نهي عن المنکر

مولانا اسدالله شهاب

نهي عن المنکر يعنې څه؟ مونږ او تاسو شايد له هر منبر، هر مُبلِّغ او هر ديني مقرر نه د نهي عن المنکر جمله اورېدلې وي، په دې اړه د زيات سماعي ممارست په سبب شايد ډېرو ته د نهي عن المنکر کلمې له اورېدو سره سم دا مشهور حديث ذهن ته راشي چې عبارت يې دی: «مَنْ رَأَى مِنکُم مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ»

ژباړه: په تاسو کې چې څوک منکر (ناروا) کار وويني، په لاس دې هغه تغيير کړي، که يې نه شو کولای، نو په ژبه او که يې (بيا هم) نه شوی کولای نو په زړه دې هغه ته تغيير ورکړي او دا (د زړه احساس) د ايمان تر ټولو کمزوی احساس دی.

په پښتو ژبه يې روانه او بامفهومه ژباړه داسې کولی شو: له تاسو يو څوک که کوم منکر (ناروا يا غير شرعي) کار وويني، په لاس دې هغه ته تغيير ورکړي، که يې په لاس د تغيير توان نه درلود؛ په ژبه دې د هغه د تغيير هڅه وکړي او که د دې توان يې هم نه درلود نو په په زړه دې د هغه د تغيير اراده او فکر وکړي. او په زړه د منکر د تغيير په اړه فکر کول د ايمان تر ټولو کمزوری احساس دی.

له بده مرغه لکه د ډېرو ديني مفاهيمو د دې حديث په اړه هم زمونږ اکثره مبلغين ناسمه يا نيمګړې تشريح کوي، زمونږ په ټولنه کې د دې حديث عامه ژباړه او شرحه داسې کېږي چې که څوک مو د يو ناروا کار په ارتکاب وليد؛ نو پرته له کومې مقدماتي خبرې له ګريوانه يې ونيسئ او ورته ووايئ، دا کار ولې کوې؟ ته مسلمان نه یې؟ شرمېږې نه؟ بيا دې په دې کار ونه ګورم ګنې…!!! او شايد د ګناه له مرتکب سره دې ته ورته او يا تر دې هم يو بل سخت عمل وشي چې د ګناه مرتکب پرې پر ځای د دې چې خجالته شي او د اصلاح په نيت له ځان سره فکر وکړي؛ احساساتي کېږي، د ځان د اهانت احساس يې توند غبرګون ته هڅوي او بیا خبره ممکن دې حد ته ورسېږي چې د يو منکر پر ځای ګڼ نور منکرات په همغه صحنه کې پيدا شي.

زما په نظر د دې حديث شريف مناسبه او جامع شرحه دا ده چې په ټولنه کې د يو منکَر عمل د ليدل کېدو په صورت کې هغه څوک چې د دې منکر او غير شرعي کار د خاتمې توان لري هغه دې د خپل مسئوليت د درک کولو پر اساس د دې ناوړه عمل د اصلاحي تغيير لپاره عملي اقدامات وکړي، عموماً داسې کار د حکومت مسئوليت دی، یعنې هغه دې ورته مناسبه پاليسي وضع کړي، په عملي او مناسب پلان دې د هغه د خاتمې او اصلاح لپاره کار وکړي، په دې کار کې به په حديث کې ذکر شوي درې واړه حالتونه شامل وي، ځکه څوک چې د يو منکر د تغيير عملي توان لري، هغه يې د وينا (فَبِلِسَانِه) توان هم لري، دلته وينا ته مونږ د ذهن سازۍ لپاره د مناسب تبليغاتي کمپاين چلولو نوم هم ورکولی شو چې دا په ننني عصر کې ډېر مؤثر دی او جامع ابعاد لري چې له ټولو ابعادو بايد استفاده وشي، او طبعاً دا کار د زړه په اراده او په ژوندي احساس ممکن دی چې د (فَبِقَلْبِهِ) معنی پرې صدق کوي.

