خپل لګښتونه څنګه راو کم کړو؟

امین ستانکزی

دویمه برخه

شپږم: ځېنې مناسبتونه چې بیا یې هم ترسره کولی شئ اوس یې مه ترسره کوئ.

په اوس کې وخت د لوږې سره مبارزه او لږ تر لږه په خیټه موړ پاتې کیدل زموږ د ټولو لومړیتوب دی ، نو همدې لومړیتوب ته کار کول پکار دي. هغه مناسبتونه چې د وخت په تیریدو سره یې کولی شئ اوس ترې ډډه وکړئ لکه د بچیانو سنت ګیرۍ مراسم ، د عقیقې مراسم ، عادي میلمستیاوې ، د عمرې ، خیرات او صدقې اداینه ، د اولادونو د ښادۍ مراسم ، د خپلو خپلوانو کره د تللو ، راغوښتلو مجلسونه ، تفریحي پروګرامونه او ګڼ نور مراسم د خپلو امکاناتو له مخې ترسره کړئ او د لومړیتوبونو په ورکولو سره یې کټګوري کړئ او بیا یې برنامه ریزي کړئ.

که چیرته بیا هم د خوښۍ مراسم لرئ او ترسره کول یې بیخي لازمي وي نو بیا له ډیر لګښت کولو څخه ځان وساتئ هسې نه چې د شیرین خورۍ ، کوژدنې او واده څخه وروسته بیا دومره دیوالي شوي یئ ، چې د عادي لګښتونو لپاره پیسې ونه لرئ، د خوښیو مراسم ساده اجرا کړئ په هوټلونو کې د ترسره کېدو پرځای يې په خپل کور کې ترسره کړئ او پدې سره د ډیرو لګښتونو مخنیوی وکړئ.

په دې برخه کې د کور له ښځو هم د مرستې غوښتنه وکړئ ، چې ستاسې ستونزو ته په کتو د ښادۍ د مراسمو په ساده کولو او مصارفو په کنترول کې درسره مرسته وکړي ځکه د هغوی ونډه بارزه ده او کولی شي ستاسې د مراسمو د لګښتونو ګراف را ښکته کړي.

همدارنګه د هغه روغتیایي خدماتو په تړاو هم بیړه مه کوئ ، چې لږ وروسته یې هم ترسره کولی شئ لکه د مخ او غاښونو د ښکلا تداوي، د تشویش د لرې کولو لپاره ځینې غیر اړین لابراتواري ټیسټونه ، د ویښتانو کرل، د چاغ والي او ډنګروالي قیمتي درمل او داسې نور غیر ضروري طبي خدمات، که چیرته تاسې د درملو په وسیله د مخ د ښکلا او نورو موضوعاتو په تړاو درملنه کوئ اسانه او ارزانه لاره یې غوره کړئ چې جانبي عوارض هم ونه لري او لګښتونه مو هم کنترول شوي وي.

که چیرته مو په مخکې کلونو کې د خپل، مور ، پلار، میرمنې ، بچیانو د زوکړې کلیزې لمانځلې اوس همدا مراسم ستونزو ته په کتو مه لمانځئ که یې بیاهم د لمانځلو طرفدار یاست ، عادي مراسم ونیسئ او له زیاتو لګښتونو پکې ډډه وکړئ.

اووم : پیاده مزل وکړئ

ټرانسپورتي مصارف زموږ په لګښتونو کې یوه ښکاره برخه جوړوي نو په همدې اساس دا برخه هم باید کنټرول شي پدې توګه پلی تګ مو عادت وګرځوئ چې دا چاره د اقتصادي ګټې تر څنګ ګڼې روغتیایي ګټې هم لري.

د ښار بېلا، بېلو ځایونو ته د تګ لپاره له پیاده مزل څخه استفاده وکړئ که مو چاسره وعده وي یا هم خپلې دندې ته ځئ نو د وخت په سنجش سره مخکې له کوره ووځئ او خپل ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوئ.

