پښتانه ولې د لور پر ځای زوی غواړي؟

نواز ارمان

د پښتون پۀ قوم کې چې ماشوم پیدا شي، دا پوښتنه کېږي چې هلک دی کۀ نجلۍ؟

د دې پوښتنې لۀ ځوابېدا وروسته اکثریت خلک د نجلۍ په پرتله د هلک زېږېدو ته دلچسپي ښیي.

دا ډول دلچسپي مو په ټولنه کې عامه شوې. په ځینو کورونو او سیمو کې دومره زوروره شوې، چې میندې د لور په زېږون رټل کېږي او په اړه یې له مضرې کرکې سره مخ کېږي.

دې ډول خرافاتو ته مایله طبقه مو د لور زېږول په مور تحمیلوي او د ماشوم د جنسیت بدلول د میندو د وسې کار ورښکاري.
په ټولنه کې مو د هلک د پیدا کېدا سره د لېوالتیا درې غرضونه دي؛ چې پښتانه په ستر لاس اړ باسي، چې د نجلۍ په نسبت هلک ته برتري ورکړي.

اول_ زوی ته د پلار اړ کېدل
دویم_ د تربورتوب وهم
دریم_وارث راوړل

اول_ زوی ته د پلار اړ کېدل:

د پښتنو په مالت کې که زوی غوښتل کېږي، ډېری د دې لپاره وي، چې که پلار د زړښت پر وخت له کار روزګاره ولوېږي، زوی به ورته خواري، مزدوري کوي او د پلار د ژوند د تېرولو اسباب به ورپیدا کوي.

د دې چارې لامل زموږ په وطن کې د تعلیم د کچې ټیټوالی دي. هر فرد دومره تعلیم نه دی کړی چې د ژوند تر پایه خپل ضرورتونه د تعلیم په زور په اسانۍ رپه کاندي.

له دولت سره په بېلابېلو برخو کې تر هغې کار وکړي، څومره چې ټاکلی وخت وي.

د ټاکلي وخت له طی کولو وروسته تقاعد شي او تر هغې د دولت په سهم ژوندۍ پاتې شي، څومره یې چې د ژوند (دانه) پاتې وي.
خو نه؛ په ډېر شمېر کې پښتانه خپله نفاقه د جسماني او نورو سختو کارونو ترلاسه کوي.

دوی که لږ هم د بوډاتوب عمر ته رسېږي، د کار کولو توان ورکې نه پاتېږي؛ ځکه چې د جسماني کارونو دپاره جسمي وړتیا ته ضرورت وي، چې جسمي وړتیا د بوډاتوب پۀ عمر کې نۀ وي. نو دوی مجبور دي، چې د زوی خېر ته کیني او د ماشوم د پیدا کېدو پر وخت سترګې هلک ته ونیسي.

غیر له دې چې پلار زامنو ته د روزۍ د ورګټلو فکر وکوي؛ بلکې زامن د دې لپاره هم غواړي، چې ژوند کې ورباندې هوسا واوسي. که پلار یې بزګر وي، دهقانۍ کې ورسره همکاري وکړي، که دوکاندار وي، دوکان ورسره وچلوي، که کومه دنده ولري زامن یې کور ورسمبال کړي، که مسافري کوي، ډاډه یې وکړي او نور داسې ډېر بارونه، چې پلار سره یې ژوند کې یواځې زامن پۀ اوږو وړلی شي او پلار ته اسوده‌ګي ورکولای شي… .

دویم_ د تربوریت وهم:

پښتانه اکثر د زوی راوړوو ته په دې میلان خپلوي، چې تربورګلوي پرې وپالي او یا پرې د تربور له زور او زیاتي ځان وژغوري.
تربور د یوې نژدې او ښې اړیکې نوم دی. خو د پښتون په وګړو کې یې د ذاتي دښمنۍ نوم ګټلی.