دا خبره ممکن په يو مثال ښه روښانه شي، مثلاً زنا يو منکر او ناجائز عمل دی، د زنا د مخنيوي لپاره لومړی مسئوليت د باصلاحيته چارواکو (حکومت) دی چې په ټولنه کې د زنا د عمل عوامل درک کړي، علتونه يې پيدا کړي، په ټولنه کې د زنا د ټولو پېښو جامع ارزونه او تجزيه وکړي. زنا يو جنسي انحراف دی، د جنسي انحراف په شمول د هر ناروا عمل عوامل او علتونه که په دقت سره وپېژندل شي نو درملنه يې اسانه ده، مثلاً جنسي غريزه د انسانانو طبيعي او فطري غريزه ده، شريعت د دې غريزې د اشباع لپاره مشروع لارې چارې راښودلې دي، که په ټولنه کې د نکاح لار د ناسمو، جاهلانه او ظالمانه دودونو په سبب سخته شوې وي، نو طبيعي ده چې زنا به عامېږي، په دې صورت کې د حکومت مسئوليت جوړېږي چې د دغو ظالمانه دودونو د ختمولو په خاطر معقول او مناسب اقدام وکړي، يو لړ ضمني قوانين نافذ کړي، د ټولنې عامه ذهنيت جوړونه وشي او پوهه عامه شي، څو د نکاح پر مخ پيدا شوي خنډونه ختم شي، دا کار شايد يو څه وخت هم ونيسي، که وخت نيسي؛ فرق نه کوي، وخت دې ونيسي ځکه چې بنيادي اصلاح په تدريج راځي نه په يو وار او د مطلق زور په کارولو. هو که يو څوک د منکر کار په ترسره کولو بيا هم ترکيز کوي او په سرغړونې يې اصرار کوي، نو بيا شريعت د حدودو آخري علاج هم وضع کړی دی. لنډه دا چې د زنا د منکَر عمل پر وړاندې د دې ټولې پروسې عملي کولو ته د تغيير باليد (فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ) ويل کېږي، نه دا چې د دې جملې عملي شرحه به فقط دا وي چې قمچين او ډنډه په لاس د منکراتو د مخنيوي لپاره دې څوک په کلو او بازارونو کې ګشتونه کوي.

او بالفرض که حکومت او يا دټولنې توانمن او مستعد افراد خپل مسئوليت اداء نه کړي نو خبره عامو افرادو ته پاتې کېږي، عام افراد به د منکر يعنې د ناروا اعمالو تشه ننداره نه کوي، بلکې په نرمه ژبه د وعظ، نصيحت، دعوت او تبليغ چاره به جاري ساتي، څو د ټولنې د اصلاح په برخه کې يې د خپل استطاعت مطابق ايماني مسئوليت ادا کړی اوسي او که يو څوک د دې توان هم نه لري، نو د ايمان کمزوری احساس بيا دا وي چې مؤمن د منکر د ليدو په سبب له زړه پرې ځورېږي او ارمان ورته درېږي چې کاش دا منکرات نه ترسره کېدی او ټولنه له منکراتو پاکه شوې وای، همدې حالت ته په حديث کې په أضعف الايمان سره اشاره شوې ده.

دلته يوې بلې نکتې ته هم بايد متوجه واوسو چې په حديث کې حصراً د منکَر لفظ راغلی دی، يعنې مسئولين بايد د منکر عمل د خاتمې په فکر کې واوسي، نفرت يې بايد له منکر عمل څخه وي، نه د منکر عمل ترسره کوونکي انسان (عامل) څخه، بلکې مسلمان داعي الی الخير دی او په هر حال مأمور دی چې د توان مطابق به د ګنهګار انسان د اصلاح هڅه کوي، د يو چا د اصلاح هڅه هغه وخت ممکنه وي چې دعوتګر پرې ودردېږې، زړه ته يې نېږدې وګڼي، د هغه د اخروي تاوان او مصيبت غم ورسره وي، نه دا چې نفرت ترې وکړې، مسلمان په ټولنه کې د يو ډاکټر مثال لري او رښتينی ډاکټر هغه وي چې له رنځ سره مقابله کوي، نه له مريض سره. ګناه يو معنوي مرض دی او ګنهګار مريض، په دې اساس مقابله بايد له ګناه سره وشي نه له ګنهګار سره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button