د تورپنجاب د ای ،اس ، ای د ایس ریاست د افغان هدفي وژنوطالبي…

د تورپنجاب د ای ،اس ، ای د ایس ریاست د افغان هدفي وژنو طالبي ترورستانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا قبیح الله مجاهل په خورا نامردی او نه بښونکي وحشت د افغان ولس د هوډمن او ژمن ژورنالیست او جسور مبارز ارواښاد مینه پال د ترور او شهادت پړه په غاړه واخیسته او په ستر شنیع او فجیع جنایت یې د خوشالۍ په احساس دا رذیلانه کړنه د وحشي طالب بری وباله .
د افغانستان په تیر تاریخ کې هیڅ یوباندینيو بلوسګرو یرغلګرو داسې وحشیانه ظلمونه او مرګونه لکه دا سخت زړي او ځناورد ترهګرو مدرسو طالبان یې ترسره کوي . نه دي ترسره کړي . د سپین بولدک د سلګونو، سلګونو بې ګناه شاه ځلمیانو ډله ییزشهادت او وژنه د طالبانو د خبیثو او کرغیړنو مخونو څخه لا پرده پورته کړه .
د کورونا وبا نړیوال ویروس خو دا بې ضمیره غټ خیټي تورپګړي پنجابي طالبان یوازې د افغان وژنې دوزخي ویروس دي چې نه یوازی افغان ملت ،افغان ولس بلکې افغان تاریخ او افغان جغرافیه د نابودۍ او د بربریت منځنیو وحشیانه پیړیو ته یې په مرګوني ګواښونو او هدفي وژنو ټیل وهل او شاته ګوزارول غواړي.
دا دروسي او امریکایې بشریت دوښمنه امپریالیزم پیداواردي چې دادی د هغو په کرغیړنو لاسونوپرون شاعر او لیکوال عاطفي او نـن د پاکستان او طالبانو سرسخت باتور او جسور دوښمن دواخان مینه پال د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشرد دارا لامان د ماڼۍ د واټ په لاره کې د طالباني ترهګرو او ځناورو په برید کې په شهادت ورسید .
روح یې ښاد اوسه. د کورنۍ غړواو د هیواد د نـنه او بهرافغان ژورنالیستانوته د زغم او پولادي مقاومت او د تحجر پرضد رزم اوجزم غوښتونکی یم .
جاروطنه په کوم غم دې وژاړم . د ویرونو او ناورینونو په دې خونړي پېراو د اوسنيوبلو اکواوډارنو، ورځچاروپه مشرتابه کې چې پاکستان ته تش په ویناووکې هم د دوښمن خطاب نه شي کولی . د ببرسرواوباتوروشاه ځلمیانواوملالوپیغلوپه سرښندنه اوځان جاریدنه وساتل شی .
۶/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button