وایې چې له یو چایې وپوښتل چې نوم دې څه دی ؟

وایې چې له یو چایې وپوښتل چې نوم دې څه دی ؟
هغه ورته وویل : چې نوم مې شیرعلي اوتخلص مې حـــــمــله دی .
پوښتونکي ورته وویل : چې ځان را پیژنې او که ما ویروې ؟ ههههه
د طالبانو د اسلامي امارت د کورنیو چارو چار سمبالي وزیر سراج الدین حقانې د کندهار په ولایت کې یوې سترې غونډې ته پخپله وینا کې په زغرده وویل چې په تیرو شلو کلونو کې د ده د وسله والې جبهې له خوا یوزرو پنځوس ۱۰۵۰ ــ انتحاري حملې ترسره شوي دي او هغه یې په څرګندو ټکو استشهادي حملې بللي دي . چې د ده په وینا د هغو آرمانونو ته باید درنښت وشي . او د روان کال په پیل کې هم د انټرکانټینینټل په نړیوال هوټل کې سراج الدین حقاني د یوې غونډې په ترڅ کې د ځانمرګو بریدونو انتحاریان ، استشهدیان وبلل او د هغو په سلګونو کورنۍ یې په نغدو ډالیو ونازولې .
دا هغه بین اللملي انټرکانټینینټل هوټل دی چې د طالبانو د ځانمرګو واسکټونو له خوا د ۲۰۱۸ زیږدیزکال د جنوري په لومړی چې د ۱۳۹۶ لیږدیز، لمریزکال د سلواغې په ۳۰ نیټه د شپې په ۹بجود بمې واسکټونو په چودلو د اور په لمبو کې ښکیل او په دغه برید کې ۱۹ تنه افغانان شهیدان او په لسګونو تنه ټپیان شو. په شهیدانو کې زما ټولګیوال اوخوږ ملګری ، پیاوړی او نوموتی ژورنالیست سعید یوسفزی د ملي بانک موسس او د اقتصاد وزیر ارواښاد عبد المجید زابلي نږور د محمد رحیم زابلي میرمن ثریا هم شامل ول .
انټرکانټینینتل بین المللي هوټل ځکه په نښه شو چې د پاکستان شيطاني استخباراتو په قصدي توګه غوښتل چې د دغه نړیوال پنځه ستوریزهوټل بین المللي شهرت ته زیان ورسوي . ځکه دغه ټوریست منلي هوټل په نړیواله کچه د لوړ، خوندور غذایې سرویس او په افغاني مینه ناک او منلي میلمه پالنه په ۱۹۷۲زیږدیزکال کې دوه ځلې نړیوالې جایزې ګټلي او په نړې کې یوبې ساری هوټل و .
ځانمرګو چې افغانان یې د وحشت او بربریت له کبله خرمرګي بولي ، پخپلو واسکټي بمونو د کابل د باغ بالا په شنه او سمسوره غونډۍ کې ویاړلی اوسرلوړی انټرـ کن یا انټرکانټینینټل پنځه ستوریز هوټل زیانمن او داغداره کړ.
همدا لامل دی چې د طالبانو اوسنې واکمنان پخپله خوله او څرګندو اعترافاتو انتحریان په زغرده استشهدیان بولي او ټولې نړی ته خپل دریځ اووحشیانه کړنې بربنډوي او څه د پاسه ۶ میاشتې کیږي چې په نړیواله د یپلوماسۍ کې د هغه ټګمار او غدار دوست هیواد پاکستان هم د رسمیت پیژندلو لاس نه ورکوي او لا یې په ستر وقاحت او ناولي نیت د طالبانو له پښوډبرې باسې او افغانستان د القاعده ، داعش او ټي ټي پي ځاله اوطالبان یې ملاتړي او روزونکي بولي . د مکې معظمې د مسجد الحرم ملا امام اود مصر دالازهرجیید اسلامي عالمان په صریحو او مستدلو ټکو او شنـنو کې انتحاري حملې ، حرامې او غیر اسلامي بولي خو د طالبانو د امربا لمعروف او نهی عن المنکر چار سمبالی که په څلوروپښو ولاړ وزیر محمد خالد حنفي ادعا کوي چې د اسلام په تاریخ کې زموږ په شان انتحاري یا ځان وژونکي حملې چا نه دي ترسره کړي او په همدغه موخه یې د استشهادیانو یوه ځانګړي بمي واسکټ لرونکي پوځ د جوړولواو رامنځته کولو تابیا نیولي او دا نړیوالوته د تاریخي او سرلوړي خو بې وسه افغانستان ، ډاروونکی وحشیانه انځور وړاندې کوي . اودریغا ! دریغا! شړل شویو او تښتیدلو بې ایمانه غدارانو، غاصبانو او رسوا غلوته د نویوغورزو، پرزو او جګړه ییزو سونامیود رامنځته کولوچانس ورکوي .
جار، جار وطنه ! د برم او تاریخي درنښت شمله دې ټیټه مه شه .
۲۴/۲/۲۰۲۲

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button