طالبانو بد تاوتریخوالي ته لاس اچولی

طالبانو بد تاوتریخوالي ته لاس اچولی

عبدالمنان توحیدیار

د نن ورځې سهار د افغانانو په هغو بدو خبرونو پيل شوی چې طالبانو د بهرنیو په دستور کړي دي.

لومړی خبر دا هرات پشتون زرغون ولسوالۍ کې د پاشدان اوبو بند باندې د طالبانو برید و چې درې ساتونکي یې د دې بند شهیدان کړي، یو یې ټپي کړی او څلور نور یې نادرکه کړي دي.

دا برید طالب وسله والو د سهار په درې کړی دی او د برید تر شا موخه هم ښکاره ده چې طالبان غواړي ایران ته ځان ثابت کړي چې د ایران د ګټو لپاره افغانستان کې هر ډول فعالیت کولی شي.

ایران په افغانستان کې د اوبو له مدیریت اندیښنې لري او په دې تړاو یې هر ډول هڅې وکړې چې د اوبو د مدیریت مخه ونیسي.

تاسو به د حسن روحاني هغه څرګندونې اوریدلي وي چې هیڅکله به افغانستان کې د هغه کار پروړاندې چوپ نه شي، چې ایران پکې له تندې مړ کیږي.

د حسن روحانی هدف ښکاره و چې هیڅکله به د اوبو مدیریت پروړاندې ارام نه شي او هر څه یې چې په توان پوره کوي، هغه کار به کوي.

ایران د همدې لپاره د یو شمېر طالب قومندانانو کورنۍ د ایران سرحدي سیمو کې میشت کړې، امکانات یې ورته برابر کړل او له هغه ځایه به افغانستان کې د ایران ګټې خوندي کوي.

دا لومړی برید نه دی چې طالبان یې د ایران په دستور باندې کوي، تر دې وړاندې یې سلما بند، کمال خان بند، کجکي بند باندې زیات بریدونه کړي ساتونکي یې ورته شهیدان کړي او د بند د تخریب کولو هڅه یې کړې ده.

تراوسه طالبان د ایران لپاره ښه ثابت شوي او ښه نه دي ثابت شوي، هغه دا چې طالبانو هڅه کړې چې د اوبو د مدیریت مخه ونیسي او د اوبو بندونه وران کړي، په همدې خاطر یې بریدونه کړی.

ښه په دې نه دي ثابت شوي چې تراوسه طالبان په دې نه دی توانیدلي چې د اوبو د مدیریت مخه ونیسي.

د افغانانو لپاره بل بد خبر دا و چې بغلان کې طالبانو د بغلان پوهنتون د استادانو موټر په راکټ ویشتل چې دوه کسان پکې شهیدان شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دا د طالبانو تر ټولو بد تاوتریخوالی دی چې تیره ورځ یې کابل کې ښاري موټر کې چاودنه وکړه او نن سهار یې د پوهنتون استادانو باندې برید کړی دی.

دا د طالبانو تر بد تاوتریخوالی دی چې غواړي وضعیت لا ډير خراب کړی او خلک وپاروي چې هر څه ژر سوله وکړي او طالبانو سره ټولې غوښتنې ومنی.

خو طالبان دې خبر وي، چې سوله د افغانانو لپاره لومړیتوب او ضرورت دی، خو د طالبانیزم په بدل کې یې نه غواړي، افغانان هیڅکله تیر ته نه ګرځي او د طالبانو به هم دا ارمان پوره نه شي چې کابل کې به د پاکستان او ایران د حکومتونو استازیتوب کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button