د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

ژباړه ـ فاطمه اعظم

پخواني چينایانو چې غوښتل د خپل هېواد ساتنه وکړي، د چين لوی ديوال يې جوړ کړ او داسې فکر يې کاوه چې ګواکې هېڅوک له دې دېوال څخه نه شي پورته کېدلای؛ خو له بده مرغه د دې دېوال له جوړولو وروسته په لومړیو سلو کلونو کې درې ځلې پر چين يرغل وشو.
په داسې حال کې چې هر ځل اړتيا وه دښمن پر دېوال راواړوي؛ خو هغوی داسې نه کول. په ډېرې اسانۍ یې ساتونکو ته رشوت ور کاوه او پر دروازې راتلل، ځکه چينايان د دېوال پر جوړولو بوخت وو او هېر کړي یې وو، چې ساتوونکي ښه وروزي.
ځکه د وداني له جوړولو د انسان روزل اړينه ده. له بده مرغه موږ له چين سره ډېر توپير نه لرو.
موږ زده کړه چې کورنۍ جوړه کړو؛ خو کورنۍ تربیه نه!
حيرانوونکې دا ده، چې کورونه شته چې کورنۍ پکې دي او کورنۍ شته چې کورونه نه لري، لکه د لارو ـ کوڅو اوسيدونکي.
همداسې ماڼۍ لرو، چې په هغې کې پاشلې کورنۍ ژوند کوي، دا ماڼۍ هم ملامتې دي.
د يوه مشهوره پوه وينا ده، چې وايي: “که غواړئ يو تېر تاريخ له منځه يوسئ درې لارې لرئ!
لومړی: د کورنۍ له منځه وړل.
دويم: د زده کړو له منځه وړل.
درېيم: د پخوانيو اتلانو/ پوهانو/ آیډيالونو بې احترامي کول.”
د کورنۍ له منځه وړلو لپاره د مور رول بې ارزښته کړئ. داسې کار وکړئ چې مور په خپلو ماشومانو او په کورنۍ وشرمېږي.
د زده کړو له منځه وړلو لپاره ښوونکي په نښه کړئ. د ښوونکي ارزښت په ټولنه کې کم کړئ او بې ارزښته يې کړئ. تر هغه ځايه، چې زده کونکي خپل ښوونکي کم راولي او بې احترامي يې وکړي.

او د آيډيالونو/پوهانو بې اعتباره کولو لپاره پوهاند/ پروفيسران په نښه کړئ او هغوي تخريب کړئ. په پوهه کې يې شکونه پيدا کړئ. تر څو خلک د دوی خبرو ته کم غوږ ونيسي.
ځکه که هوښياره مور له منځه ولاړه شي.
وفاداره ښوونکي له منځه ولاړ شي.
او پوهان بې ارزښته شي‌.
نو څوک به ارزښتونه وپالي!؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button