پر ذهن د جسمي سلامت اغېزې

ژباړه: محمد شفیق شرفزی
ورزش د انسان د بدن هره برخه متحرکه کوي، نو په همدې سبب ورزش د یادښت او فکر کولو په صلاحیت کې د زیاتوالي راوستلو باعث هم کېږي. بدني بوختیاوې تنها لویانو ته ګټه نه رسوي بلکه ماشومانو ته هم مفیدي دي. فزیکي لوبې یا ورزش د ماشومانو د بدن سره سره د هغوی د زده کړې قوه هم پیاوړې کوي. دغه څېړنه یو هسپانیاوي پوهنتون (ګرینیډان شای) کړې. څېړنه وړاندې لیکي؛ هغه زده کوونکي چې په جسمي طور جوړ او صحتمند وي، د هغوی د دماغ هغه برخې کوم، چې حافظې پورې اړه لري وړتیا یې زیاته وي. همداراز د لیدلو حس یې هم پیاوړی وي او همدا سبب دی، چې شیان په اسانۍ سره حافظې ته سپاري. د تندرسته جسم ماشومانو د ماغي صلاحیت نسبت هغو ته، چې جسماً غښتلي نه دي زیات وي.
پدې ترتیب نوموړي پوهنتون د سپورټ او صحت برخې مشر څېړونکی (فرانسیسکو بي آر ټیګا) وویل، “چې جسمي غښتلتیا او نه غښتلتیا نېغ په نېغه د ماشوم پر دماغ اغېز لري، او نتیجه یې په زده کړئیزو بوختیاو (لیکل، لوستل، ویل، اورېدل) کې لیدلی شو. په دې څېړنه کې، چې له ۱۰۰ څخه په زیاتو چاغ او زیات وزن لرونکو ماشومانو باندې، چې عمرونه یې د ۸ څخه تر ۱۱ پورې وو په طبیعي ډول ترسره شوی. په څېړنه کې دا جوته شوه، چې د داسې ماشومانو ذهني صلاحیتونه په دوو برخو کې زیات وي، چې یو یې د ژبې زده کړه او بل یې روان لوستل دي. ټولو څېړونکو د خپلې څېړنې په جریان کې داسې کوم څه ونه موندل، چې د جسمي ښه والي او دماغي صلاحیتونو یوله بل سره اړیکې نه وي لرلي. یانې هغه زده کوونکي، چې د ښه صحت خاوندان وو د هغوی ذهن نسبت هغو ته، چې د ښه صحت لرونکي نه وو تیز وو او چټک یې شیان حافظې ته رسول.
د څېړنې مرکزي لیکواله (آیرنی ایسټبان کارنیجو) لیکي، چې جسمي فټنس او غښتلتیا د ماشوم د دماغ بیروني (کارټیکل) او نیم قشري (سب کارټیکل) برخو کې ذهني او ادراکي صلاحیتونه د هغه ماشومانو په نسبت پیاوړي وي، چې جسماً غښتلي نه وي.
ډاکتر (کارنیجو) په خپلې څېړنې کې یوه دا مهمه خبره هم کړې، چې ” جسماني فټنس یو داسې ځانګړنه ده، چې په فزیکي ورزش سره ترلاسه کېږي. که چیرې ورزش سره د ماشومانو ایروبک وړتیا شامله شي، نو لدې سره به نه یواځې د ماشومانو د ذهني صلاحیتونو په تیزوالي کې چټکتیا راشي بلکه د دوی تعلیمي کړنو کې پرې هم ښه والی راتلی شي”.
د ډېر وزن او چاغښ ښکار شوي ماشومانو تعداد په نړۍ کې مخ پر زیاتېدو دی. په۱۹۹۰ کال کې د زیات وزن لرونکي ماشومانو تعداد له دوه میلونو څخه تر درې میلونو پورې وو، چې په ۲۰۱۶ کال کې دا تعداد له څلورو څخه تر لسو میلونو پورې ورسېد. د پرمختللي هېوادونو په مقابل کې په وروسته پاتې هېوادونو کې دغه مسئله د اندېښنې وړ ده، هلته دغه سلنه په ډېرې چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده، سبب یې په وروسته پاتې هېوادنو کې د نفوذو زیاتوالی، خوارځواکي او د کورنیو د ژوند او د خوراک څښاک طرز او طریقې څرنګوالی ښودل شوي. د (ګرینیډا) پوهنتون څېړونکي پدې خبره پر ښوونکو او پالسي جوړوونکو تاکید کوي، چې دوی باید ددغه څېړنې پایلې په خپلو تعلیمي ادارو کې عملي او نافذ کړي. او د سپورټ زده کړو پروګرام په خپل ښوونیز نصاب کې شامل کړي.
کورنۍ باید څه وکړي.
په نوموړې څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې کورنۍ باید د ښوونځیو څخه زیات خپلو ماشومانو سره ددوی پر فټنس کار وکړي. ځکه د ښوونځي څخه مخکې اول قدم کې د ماشوم د عادتونو د زده کولو ځای د هغه کورنۍ ده او پدې کې د والدینو کردار اړین دی. د بېلګې په ډول؛ ځینې والدین د خپلو ماشومانو د جسمي بوختیاوو لپاره کورنی چاپیریال چمتو کوي. ځینې کورنۍ خپل ماشومان د ازادو لوبو او سپورټ څخه بچ ساتي او بیرون په کوڅه کې یې لوبو ته نه پرېږدي دوی مجبورېږي، چې کور کې تلویزون او ویډوګېم باندې خپل وخت تېر کړي او ساعتونه ساعتونه ناست پاتې شي، چې یو سبب یې همدا د وزن زیاتېدو او د حافظې کمزورې کیدو دی، او پدې سره ماشوم نه یواځې نازک مزاجه روزل کېږي بلکه د هغه جسمي فټنس هم متاثره کوي. بله مسئله د ماشوم خوراک ده، چې باید پاملرنه ورته وشي. ډېری داسې غذاګانې دي، چې ماشومان یې د کور څخه بیرون په کوڅه کې رانیسي، چې اکثره یې غیر صحي دي او همدا یې پر بدن منفي اغېزه پرېباسي او ذهن یې هم ورسره متاثره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button