پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

لیکنه: شکېبا نادري

لیکنه: شکېبا نادري

پر خسرګنۍ د زوم د ګرانښت پینځه نښې!

دا خو ښکاره خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي او د یوې نوې کورنۍ غړې شي، نو په زړه کې یې په سلګونو پوښتنې پیدا کېږي، چې ایا دوی به له ما سره مینه لري او که نه؟

زه به له دوی سره خوشحاله وم او که نه؟

دوی به ښه خلک وي او که بد؟

د هلکانو په زړونو کې هم د خپلو خسرخېلو په اړه داسې او دې ته ورته پوښتنې پیدا کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته پینځه هغه نښې څرګندوو چې په لیدو سره یې تاسو پوهېږئ چې  خسرخېل مو درسره مینه لري او که نه؟

که تاسو هم غواړئ پوه شئ چې ایا د خاوند او یا مېرمنې کورنۍ مو له تاسو سره مینه لري او که نه، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. له تاسو څخه ډېرې پوښتنې کوي

کله چې یو څوک درسره مینه ولري او پرې ګران وئ، غواړي په اړه مو ډېر وپوهېږي او درنه ډېرې پوښتنې کوي که هغه مو د درس په اړه وي، که د شخصي ژوند او یا نورو شیان په اړه وي، خو غواړي ستاسو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، دغه پوښتنې د خسرخېلو د ګرانښت او مینې په معنا دي او موخه یې دا ده چې ښه مو وپېژني.

۲. ډېره پاملرنه درته کوي

کله چې تاسو پر خپلو خبرو بوخت وئ او خبرې کوئ، هغوی درته په ډېر غور سره غوږ نیولی وي او درته ګوري او ټوله پاملرنه یې ستاسو خواته وي دا پاملرنه هم د خسرخېلو د ګرانښت له نښو څخه ده.

۳. د پاتې کېدو غوښتنه درڅخه کوي

کله چې یو هلک او یا هغه نجلۍ چې له خپلو خسرخېلو څخه بېل ژوند کوي، د خپلو خسرخېلو کور ته ورشي، د تلو پر مهال ټول ور نه غوښتنه کوي چې ورسره پاتې شي، چې دا غوښتنه هم د ګرانښت او مینې په معنا ده.

۴. له خپلوانو سره ستاسو پېژندګلوي

 کله مو چې خسرخېلو وغوښتل تاسو خپلو ملګرو او خپلوانو ته ور وپېژني، نو پوه شئ چې دوی په رښتیا تاسو ته د خپلې کورنۍ د غړي په سترګه ګوري او درسره مینه لري.

۵. د بیا لیدو غوښتنه در څخه کوي

کله مو چې خسرخېل در سره مینه ولري، نو غواړي خپل ډېر وخت له تاسو سره تېر کړي، د تلو پر مهال هر ځل د بیا لیدو غوښتنه کوي، دا غوښتنه هم د دوی د مینې په معنا ده، نو پوه شئ چې درسره مینه لري.

ډېری خلک وایي چې ځینې خواښې او خسر د خپلو نږورانو سره مینه نه لري او نه یې خوښېږي، که تاسو هم د دې لپاره اندېښنه کوئ، دغو نښو ته پاملرنه وکړئ چې په خسرخېلو کې مو شته او که نه، نو پوه به شئ چې خسرخېل مو درسره مینه لري او که نه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button