که بیاهم مو داسې ځای ته تلل وه، چې تر څو کیلو متره واټن وو ، نو د دربست موټر او ریکشه پر ځای له عامه ترانسپورت او ټیکسي څخه استفاده وکړئ، په دې سره به د ټرانسپورت لګښتونه را کم شوي وي او سپما به مو کړې وي.

د ښار په داخل کې له یوه ځای څخه بل ځای د تګ لپاره له بایسکل څخه کار واخلئ په دې سره به مو وخت هم نه وي ضایع شوی او خپل هدف ته به هم رسیدلي یاست، په ښارونو کې د زیات رش او راه بندۍ له وجهې خپل هدف ته ژر نه شو رسیدلی نو د بایسکل څخه استفاده دا ستونزه هم نلري که مو دنده او کار ځای نږدې وي په بایسکل باندې تګ یې بهترینه لاره ده .

که چیرته موږ ترانسپورتي لګښتونه منظم کړو نو هم ، د لګښتونو په کموالي کې ډیره مرسته کولی شي که د کورنۍ غړي مو دندې، درس او بل څه موضوع لپاره هره ورځ له کوره وځي نو له داسې لارې او ټرانسپورتي وسیلې څخه استفاده وکړئ ، چې ارزانه او محفوظه وي لکه د میاشتني قرارداد په بڼه چې هم چلوونکي او هم تاسې ته ښه تمامیږي، کار واخلئ، یاهم له هغه موټر څخه استفاده وکړئ، چې ستاسې په چم ګاونډ کې دی او د تګ مسیر مو یو دی پدې سره هغه هم خوشحالیږي چې سهار له کور سره نږدې سوارلي پورته وي او مازدیګر یې بیرته خپل کور سره نږدې ښکته کوي .

اتم : نغدې پیسې له ځان سره مه ګرځوئ

چې پیسې مو په جیب کې وي، نو هرومرو به یو څه اخلئ، لګښت به کوئ او هوس به لرئ چې د خپلې خوښې مطابق توکي راونیسئ. که په همدې وخت کې فکر وکړو چې اوس وخت کې خو روپۍ شته اما د نشتون په وخت کې به بیا څه کوم؟ نو لږ تر لږه کنترول کیدای شو خو بیاهم لارښوونه داده، چې له ځان سره له اړتیا پرته نغدې روپۍ او (ATM) کارت مه ګرځوئ، همدارنګه له بانکي کارتونو یوازې د ستونزې په وخت کې استفاده وکړئ .

پدې خو موږ تاسې ټول پوهیږو، چې نغدې پیسې هیڅکله همداسې نه شي پاتې کیدای نو کوشش وکړئ چې نغدې پیسې د جیب سربیره په کور کې هم ونه ساتئ یوازې د اړتیا مطابق او د خپل مړي ، ژوندي لپاره که یو څه ولرئ بیا صحیح ده.

یوه بله مهم خبره، هغه داده چې میده روپیو ته هم ارزښت ورکړئ یانې په دې توګه د پنځه ګون نه نیولې تر لس ګون او شل ګون پورې موږ ته عادي ښکاره کیږي او بې ترتیبه یې مصرفوو خو که همدا لس، شل روپۍ د میاشتې تر اخیره سپما کړو نو ډیره سپما به مو کړې وي.

نهم: د خپل استعال څخه اضافه توکې په کور کې مه ساتئ

که مو مخکې پیسې لرلې ، او عادت مو درلود چې د خپلې خوښې اضافه توکې واخلئ اوس دا عادت پریږدئ یوازې هغه توکې ځان ته واخلئ چې ورته بیخي شدیده اړتیا مو وي ، یاهم په کور کې مخکني اضافه توکي لرئ او اوس یې استعمالولی نه شئ یا یې د لګښتونو له کبله نه شئ استعمالولی، نو همدا توکي وپلورئ چې پدې ډول به تاسې له نورو لګښتونو څخه خلاص شوی یئ او له بل پلوه به مو توکې په کور کې د ډیر پاتې کېدو له امله خراب شوی نه وي.

