وو او بيا ورپسې قحطي راغله. د څارويو او انسانانو د اجسادو بويونو ټوله فضا ونيوله.» خو دا به يې هم ويل: «خدای دې بيا وبا نه راولي. که دا وار راغله؛ نو موږ او تاسې به يو هم نه يو، نه به دا هوجره وي، نه به بنډار او مجلسونه او نه بل څه! هر څه به تباه او برباد وي. نو الله دي فضل وکي.»

***

د ټولنپوهنې د استاد لکچر به زه د فکر په ټال کې زنګولم، کله به يې د خپل ماشومتوب د وخت د هوجرې د ناستو کسانو کيسو ته بوتلم او کله به مې خپل ځان په ټولگي کې پيدا کړ؛ خو استاد به تاريخي مثالونو ته هم اشاره کوله. هغه به ويل: «يو وخت دا وطن شين او گلزار و؛ خو چې کله پرې زورگيرو اعرابو، ترکانو او تاتارو چپاونه راوړل؛ نو بندونه يې ويجاړ کړل، کروندې يې وچې او بې اوبو کړې. خلک يې تېښتې ته اړ کړل او بيا هغه سيمه کې یوازې شينشوبي، غنې او زوزان وو. دښتې يوازې اوښانو ته پاتې وې. دا چې خلک ترې وکوچېدل او کلي شړ شول. بيا د هماغه خټينو کورونو له بامونو لوگي ونه ليدل شول. هغه هم يو ډول وبا وه. دا ډول وبا تر نورو مرضونو او ناروغيو او ساري وباگانو هم زياته خطرناکه ده.»

يو شاگرد لاس پورته کړ.

استاد وویل: «پوښتنه دې وکړه؟»

زده کوونکي لاس ټيټ کړ او غږ يې لوړ کړ: «جنگ ته هم وبا ويلي شو؟»

استاد وویل: »وبا يعنې د ژوند په ټپه درېدل. يعنې د انسانانو تېښته، يعنې د انسانانو اسمان ته الوتل او له هغه ځایه ځانونه راغورځول. وبا يعنې د ښځينه اولادونو پلورل او د هلکانو بچو لپاره پرې روزي برابرول. وبا يعنې په سمندرونو کې غوپه کېدل. دا ټول او ټول د وبا علايم دي. په يو ملک چې وبا راشي؛ نو دا ټول مصيبتونه ورسره زېږي.»

بل زده کوونکي وپوښتل: «استاده! که په يو ښار کې زده کړه، ښوونځي، پوهنتون او هر څه ورک شي؛ نو ته په کې څه وايې؟»

استاد تباشیر په ګوتو کې واړاوه: «دا هم د وبا ډېر خطرناک ډول دی. په دې ډول وبا کې انسانان که ژوندي هم پاتې شي؛ نو له خپل هويت نه به بې خبره وي. د هغه لېوني مثال به ولري. که له داسې يو ليوني نه چې خپل شعور او خبرتيا يې له لاسه ورکړې وي، وپوښتي چې ستا نوم څه دی؟

نو ليوني به وايي: نوم څه ته وايي؟ زه نوم نه لرم، هغه څه چې به مې مور راته غږ کاوه، اوس مې په ياد کې نه دې. ليوني په دې هم نه پوهيږي چې په کومه ځمکه ولاړ او څه کوي. نو دا دوبا يو بېل او خطرناک ډول دی چې سړی له خپل هويت سره نابلده شي.»

زده کوونکي وپوښتل: «استاده! نو دا سپېڅلې او ناسپېڅلې هم لري که نه؟»

استاد ځواب ورکړ: «ته مې هم عجيب سړی وليدې. يوازې انسان د سپېڅلتوب مدعي دي. يوازې انسان سپېڅلی کېدای شي او هغه هم ازاد انسان. د وبا لپاره چې څوک د «مقدسې وبا» نوم ورکوي، هغوی په همدې پلمه انسان د ځمکې له سره ختموي. ځمکه په ډاگونو او دښتو بدلوي. هدیرې او مړستونونه پړسوي. دا کسان په خدای هم تومت کوي. ډېر زيات دروغ دوی په خدای وايي او په دين يې هم وايي، دا ځکه چې خپل شيطاني عمل او د وبا ويروس ته څرنگه لاره پيدا کړي؟»

استاد تباشير د تختې په څنډه ږدي. په تخته پاک چارټ پاکوي. همدومره وايي، د نن درس همدومره بس دی.

د هغه په وروستۍ خبره درس پای ته ورسېده او د ټولګي دروازه هم د وبا له وېرې وتړل شوه!

۱۱ ډسمبر، ۲۰۲۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button