د طالبانو په تاوتریخوالي د ملګرو ملتونو اندیښنه

سیدعبدالله پاچا

ملګرو ملتونو د مارچ په ۱۲مه یوه اعلامیه کې بلاخره اعلان کړه چې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او باید هر څه عاجل هدفي او عامه ځایونو کې له بریدونو راوګرځي.

طالبانو په وروستیو څلور میاشتو کې په لویو ښارونو کې دیني علماء، ژورنالستان، مدني فعالان، سیاسي فعالان او فرهنګیان په هدف کړل چې شاوخوا پنځوس کسان یې شهیدان کړي دي.

که څه هم طالبانو د ځینو هدفي وژنو مسوولیت منلی او د ځینو یې نه دی منلی، خو افغانان او نړیوال په دې پوره ډاډه دي چې دا ټولې وژنې د طالبانو کسان کوي او لامل یې هم دا دی چې غواړي تاوتریخوالی دوام پيدا کړي.

افغانانو او افغان حکومت هم په وار وار له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو د دې بریدونو په تړاو خپل غږ پورته کړي، چې بالاخره د ملګرو ملتونو اعلامیه خپره شوه.

د افغانستان د وضعیت د بهبود او سولې ته د افغانانو د رسیدو لپاره یواځې ملګري ملتونه او قدرتمن هېوادونه کولی شي چې همکاري وکړي او طالبان د تاوتریخوالي د دوام پر ځای د سولې میز ته کینوي چې هر اړخیز بحث وکړي او یو تفاهم ته ورسیږي.

طالبان چې هر کله د سولې پر ځای پر تاوتریخوالي تمرکز لري، په تمه دي چې یو ځل بیا به کابل ونیسي او پخوانی حالت چې دوی شل کاله مخکې رامنځ ته کړی و، بیا به ځانګړی حکومت جوړ کړي چې یواځې د پاکستان د ګټو لپاره وي.

خو د طالبانو ملاتړو هېوادونو هم طالبانو ته وریاده کړې چې امارت په نوم نظام ورسره هیڅ هېواد نه مني او طالبان دې هیر کړي چې ګنې یو ځل بیا به افغانانو تیرو شل کلونو ته وګرځي.

د نړیوالو ټینګار همدا دی چې طالبان باید ارزښتونه ومني، لاس ته راوړنې باید خوندي کړي او اوسني نظام کې له اصلاحاتو سره یو ځای ورګډ شي.

ټوله نړۍ اوس په دې پوهیږي چې طالبان یواځې تاوتریخوالی ښه کولی شي او نور د دې جوګه نه دي چې حکومت وکړي او یو نظام مشري وکړي.

طالبان په دې تمه دي چې دوی به د تاوتریخوالي او جګړې په دوام کې ولایتونو او کابل ونیسي، خو هیڅکله به دا اجازه نه افغانان ورکړي او نه نړیواله ټولنه.

طالبان د یوې ډلې استازیتوب کوي او بل هیڅوک نشته چې طالبانو ته هرکلی ووایي، یواځې دومره چې تاوتریخوالی بس کړي او سوله وکړي.

څومره چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی، هغومره ورسره نړیوالو دا ډله لا ښه پيژندلې او د راتلونکی لپاره یې د نړۍ او افغانانو لپاره ګټور نه یادوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button