د بېلګې په ډول مخکې تاسې په کور کې څلور یا هم درې یخچالونه لرل اوس یوازې یو یخچال ستاسې اړتیا پوره کوي نو همدا یو یخچال پریږدئ نور خرڅ کړئ تر څو د بریښنا د لګښت سپما شوي وي او همدارنګه د جامو وینځلو ماشین، ترانسپورتي وسایط لکه موټر ، موټر سایکل او بایسکل ، بریښنایي توکي لکه موبایل ، لپټاپ ، ای پاډ او پاور بانک هم یوازې د خپلې اړتیا له مخې پریږدئ او له نورو ځان خلاص کړئ .

په کور کې له هغه اطاقونو چې تاسې ترې ډیره استفاده نه کوئ یا هم ترې بیخي استفاده نه کوئ په مکمل ډول یې بریښنا قطع کړئ او پدې توګه مو بریښنا سپما کړئ.

لسم : ښځینه مو پوه کړئ چې ستاسې سره مرسته وکړي.

مهمه خبره داده، چې ستاسې د کور ښځینه ستاسې اقتصادي حالت درک کړي او تاسې هم پدې پوه کړې وي چې حالت سخت دي او عایدات کم شويدي نولګښتونه هم باید کنترول شي.

که موږ د کور له ښځینه وو مرسته وغواړو، هغوی کولای شي ، چې د لګښتونو په برخه کې موثره تمام شي ځکه زموږ ډیر لکښتونه د کور په چارو ترسره کیږي که ښځینه د کور د توکو په سم استعمال ، د پخلنځي د چارو کنترول او سمه څارنه او زموږ د اولادونو روغتیایي برخې ته سمه توجه وکړي نو د لګښتونو ډیره برخه به په سمه توګه کنترول شوي وي .

د مراسمو په راتلو سره مو ښځینه وو ته ووایاست ، چې د جامو ، سینګار توکو او میلمستیاوو سره له حده زیاته ګوزاره وکړي او ستاسې سره د مرستې په ډول له خپل ذوق څخه لږ ټیټ توکي راونیسي. خو داسې هم نه شي چې په خپلو میرمنو او ښځینه وو باندې دومره کنجوسي وکړئ، چې بیا یې له پام بد راشئ او د کنجوس لقب ګټئ.

کله چې د کومو مراسمو یا هم د کور توکو لپاره د سودا لپاره بازار ته ځئ د یوه مخکي ترتیب شوي لیست له مخې سودا وکړئ ، لیست ددې لپاره ښه دی چې یو خو د لیست په جوړولو جنجال به مو کور کې ترسره شوی وي په بازار کې به له خپلو ښځینه وو سره جنجال ته اړتیا پاتې نه وي او بل به مو د نرخونو په نظر کې نیولو سره په هماغه اندازه نغدې روپۍ راوړي وي او زیاتې به درنه مصرف نه شي که چیرته مو نغدې روپۍ زیاتې راوړې وې او ښځينه وو درسره ولیدې بیا یې خیر نشته یوازې تر کوره کرایه به درته پاتې وي.

همدارنګه دا سپارښتنې زموږ درنو خویندو ته هم دي چې په لګښتونو کې له احتیاطه کار واخلي او د خپلو نارینه وو ملا وتړي. که چیرته د کورنۍ سرپرستي او د لګښتونو مسؤلیت د دوی په غاړه وي له نارینه وو څخه مرسته وغواړئ تر څو لکښتونو مو کم شوي وي همداسې چې نارینه وو ته سپارښتنه شوې ، چې د خریدارۍ په وخت کې هماهنګ شوي خرایداري ترسره کړي دوی دې هم د توکو په رانیولو کې نارینه کنترولوي او ډیر لګښت ته دې نه پریږدي.

نور بیا …

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button