ځینې نارینه ولې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي؟

لیکنه: شکېبا نادري، ځینې نارینه ولې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي؟

 

ځینې وخت مېرمن او خاوند په ګډ ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو دوی کولای شي په ګډه سره دا ستونزې حل کړي او یو خوشحاله ژوند پیل کړي، خو داسې کسان هم شته چې کله له ستونزو سره مخ شي، د دې پر ځای چې ورته حللارې پیدا کړي، تېښته ترې کوي،  ستونزې هغه وخت لا ډېرېږي چې حل یې نه کړو، خو موږ کولای شو د خبرو په واسطه هرې ستونزې ته مناسبه حللاره پیدا کړو.

موږ په نننۍ ليکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې ولې ځينې نارینه له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي، که تاسو هم غواړئ په دې اړه معلومات تر لاسه کړئ، لیکنه تر پایه ولولئ!   

ډېری خلک په دې اند دي، چې یو نارینه هغه وخت خیانت کوي، چې جنسي غوښتنې ور باندې زور شي، خو دا اند تر ډېره غلط دی، ځکه څېړنو ښودلې ده، چې اووه سلنه نارینه د جنسي غوښتنو لپاره خیانت کوي او درې نوي سلنه نور نارینه د بېلابېلو لاملونو له امله له خپلو مېرمنو سره خیانت کوي، چې موږ یې په نننۍ لیکنې کې په ترتیب سره درته بیانوو.  

۱. یو نارینه هغه وخت له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي، چې د مېرمنې ټوله پاملرنه یې د خپلې کورنۍ خواته وي، لکه د مجردۍ پر مهال یې چې د خپلو ټولو کړنو په اړه لومړۍ د خپلې مور، خور، پلار او یا د کورنۍ د داسې نورو غړو سره مشوره کولې اوس یې هم کوي، د مېرمنې داسې کړنې د دې لامل کېږي چې خاوند یې ور سره خیانت وکړي. 

۲. نارینه هغه وخت له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي چې مېرمن یې د خپل ګډ ژوند پر وړاندې علاقمندي نه ښیي، د دې کړنې په ترسره کولو سره خاوند یې د دې هڅه کوي، چې د ځان لپاره داسې کس پیدا کړي چې د ګډ ژوند پر وړاندې جدي و اوسي.

۳. یو خاوند هغه وخت هم خیانت کولای شي، چې په هره خبره کې یې مېرمن ورته سپکاوی وکړي او د ده د کمزورتیا ټکي ورته یاد کړي، په داسې حال کې خاوند هڅه کوي داسې یو کس پیدا کړي چې سره له ټولو عیبونو دی ومني، او د دې لپاره چې له خپلې مېرمنې څخه غچ واخلي ورته خیانت کوي.

۴. څېړنو دا هم ښودلې ده، چې په ګډ ژوند کې خیانت ډېری د نارینه وو له خوا کېږي، ځکه د نارینه وو یوه ځانګړنه خپل چارېتوب دی، دوی غواړي هر څه لاسته راوړي او هر څه د دوی و اوسي، همدا لامل دی چې خیانت کوي.

۵. ځینې وخت غوسه هم د دې لامل کېږي چې خاوند له خپلې مېرمنې سره خیانت وکړي، ډېری نارینه د غوسې پر مهال ځان نه شي کنټرولولای، د دې لپاره چې کومه داسې تېروتنه تر سره نه کړي چې بیا به یې جبرانولای نه شي، هڅه کوي چې له کور څخه وځي، د دې کړنې بیا بیا تکرار خیانت ته لاره هواروي.

۶. جنسي غوښتنې هم د دې لامل کېږي چې خاوند د خپلې مېرمنې سره خیانت وکړي.

۷. له خپل خاوند څخه د هغه له وس څخه لوړې تمې هم د دې لامل کېږي چې خاوند له خپلې مېرمنې سره خیانت وکړي، ځکه خاوند نه شي کولای چې د خپلې مېرمنې غوښتنې پوره کړي، نو خیانت ته مخه کوي.

کېدای شي د دې ترڅنګ نور لاملونه هم شته وي چې خاوند د خپلې مېرمنې سره خیانت وکړي، خو موږ هڅه کړې ده، په یادې لیکنې کې اړین لاملونه بیان کړو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button