د مېرمنو پر وړاندې د مکاتبو او پوهنتونونو پرانیستل

لیکواله: مهرتاج

لکه څرنګه چې د یوې ادارې لپاره او بیا د ادارې چارو د کنټرول، تنظیم او مدیریت لپاره بشري ځواک بنسټ دی؛ نو ورته ډول د یو نظام د امورو رهبرۍ او مدیریت لپاره هم بشري ځواک اساس او بنسټ دی.

د بشري ځواک اطلاق په نارینه/ ښځېینه دواړو باندې کېږي. بشري ځواک(نارینه او ښځینه) دواړه نظام او دولت جوړؤنه کې د” ستون فقرات” حیثیت لري، چې د یو لوري نشتون په صورت کې د نظام سټرکچر(جوړښت) نیمګړی او ناسالم دی.

اوسنی عصر د علمیت عصر دی، ځکه خو د پرمختللو او متمدنو هېوادونو تفکیک له نورو سره په علمي او اکاډمیکه ساحه او ډګر کې کېږي. علم هغه څه دی، چې مونږ ته د هر اړخیزو ستونزو او مجهولاتو د حل کېلي په لاس راکوي. علم او زده کړه هغه څه دی چې مونږ پرې خپل هېواد پر خپلو پښو درولی شو او داسې نور…

علم څخه هغه مهال د هېواد/ نظام په رغښت او استحکام کې د یو پیاوړي ځواک په توګه استفاده کېدلای شي ، کله چې مېرمنو پر مخ هم لکه د نارینوو په څېر د مکاتبو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، همدارنګه هغوۍ ته د پرمختګ حق ورکړل شي، هغوۍ ته د ښوونې او روزنې حق ورکړل شي، په چارو کې د ګډون حق ورکړل شي.

د هر هېواد او ټولنې په مترقیت، پراختیا، ثبات او استحکام کې د ځوان کادرونو( نارینه/ مېرمنو) رول خورا اغېزمن او موثر دی.

ځوانان تاریخونو کې د پرمختګ انقلابیان یاد شوي او دغه پرمختګ کې مېرمنې له نارینوو سره سم د یو بل ممدد او بشپړونکي تمام شوې دي.

زموږ هېواد کې مېرمنې هغه خاموش مظلوم اکثریت دی چې د کور درانه او شاقه کارونه یې تر غاړې دي، مګر دا چې مستقیمه توګه یې عواید لاسته نه راځي نو ټولنه یې تیار خوره، بې کاره او محرومه طبقه ګڼي او کارونو ته یې په درنه سترګه نه کتل کېږي.

که چېرې طالب چارواکي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د مېرمنو اساسي حقوقو (تعلیم، ښوونې او روزنې….) ته ځانګړې پاملرنه وکړي، همدارنګه د مېرمنو پر مخ د مکاتبو او دولتي پوهنتونونو دروازې پرانیزي، نو له یوې خوا به د بشپړ اقتصادي ځواک سره هم خپل مشکلات، حل او فصل کړي هم به له احتیاجمن وضعیته خلاصون و مومي او هم به ځانونه د افغانستان مالکان وبولي او پر دې به ډاډه شي چې د دې هېواد راتلونکی زموږ په لاس کې دی.

تر هغې چې همدا ځوانان( نارینه/ ښځینه) پر یوې متحرکې اقتصادي قوې بدل نشي هېواد کې ثبات نشي راتلی.

دولت، اقتصاد او ملت جوړولو ټوله پروسه د اصولي مدیریت او بشري پانګې په غښتلتیا ولاړه ده، نو ځکه باید د نارینوو ترڅنګ د مېرمنو لپاره هم په مکاتبو او پوهنتونونو کې او هم له مکاتبو او پوهنتونونو بهر داسې ترتیبات ونیول شي، چې دوۍ هم په مدیرت او هم په عملي طبیق کې د پوهې او تجربې خاوندانې شي.

حاکم حکومت (امارت اسلامي) نه یوازې باید مېرمنو ته د لومړنیو زده کړو حق ورکړي، باید منځنیو او لوړو زده کړو د حق ورکونې پر اهمیت یې هم باید پوهه شي.

هر څومره چې یو هېواد وده کوي په همغه کچه پکې لومړی د منځنیو زده کړو او بیا د لوړو زده کړو اهمیت را څرګندېږي.

طالب چارواکو لخوا د مېرمنو پر وړاندې علمي مراکزو تړل کېدل، همدارنګه هغوۍ ته د لوړو زده کړو اجازه نه ورکول، په هر اړخیزو چارو کې د ګډون حق نه ورکول، مشروع حقوق یې شاته غورځول دا پدې معنا دي، چې طالب چارواکي په لوی لاس د خپل اسلامي حکومت اغېز کموي او عظمت یې ټوټه ټوټه کوي.

دا چې ځلانده اسلامي تمدن کې د مېرمنو د زده کړې اهمیت څرګند شوی اوس نوره نړۍ هم پدې عقېده ده چې که مېرمن علم او زده کړه ونه کړي نو ټولنیزه پراختیا ناشونې ده.

که یو هلک با سواده شي یو نسل ورسره تغیر کوي او که نجلۍ باسواده شي کم له کمه پنځه نسله ورسره مثبت تغییر کولی شي.

ـ افغان مېرمنې د دې وړتیا لري چې د نړۍ د بل هر هېواد د مېرمنو په څېر تخنیکي، مسلکي او اکاډمیکه پوهه ترلاسه کړي او لوړ ظرفیت پېدا کړي.

مګر که چیرې امارت اسلامي یې وړتیاوو ته پام وکړي، د لوړو زده کړو زمینه ورته مساعدهدکړي، تجربوي او عملي زده کړو مراکز ورته پرانیزي، نو لېرې نه ده چې دا هېواد به ډېر لنډ وخت کې د نړۍ له سیالانو سره سیال او د نړۍ پرمختللي تمدن له کاروان سره به اوږه پر اوږه روان شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button