د نارینه وو د مینتوب نښې!

لیکنه: شکېبا نادري

لیکنه: شکېبا نادري

د نارینه وو د مینتوب نښې!

 

مینه یو احساس دی چې هم د نارینه وو او هم د ښځینه وو په زړه کې شته. د دې احساس بیانول ډېره ستونزمنه کړنه ده، ډېری وخت د شرم او یا کوم بل لامل لپاره هلکان او نجونې د خپل زړه له خبرې څخه تېریږي او د خپلې مینې له بیانولو څخه انکار کوي، دا کار د دې لامل کېږي چې دوی تل غمجن او خپه و اوسي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هلکانو د مینتوب د نښو په اړه معلومات درکوو، کله مو چې یادې نښې په هلکانو کې ولیدې پوه شئ چې دا هلک درسره له زړه نه مینه لري.

 

۱. ستاسو پر وړاندې له هېڅ ډول قربانۍ څخه وېره نه لري؛

قرباني لوی زړه او زړورتیا غواړي، خو هغه هلک چې درسره مینه لري، ستاسو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، ستاسو پر وړاندې له هېڅ ډول قربانۍ او ستونزې وېره نه لري، ځکه چې تاسو ورته اړین یاست، نو که کوم هلک ستاسې لپاره قرباني ورکړه، پوه شئ چې درسره مینه لري.

 

۲. خبرې مو اوري؛

دا ښکاره خبره ده چې نجونې د هلکانو په پرتله ښې اورېدونکې دي، خو هغه هلکان چې درسره مینه لري ستاسو هره خبره په ډېر غور سره اوري او درته ځواب درکوي، کله مو چې ولیدل کوم هلک ستاسو هره خبره په ډېر غور سره اوري، نو د دې هلک له مینې ځان ډاډه کړئ، ځکه چې دا هلک په رښتیا له تاسو سره مینه لري.

 

۳. د احساسات بیانول؛

هلکان هېڅکله په اسانۍ خپل احساسات نه بیانوي، نو کله چې کوم هلک د خپلو احساساتو په اړه در سره خبرې اترې پیل کړې، پوه شئ چې دا هلک له تاسو سره مینه لري.

 

۴. په هر حالت کې مو ستاینه کوي؛

هغه هلک چې درسره مینه لري، تاسو ورته په هر حالت کې ښایسته ښکارئ، نو کله چې یو هلک په ډېرو ساده او عادي جامو کې ستاسو ستاینه وکړه، نو پوه شئ چې دا هلک درسره رښتنې مینه لري.

 

۵. ملاتړ مو کوي؛

هغه هلک چې له تاسو سره مینه لري، ستاسو په اړه یوه بده خبره هم نه شې زغملای، هڅه کوي ستاسو د هرې کړنې څخه ملاتړ وکړي، نو په داسې حال کې باید تاسو پوه شئ، چې دا هلک درسره مینه لري.

 

۶. درباندې ویاړي؛

کله چې یو هلک له یوې نجلۍ سره مینه کوي، نو کله چې هغه نجلۍ ډېره عادي کړنه هم ترسره کړي، دغه هلک ته د هغې هره کړنه ښکلې ښکاري او ورباندې ویاړ کوي، نو که تاسو هم له داسې کس سره مخ شوئ، پوه شئ چې درسره مینه لري.

 

۷. کورنۍ او ملګرو ته مو درناوي کوي؛

کله چې یو هلک له یوې نجلۍ سره مینه ولري، د دې د خوشحالۍ لپاره د هغې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو ته ډېر درناوي کوي او په درنه سترګه ورته ګوري، ځکه چې نه غواړي هغه نجلۍ خپه کړي، پوهېږي چې دا کسان د هغې نجلۍ په ژوند کې چې ورسره مینه لري اړین او باارزښته کسان دي. د دغې حالت په لیدو هم پوه شئ چې دا هلک په رښتیا له تاسو سره مینه لري.

کېدای شي سربېره پردې نورې نښې هم شته وي، خو اړینې یې همدا دي.

د دغو نښو په لیدو سره پرته له دې چې کوم هلک درته به خولې ووایي چې درسره مینه لري تاسو باید پوه شئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button