د هر کس روحیه د تربور پر وړاندې منفي ده. علت همدا دی؛ چې تراوسه یوه د تربوریت اړیکه هم سوله‌ییزه نه ده پاتې شوي، حتمي پکې خړه ورځ راغلي.

د تربوریت پۀ اړیکه کې مشکل ډېری وخت لۀ نیت کمی، ځان ته غره کېدل، تکرارً د یو لوري نارواوې، ګټه غرض کول او داسې نورو امله رامنځ ته کېږي.

کلیوالي ژوند کې تربور ته اول د ځان سیال تربور ورښکاري او د هر ډول جبر لایق لومړۍ تربور بولي.
نو همدې اصل ته پۀ کتو زمونږ د پښتون پۀ قوم کې هر څوک او کورنۍ غواړي مېړونه ولري.

مېړونه یې د تربور سره سیالۍ ته دروي او د دوی له جبر نه د ځان ژغورلو لپاره سړیو ته اشد ضرورت ویني.

د هر کس د تربور د پیکه اړیکې مثالونه ذهن کې ګرځي او هر کس په دې پوهېږي، چې د کلي ژوند کوي، باید سړي ولري.
په کلي کې هم که چاته له سړو کم ښکاره شوې؛ تا سره په ناروا یې سترګه نۀ سوزي او بې‌ځایه بۀ دې په سر خېژي.
نو ماشوم که نړۍ ته راځي، د دوی یواځینۍ هدف او غرض دا وي، چې جنسیت یې باید د هلک وي نه د نجلۍ.

دریم_ وراث راوړل:

د جایدات مسله چې تر ډېره حده نر پورې اړه لري، نو د هغو کورانیو چې جایدات یې وي خو وراث ورته نۀ لري، یعنې کوم نارینه اولاد یې نۀ وي؛ د خاوند او میرمنې ډېری تمرکز پۀ دې او غرض ورنه دا وي، چې جایدات ته څښتن پیدا کړي.

ځکه دوی پۀ دې پوهېږي، چې کۀ موږ سړی/سړي ونه لرو، جایداد مو هم لۀ لاسه وځي او د دوی جایداد بۀ د دوی نږدې اړیکي ولا؛ یعنې تربورونه خپلوي.

د خاوند تر وفات وروسته ښځه/میرمن د کوم نارینه اولاد د نۀ درلودو پۀ وجه حق لري، چې د خاوند د جایدات دریمه حصه یوسي؛ خو د پښتون پۀ وطن کې ورته خاص پام نۀ کېږي او نۀ کومې ښځې ته تراوسه د میراتۍ سره د خپل خاوند د جایدات رسېدوونکي برخه ورکړل شوي. د خاوند جایدات یې ټول هاغوی سره وېشلی/وېشي، چې د خاوند یې وروڼه او یا ورارونه کېږي.

نو لۀ دې درکه هم، هغوی چې میراته ورځ ویني او کور کې یې د نر ماشوم/سړي غږ نۀ اورېدل کېږي، ډېری پکې د پورته یاد شوي هدف لپاره د نجلۍ پۀ نزد د هلک شتون او زېږېدا ته اولیت ورکوي.

لۀ دې پرته پۀ ښځیه ذات کې هم هره مور غواړي زامن ولري؛ ترڅو سبا ورباندې بسیا وي او هره خور هواسېږي ورورڼه ولري، چې د ژوند تر پایه یې درد و غم کې شریک وي او تودۀ باد ته یې هم ور نۀ کړي. کۀ د خور ژوند دویم کور کې تریخ شي؛ ورور یې حساب وغواړي او پۀ خپل لومړي کور کې ورته هر وخت لبیک ووایي. پروفیسور رحمت‌الله درد هم وروڼه د پېغلو لپاره د کور د دېوالونو سره تشبې کوي او وایي:

د پښتنې پېغلې چې وروڼه نۀ وي
لکه د کور چې دېوالونه نۀ وي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button